Categories

اعلان

Loading…

د ستونيز غږ او پر واول پیل کلمې| عصمت الله شينواری

 دا [ʔ] ستونيز بېواک غږ په ستوني کې د تم په ډول ادا کېږي. په پښتو ژبه کې ټولې هغه کلمې، چې په (الف او ع) پیلېږي په همدې غږ ادا کېږي. لکه؛ اوږد [ʔuʝd]، اسمان [ʔasmɑn]، عزت [ʔezat] او … . دا [ʔ] غږ په پښتو ژبه کې د کلمو په منځ یا پای کې نه راځي؛ خو هغه عربۍ کلمې، چې پښتو ته راغلي دي که د عربو په شان تلفظ شي؛ نو په منځ او پای کې یې دا [ʔ] غږ ادا کېږي. لکه؛ هئیت [haiʔat] (خو موږ پښتانه یې داسې وایو؛ [haijat])، شتاء [ʃetɑːʔ]او … .

          اوس به د واولونو د پيلېدا مسلې ته راشو. موږ تل وایو، چې کانسوننټ یا بېواک غږ هېڅکله بې له واوله نه ادا کېږي، بلکل سمه خبره کوو. د نړیوال فونيټيک اداره (International Phonetic Association) په خپل کتاب (Handbook of International Phonetic Association) کې واول غږ داسې راپېژني:

*واول د کانسوننټ خلاف هغه غږ دی، چې په خوله کې د هوا جریان نه خنډنېږي.*(Handbook of International Phonetic Association: 6)

          مانا دا چې د سږو څخه وتلې هوا له ستوني نېولې تر شونډو پورې د هېڅ غږيز غړي په واسطه نه خنډنېږي او پوره ازاده وي. دا پېژند (تعریف) او دې ورته نورې خبرې خو په ډېرو کتابونو کې شته؛ خو د واول د پيل په اړه مې د ډېرو کتابونو پاڼې واړولې، هېڅ مې په کې ونه موندل.

          ما چې کله د [ʔ] ستونيز غږ مطالعه کولو؛ نو ځير شوم، چې د هر واول لپاره د سږو څخه وتلې هوا په ستوني کې یو ځل ودرېږي او بیا د چاودنې (Plosive) په ډول ازادېږي. د دې خبرې لپاره د پښتو اووه واولونه دلته ليکم؛ [ʔɑ, ʔa, ʔə, ʔu, ʔo, ʔe, ʔi]. ګورئ، چې د هر واول پيل په [ʔ] غږ سره شوی دی.

          یو ځل مې داسې وانګېرله، چې ګوندې د نړۍ ټولو ژبپوهانو به دا غږ یوازې د کلمې په منځ کې اړين ګڼلی وي او په پیل کې به یې اړين ګڼلی نه وي. کله مې چې د انګرېزۍ او نړيوال فونيټيک کتابونه وکتل؛ نو داسې کوم نوټ مې په کې ونه ليدلو، چې زما شک په یقين بدل کړي. ټولو پرته له دې، چې د واول د پيلېدو په اړه څه ووايي، ویلي؛ واول د څپې زړی دی او د کلمې په سر، منځ او پای کې راځي.

          یو ښکاره مثال به دلته وليکم. هماغه د عربۍ د هئيت [haiʔat] کلمه که پر دوو برخو ووېشو؛ نو یو یې [hai] او بل یې [ʔat] ده. اوس به د [ʔat] برخه راواخلو. په پښتو ژبه کې داسې کلمه اترنګ دی، چې په [ʔat] پیل وي؛ نو د اترنګ نړيوال فونيټيکي سکرېپټ یې داسې [ʔatrang] دی. که هر ژبپوه او فونيټيشين ته څوک ووایي، چې د اترنګ کلمه راته په فونيټيک وليکه؛ نو هغه به یې بې له دې [ʔ] غږه په واول پیل کړي او [atrang] به یې وليکي.

ځيرنه: دغه خبرې یوازې د هغو کلمو پر سر دي، چې په واول غږ پيلېږي. په کانسوننټونو پیل کلمو کې واولونه هېڅ ستونزه نه جوړوي او د څپو زړي جوړېږي. لکه؛ مینه [mina]، يار [jɑr]، ژڼی [ʒəɳai] او … .

          نو په پای کې دې خبرې ته رسېږو، چې هر کله چې یو واول غږ یوازې ادا کوو او یا هم د کلمې په سر کې راشي؛ نو د هوا جریان د ستوني په برخه کې تمېږي او بیا د چاودنې په ډول ازادېږي او واول په یوازې توګه او یا هم د کلمې په سر کې ادا کېږي. لکه؛ په یوازې توګه: [ʔɑ, ʔa, ʔə, ʔu, ʔo, ʔe, ʔi]. د کلمو په پیل کې: اور [ʔor]، او [ʔaw]، ايرې [ʔire] او … .

          زما په اند؛ لکه مخکې مې چې یادونه وکړه او زما اټکل هم و، هغه کلمې چې پر واول پیل دي؛ نو په فونيټيکي ليکنه کې یې د [ʔ] غږ ليکلو ته اړتیا نشته. لکه؛ اوږد [uʝd]، ارمان [armɑn]، اړتيا [aɻtjɑ] او …، که څه هم دا غږ هلته شته او د کلمې په سر کې واول پرې پیل دی؛ خو دا کومه ستونزه نه جوړوي او د نړۍ د ټولو ژبو هغه کلمې چې په واول غږ پیل دي، په فونيټيکي ليکنه کې یې دا [ʔ] غږ ليکل شوی نه دی. په همدې ډول په پښتو ژبه کې د عربۍ غوندې دا غږ د کلمو په منځ او پای کې نه رادرومي؛ نو دې [ʔ] غږ ته په پښتو ژبه کې هومره اړتيا نشته، څومره چې په عربۍ او نورو هغو ژبو کې، چې د کلمو په منځ او پای کې دا غږ لري شته. یوازې د غږونو د ښه پېژندتیا او تنګې ليکنې (Narrow Transcription) لپاره یې ليکل سم دي.

12 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *