Categories

اعلان

Loading…

جګړه؛ یو لنډمهالی انتخاب | زبیر افغان

څو ورځې مخکي مي له بي بي سي راډيو سره د افراطیت په اړه بحث در لود. ځینو اورېدونکو په دې اړه موافق نظر در لود او نورو بیا مخالف.

په مخالفو کي ځينو ویل چي اسلام تر تورې لاندي راغلی دی. یوه اورېدونکي دا روایت(ان الجنة تحت ظلال السیوف) هم ووایه. یوه بل ویل چي دومره خلګ په زور دې کار ته نه تیارېږي، دا نن چي طالب یا داعش کوم څه کوې، همدا د اسلام غوښتنه. دلته جهاد دی او دا به روان وي.

دا چي د بحث مهال وخت ډېر کم وي، نو د ټولو خبرو کولو وخت چا ته نه ور کول کېږي. همدلته غواړم چي دا ځينې خبرې په پوره تفصیل روښانه کړم. تر مخامخ خبرو دلته سپيناوی ځکه ښه دی چي د هر څومره تفصیل وخت لرو، دلایل په ښه ډول راوړلای سو، د وخت د تنګي خاطر له چا سره نه وي، مخامخ ممکنه ده چي ځينو ته خبرې خوند ور نه کړي او له دې امله نازیبا خبرې وکړي. له دې ویري هم په بحث کي هر اړخ له ډېر تفصیل څخه ډډه کوي.

دا چي روان حالت د اسلام غوښتنه ده کنه؟ زما په کتاب (جهاد او خلافت ) کي دا موضوع روښانه سوې ده. دلته یوازي د اسلام له مخې دا روښانه کول غواړم چي مقاتله یا توره و توپک د دعوت د ساتنې وسیلې دي، د اسلام عمومي روح له دعوت او نرمي سره جوړ دی. خو که څوک پر دعوت او بلنه د یو چا حق لاندي کوي، نو اجازه لري چي له خپله حقه دفاع وکړي؛ خو شریعت دا دفاع په ګڼو شرایطو مشروطه کړې ده چي له هغو پرته دغه دفاعي جنګ هم خپله شرعي جنبه له لاسه ور کوي. د قراني ایاتونو په مټ به دلته دا سپيناوی وړاندي کړو او پر لوړ ذکر سوي روايت به هم روڼا واچوو.قران کریم کي د دعوت په اړه راغلي:

وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (ال عمران: ۱۰۴) ژباړه: ارو مرو دي له تاسو یوه ټولۍ وي چي خیر ته بلنه کوي، پر ښو امر کوي او له بدو منعه او همدوی بریالي دي.

د قران په دې لوړ ایت کي دا لوړ بیان سوی اصل؛ د هر حالت لپاره یو عمومي اصل دی.یو بل ځای هم وايي:

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ (ال عمران:۱۱۰)

ژباړه: تاسو غوره امت يئ، خلګو ته پر ښو د امر او له بدو د منعې لپاره راغلي یئ او تاسو به پر الله ایمان راوړئ.

د تېرو امتونو په اړه یوځای وايي:

لَيْسُوا سَوَاءً مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَائِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللَّهِ آنَاءَ اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ (113) يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُولَئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ (ال عمران: ۱۱۳، ۱۱۴)

ژباړه: اهل کتاب ټول سره برابر نه دي، د دوی یوه ډله پر حق ولاړه د شپې په یوه برخه کي د الله ایاتونه وايي او سجده کوي. پر الله او د اخر پر ورځ باور کوي، په نیکو امر او له بدو منعه کوي، نیکو ته تلوار کوي او همدوی د نیکانو له ډلې دي.

وَإِنْ أَحَدٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْلَمُونَ (التوبه: ۶)

ژباړه: او که یوه مشرک له تا امن وغوښت، نو امن ور کړه چي د الله کلام واوري بیا يې امن ځای ته ورسوه له دې امله چي دوی ناپوه وګړي دي.

دلته د اهل کتابو هغه ډله صالحه بلل سوې چي دعوت يې خپل مسوولیت بللی او په خپله هم د الله له کتاب سره عباداتو ته پوره پاملرنه کوي. د اهل کتابو په قران کریم کي زیات بدوالی هم له دې امله راغلی چي دا یاد کارونه يې ایله کول. نه له دې امله چي د فرعون تر ډوبېدا وروسته هغوی مصر ته د جهاد لپاره نه دي تللي او یا يې هلته اسلامي نظام نه دی جوړ کړی.  یوه مشرک ته هم له دې امله امن ور کول کېږي چي دعوت ورته وسي او بیا امن ځای ته ددې لپاره رسول کېږي چي پر دې خبرو فکر وکړي. که توره یا وژل اصل وای، نو یوه نامسلمان ته به يې د دعوت په خاطر دومره وخت نه ور کولای.قران تر قتال او اسلامي نظام د فرد پر جوړولو زیاتر ټینګار کوي. قران کریم دعوت د یوه عمومي او مهم اصل په توګه منلی او قتال يې یوازي دفاعي وسیله بللې ده. لکه چي وايي:

وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ (البقره: ۱۹۰)

ژباړه: او د الله په لار کي له هغو سره وجنګېږئ چي در سره جنګ کوي، تېری مه کوئ بېشکه الله تېريګر نه خوښوي.

د قاتل په اړه دا د قران اصل دی. دلته هغه څوک تېریګر بلل سوی چي له دعوته په مخ اړولو قتال ته مخه کړي او الله دا خبر هم ور کړی چي له دې کسانو سره مینه نه لري. قران قتال ته د یوې وسیلې په توګه ګوري. که څوک د الهي دین د دعوت مخه نیسي، په ځمکه کي فساد ته لمن وهي، د خدای مخلوق غلامان کوي، د الهي معابدو امن خرابوي، لاري او بازارونه ناامنه کوي، نو قران دا مهال امر کوي چي له یو لړ شرطونو سره د دې مفسدو پر خلاف قتال وکړئ او خپل حقوق ځني تر لاسه کړئ. قران کریم وايي:

أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ (39) الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَنْ يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ (40) الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ (الحج: ۳۹، ۴۰، ۴۱)

ژباړه: هغو ته چي جګړه ور سره کېږي، اجازه ور کول سوې، له دې امله چي ظلم پر سوی او بېشکه الله د دوی پر مرسته برلاسی دی. هغه چي له خپلو سیمو په ناحقه شړل سوي مګر دا چي وايي الله مو پالونکی دی؛ که الله د ځينو انسانانو دفاع په نورو نه کولای، نو د راهبانو، نصاراو، یهودو او مسلمانانو عبادتخانې به وراني سوې وې چي د الله نوم پکي زیات یادېږي او الله د هغه چا ارو مرو مرسته کوي چي هغه د ده مرسته وکړي؛ بېشکه الله قوي غالب دی. هغه که موږ په ځمکه کي ځای ور کړو، لمونځ به کوي، زکات ور کوي، په ښو امر او له بدو منعه کوي او د ټولو چارو پایلې الله ته ور ګرزي.

دلته ویل سوي چي له چا سره ظلم سوی، له خپلو سیمو د ایمان له امله شړل سوي، نور يې جنګ ته اړ کوي هغو ته له دې امله اجازه ور کول سوې چي که دا الهي سنت نه وای، نو په ځمکه کي له هر ډول فساد سره به د امن او مینې ځایونه(معابد) هم تباه سوي وای. د ټولو معابدو د ساتنې له جملې مالومېږي چي د خدای په شریعت کي ټولو شرایعو ته اجازه ور کول سوې او د خدای د عبادت ترڅنګ؛ خدای هغو ته هم په دې دونیا کي اجازه ور کړې چي له الله سره یوځای، د بل چا عبادت کوي. د دوی په وړاندي موږ یوازي د دعوت تګلاره خپلولای سو او  د تېري اجازه هیڅکله هم الله چا ته نه ده ور کړې او نه يې په هيڅ اسماني شریعت کي څوک ثبوت وړاندي کولای سي. ځکه دین د مينې وسیله ده، له خپل خالق سره د اړیکې واسطه، پر مخلوق يې د مهربانۍ پيغام دی، په دونیا کي د ښه ژوند تېرولو اسماني نسخه او په اخرت کي د بریا ضمانت دی.

د قران په لوړو ایتونو کي دي چي که د خدای دا بندګان پر ځمکه ځای پيدا کړي نو خپله لمونځ کوي او زکات ورکوي. له دې ښکاري چي بل ته تر امر کولو مخکي باید خپله لومړی ځان پر هغه هدایاتو برابر کړي چي د الهي شریعت په نسخه کي ځای ور کول سوی. بیا وايي چي د ځان تر اصلاح وروسته د ښو ښودنه او د بدو په ګوتکونه ستاسو شرعي او وجداني مسوولیت دی چي تر سره کوئ به يې او د هر شي په اړه اخیرنۍ پريکړه د الله په لاس کي ده چي هيڅوک يې هم واک نه لري. له دې مالومېږي چي د مسلمان کار دعوت دی، چا ته د جهنم او جنت فیصلې کول د هغه واک نه دی. د چا کافر ثابتول او سپينه کوتره ترې جوړول د مسلمان له دندې سره ټکر عمل دی چي د دې کار واک الله له ځان سره ساتلی دی. هر څوک که په دونیا کي له رسول او نبي پرته دا چاره تر سره کوي، نو د خدای واک په لاس کي نیسي چي د الله له لوري لومړی د هغوی خلاف د جنګ اعلان دی. الله په خپل کتاب کي له هغه چا سره د مرستې ژمنه کړې چي هغه د خدای په هدایاتو عمل کوي؛ نه هغه څوک چي خپل ژوند يې  له سره تر پایه د الهي هدایاتو له مخالفته ډک وي او بل ته امر کوي چي د خدای راغلي شریعت ولي نه عملي کوي؟

راځم دې ته چي د مقالې په سر کي راغلي روايت څومره ارزښت لري؟

إِنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَقُولُ: ” لَا تَمَنَّوْا (1) لِقَاءَ الْعَدُوِّ، وَسَلُوا اللهَ عَزَّ وَجَلَّ الْعَافِيَةَ، فَإِذَا (2) لَقِيتُمُوهُمْ فَاصْبِرُوا، وَاعْلَمُوا أَنَّ الْجَنَّةَ تَحْتَ ظِلَالِ السُّيُوفِ “ (مسند احمد: ۱۹۱۱۴)

ژباړه: بېشکه رسو الله ویل: له دوښمن سره د ملاقات تمه مه کوئ، له الله څخه (په چارو کي) موفقیت غواړئ، کله چي له دوښمن سره مخ سئ نو صبر کوئ او په دې پوه سئ چي جنت د تورو تر سیوري لاندي دی.

دا روايت خپله د هغو کسانو ځواب کوي چي په شریعت کي تر دعوت قتال اساسي بولي. د وړې دورې مهال چي مي مشکات وایه، له خپله استاده مي پوښتنه وکړه چي د اسلام په پنځو بناؤ کي جهاد ولي نه دی راغلی؟ د هغه ځواب ګنګوړه وو. زه اوس په دې خبره ښه پوهېږم چي هغه پنځه شیان په شریعت کي بذاته عبادات دي او مقاتله له همدې عباداتو او خپلو حقونو د دفاع په خاطر د عبادت مقام ته لوړه سوې؛ کنه د خپل ذات له مخې وژنې او تخریب ده چي هيڅ ژوندی ژوی يې نه خوښوي. یو بل روايت کي هم دي:

” لَا تَمَنَّوْا لِقَاءَ الْعَدُوِّ، فَإِنَّكُمْ لَا تَدْرُونَ مَا يَكُونُ فِي ذَلِكَ “(مسند احمد: ۹۱۹۶)

ژباړه: له دوښمن سره د مخامخېدا تمه مه کوئ، ځکه تاسو نه پوهېږئ چي په دې کي به څه کېږي؟

دا روايت موږ ته د هغه بل روايت په اړه هم مهم ټکي راښيي. نه جنګ اصل دی او نه په جنګي حالاتو کي له دوښمن سره د ملاقات غوښتنه د الهي شریعت غوښتنه ده. بلکي شریعت خپل پيروان له دې منعه کړي چي د دوښمن مخامختیا وغواړي. کوم شریعت چي جنګي حالاتو کي هم د دوښمن مخامختیا نه غواړي، هغه به څنګه د یوه اصل په توګه د دې امر ور کړي چي جنت د تورو تر سیوري لاندي دی او خپل پيروان د امن پر ځای له نورو انسانانو سره شخړو ته وهڅوي؟! د قران عمومي روح، د نبیانو تګلارو او د لوړ روايت متن ته په کتو ویلای سو چي دا خبره یوازي په جنګي حالاتو کي د مجاهدینو د زړورتیا په خاطر سوې؛ نه د شریعت عمومي غوښتنه ده، نه پر هر وخت او هر ډول حالاتو د تطبیق وړ ده او نه رسول الله د قران کریم د عمومي اصولو او اسلوبو خلاف خبره کوي.

۲۰۱۸/ ۲/ ۱۹

11 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *