Categories

اعلان

Loading…

د سپو کور په کور بدي (لنډه کیسه) خالق رشید

 د ماما دریم زوی خو په امریکا کې  لوی شوی دی ، پښتو لږه لږه ورځي ، خو خوله  ورسره تاووي او بیاخبره ترخوله داسې راباسي چې دسړي زړه ورته تنګ شي او دې ته یې ناچاروي چې ووایی:  بس  بس لالیه پوه شوو ځان مه په عذابوه …  له ماماسره یې مورهم په هغو شپوکې چې دی  په درواغو د زخمي مجاهد ؟ په نامه امریکا ته راوړل شوی و، له ده سره راغلې وه ، په هغو شپو کې  ترماما هم دا نرۍ او وچه کلکه وه ، خو اوس د الله لورینه وه ، داهم ترماما په وزن کې کمه نه وه  ماداچې ترسلوکیلوګرامو لږ ورپورې شوې وه …  ځکه خو ډاکترانو ته تل دا سپارښتنه ورته کوله چې شکره دې لوړه شوې ، لږ لږ ګرځه او کله کله سپورت کوه …   په لومړیو کې به دې ته پردغه وینه خندا ورغله ، له ځان سره به یې وویل  :

ـ دا ډانګتر څه بلا دی ، پرما ریشخند وهي که پرځان ، ما ته وایی چې ګرځه او سپوټ کوه … سپوت !!  ( موسکا … )  خو وروسته چې پوه شوه چې ډیرچاغوالی ناروغي ده بیا به تر نورو دا زیاته یوې او بلې خوا ته ګرزیده را ګرزیده …اوداهغه شیبه وه چې اوس یې د شکرې خبره ان د زړه ترمورګو پورې ورغزیدلي وه …  ماما به هراوونۍ  ډاکتر ته  روانه کړې وه ، ځکه چې اوس دا او ماما دواړه یوازې په پنشن چلیدل ، د ماما زوی خو بیا خپله دنیا درلوده ،  څه کاروباریي درلود ، هغه اوس دکور نه و ، بس سهاربه تلو او د شپې به ناوخته راتلو … دماما میرمن اونوره کورنۍ ټوله په وطن کې وه ، ان له هغه پیله به دی خپله په یوکال کې یوځل دوه وطن ته تلو، څه به یې چې په خوارۍ ګټلې وو، هغه به یې هم له ځان سره یووړل ، او هلته به یی په سیال او سیال دارۍ خرڅولې … دکورنۍ د راوستلو نیت ځکه نه درلود چې ویل به یې : « دلته خرابیږي … » یوځل حاکم جان محمد خان چې هغه هم ترده دمخه امریکا ته راغلی و، ورته ویلی وو چې میرمن اولورانې دې راوله ، هغه ته یې هم په سپین سترګې سره ځواب ورکړی و او ورته ویلی یې وو :  نه غواړم چې امریکایی دیسکوته مې د میرمنې اولورانو اوږې وتخنیږي … خوولسوال صاحب هم چې دځواب ویلو کم نه و ورغبرګه کړې وه :  زوی دې چې په چم اوخم ورته ړنګ وبنګ اوړي ، هغه خو هیڅ …  

دا زوی یی هم چیرې له امریکایانو سره مزدورو ، هغوی ورباندې مهربانه شوي وو ، تردغه ځایه یې ورته  رالیږلي و… چې پرهغه هم سخت خوا پیټی و ، هغه ان له هغه پیله  د درس او مکتب نه و ، ماما ډیره خوارې وکړه چې یوڅه ورباندې زده کړي خو نه شوه ، کومې شش کلمې چې یې په کلی کورکې له ملا اوطالبه زده کړې وې ، هغه هم اوس ترتللې وې …  لالی نوی  امریکا ته راغلی و،  نوې دنیا یې ولیده ، او له نویو نویو سره مخامخ شو ، دده غوندې  نوي ، نوي ، دلته هم لږ نه وو ، له ښو نویو یې څه نه زده کول خو د بدو نویو د تقلید شین ټاکو و …

په لنډه موده کې هیچا داسې فکرنه کاوه چې ګواکي  دی به له پلار اونیکه پوخ امریکایی نه وي …  یوه ورځ یې انا ډیره ناروغه وه ، پلارته یې هم د روغتون پته نه وه ، له ده هیله  وکړه چې هغه ترهغه ځایه پورې ورسوي ، خو پلارته یي وویلي وو چې  

ـ عمردې په امریکا کې تیرشو ، خو تراوسه هم ته  …. نه شوې ، … ته نه پوهیږې چې نن زما یوازنې رخصتي ده چې باید آرام وکړم، هغه مو هم نه را باندې لوریږي ، ځه ، خپله یې بوځه … زه  دومره وخت نه لرم … زه باید خوب وکړم ، له خوبه وروسته نورې وعدې لرم ، زه خو خپلې وعدې نه شم کنسلولي …   

دماما مور په غوږو درنه وه ، خبرې یې سمې نه اوریدې ، ځکه یې پوښتنه ترې وکړه :

ـ  لالی څه وايی ؟

ماما زر وغبرګه کړه :

ـ هسې  غ خورې … ځه چې ځو …  

ماما دخپل زوی دغه ناشولتې ټولې له خپلې مورڅخه پټولې … هغې ته یې نه ویلي ، ځکه هغې هم دخپل لمسي په اړه دا ډول فکرنه کاوه او نه یې دا په زړه کې ورتیریده چې دی به تریوه امریکایی هم زیات له چتې وتلې وي، اوهرڅه ته به یې یوپه یو دومره شا تمبه کړې وي …

له دغې خبرې یوه میاشت نه وه تیره چې لالي له خپلې کولمبیایی نجل ملګرې سره په لویه لار کې سخت ټکروکړ، داسې چې په  یوپیښه یې په لومړۍ ورځ په کې له لاسه ورکړه . دمامالپاره دا ډیره سخته شیبه وه ، په هغه شیبه کې یې چې دغه خبر واورید خدی اشته چې  له اوریدو سره سم یې په زړه کې ورتیره شو ه چې : بد ګرځي بد به پرځې  …

او ماما بیا په اوونیو اوونیو دمورپر ځای له هغه سره بوخت شو ، تل به چې یوازې سو په فکرکې به ورتیره شوه چې ژوند دتصادفانو او تصادماتو جونګ دی ، سړی نه پوهیږې چې دسترګو په رپ کې به څه ورپیښیږي ، په څه به اوړي …                    ماما دخپل زوی دغه  ټکر له یوې ځانګړې زاویي له دریځه انګیره ، د کبراو ځان ورکې له دریځه … ځکه کله کله به چې ډیر خواشیني شو نو دابه  په ذهن کې ورغبرګه شوه : ځان ورکي اوغرور، دبدمرغیو ځاله ده  داسې چې هره شیبه له هغې درباندې یرغل کیدای شی … خوڅوک وو چې دده د زړه دا غږ یي اوریدلی وای …

 لالی جوړ شو ، خو نوریی هغه د مستۍ شرنګی نه و ، نورله هغه سره پخوانیو یارانو هغه پخوانۍ یارانې هم نه پاللې او دی هم اوس لکه ماما او دهغه مور پرځیره باندې ودرید …  ټوله ورځ به په کورکې ناست و ، اوټوله ورځ به یې دخپلې انا خبرې  اوریدې …  او اوریدې … اومهمه خو داچې اوس په دغو پښتومتلونوهم پوهیدلی و: چې بدګرځي بد به پرځې … چې ځې ځې ابازو له به راځې ،  ترخې د خپل قام کمي غوښت سریې وچ شو… ګارګه  د زرکې چم کاوه خپل ترې هیرشو … نور اونور…  یوه ورځ چې سخت ناروغه و ، پر ماما یې غږ وکړ چې باید ډاکتر ته یې بوځي ، ماما ته دده هم هغه خبره وریاده شوه  :

ـ عمردې په امریکا کې تیرشو ، خو تراوسه هم ته  …. نه شوې ، … ته نه پوهیږې چې نن زما یوازنې رخصتي ده چې باید آرام وکړم، هغه مو هم را باندې نه لوریږي ، ځه ، خپله یې بوځه … زه  دومره وخت نه لرم … زه باید خوب وکړم ، له خوبه وروسته نورې وعدې لرم ، زه خو هغه نه شم کنسلولي …  

خو ماما هیڅ هم ونه ویل ، ورته ویې خندل ، ورته موسکی شو ، ترلاس یې ونیو او په نیولي غږ یې ورته وویل :  شکر چې ژوندی پاتې شوې … لوی خطر و او لویه آزموینه … پردې حال یې هم شکر…

لالي په نورو پوه شو ، خو پردغه ټکي پوه نه شو چې ، پردې حال یې هم شکر … ځکه یې ماماته نرمې سترګې ورپورته کړې :

–  وت ایت مینس ،  پردې حال یې هم شکر ؟

ـ راځه اوس وخت کم دی چې راغلو بیا به یې دې انا درته تشریح کړي …

–  مانایی داده چې ته زما پردغه حال شکر وباسې ؟ خوشاله یې ؟ …

– نه  دا سې نه ده … ته غلط پوه شوې …

ـ که له ماسره تګ درباندې پیټي وي ، مه مې بیایه … پرې مې ږده چې په همدغه حال کې مړشم اوته  نورهم شکر وباسې  …  

ماما ورته موسکی شو ،

ـ نه بچیه داسې نه ده ، زما خبره ګردسره بله مانا لري …  په غیږکې یې ونیو، پریوه اوبله خوا یې ښکل کړ ، سترګې یې ورته راډکې شوې :

–  نه نه داسې نه ده  پښتانه وایي چې سترګې په بڼو نه درنیږي …

ـ مانا ؟

–  ماناداچې کاشکي ته پلارشوی وای ، او زما احساس دې درک کولای شوای ؟

دماما زړه ښه ډک شوی و،  خو بیایی هم نه غوښتل چې د زړه خبره یې پرخوله را غبرګه کړي … هغه اوس پردغه ټکي خواشینې و او دایی زړه منلې وه چې پلرونه څومره بدمرغه وي چې  له خپلو زامنوسره ګډه ژبه نه لري … پلار یوڅه وایي او  زوی یی بل ډول تعبیروي ، ساده خبره  لیونۍ کړي او حق ناحقه یي له نا پوهئ پر بیایی …

ماښام تیاره ماما او لالی له روغتون څخه کورته راغبرګ شول ، دماما مور ډوډۍ تیاره کړې وه ،  د دوی لاره یې څارله او دکابل د تلویزیونو ننداره یې کوله ، دماما  دوی له رارسیدو سره سم ، پرتلویزیون باندې دخبرونو د اوریدو ترنګ را غبرګ شو، نن ترټولو تود خبرداو چې دجنګسالانو کونو ته بیا غول ورغلي ، بیاغواړي  پرهغو باندې وطن ولړي ، بیا غواړي  دوطن په هره خوا کې دکابل د ورانۍ د شپو ورځو توریادونه  راغبرګ کړي…    

دماما مور ته هغه بدمرغې شپې ورځې ورپه یاد شوې ځکه په چغو شوه :  

ـ ورانۍ ، وژنې ، بی حیایئ او هغه ناخوالې چې اوس یې هم په اوریدو دانسانانو ویښته زیږه کیږي …  دریغه چې سړي وژونکي اشرار تراوسه هم نه راویښیږي ، تراوسه هم  دوی  دوطن  د مور دردونه  نه درک کوي  او تراوسه هم د زړو غوایانو په شان کنجاړې په خوب وینې … ای ربه نورخو دا وطن له دغو ناشولتو او بدنامو وژغورئ … بیا دوطن په هره خوا دغلاوو او غدیو غږونه پورته …  ای ربه … نورخو زموږ غږ ته واوره اوله دغو د انسان په څیره کې وحشیانو پناه راکړه ،  ای ربه  ته خوافغانستان له ټولو یرغلګرو وحشیانو څخه په خپل امان کې وساته …  

ماما چې ستړی ستومانه خپلې مورته وکتل ، ورته موسکی شو :

–  کاشی خدای له دې وطن سره دومره مرسته وکړي ، خو باورمې نه شي …  دا ټول دنورو سپي دي ، نور یې شکاري … نوریې پرشا ټپوي …  نه  دې دي اوریدلي چې پخوانو به ویل ،

موریې مخ ور واړاوه  :

څه یې ویل :

ـ ویل یې :    دسپیو کورپه کوربدې ده خو خوار مساپرته سره یو …

موریې مخ ور واړاوه :

ـ خوارمساپرمانا   

–   افغانستان … دهغه انسانان …

اودماما زوی چې یوازې دوی ته کتل لاهم په خبره نه و پوه شوی ځکه یې ماما ته کرار مخ ور واړاوه :

ـ وټ  ډو یو سیډ    (تاسو څه وویل ؟؟؟ )  

پای  

د شل اتلسم کال د جنوري  ۱۶

ادمنتن کانادا   

100 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *