Categories

اعلان

Loading…

د شيدا شاعرانه ترکيبونه | عزیزالدین یوسفزی

د شاعر دنيا په کلمو اباده ده، کلمې بيا د يوې ژبې په ګرامر کې ځانګړي ځايونه لري، چې د جملو په بشپړولو کې خپل ټاکلي حدود او ارزښتونه پر مخ بيايي؛ خو د شاعرۍ په جوړښت کې کله ـ کله بيا دغه حدود او ځانګړي ځايونه له منځه ځي. نه يوازې دا چې شاعر ځان له دې مقيد چاپيريال څخه ازادوي، بلکې د کلمې په لومړۍ معنا سربېره، نورې معناوې او تعبيرونه هم پورته کوي، چې په متن کې د اصلي معنا تر څنګ يو بل نقش هم لري، همدغو کلمو ته شاعرانه کلمې ويل کېږي.

شاعر ځينې وخت د کلماتو له ساده ګۍ ستړی شي، غواړي چې د دوو کلمو له يو ځای کېدو، يوه دوه يمه معنا راوزېږوي، په خپل شعر کې د شاعرانه ترکيبونو په جوړولو لاس پورې کوي، له الفاظو سره داسې کانې وکړي، چې له عادي (ساده) کلمو او تورو هم انځورونه او بيا ترکيبونه پنځوي او د همدغو ترکيبونو پر هنريت د شعر د سحر او جادو اغېز، لا  ګړندی کړي.

ترکيب که د نحوې له مخې وپېژنو، وايو چې دوه يا له دوو څخه زياتې کلمې سره ونښلي، يوه درېيمه کلمه ترې جوړه شي او بېله معنا ورکړي. ډېر ډولونه لري، لکه اضافي ترکيب، توصيفي، ارتباطي، عطفي، ندایي او نور. دلته يې په ګرامري اړخ نه غږېږو. په شاعرۍ کې د شاعر يو مهم  کمال د شاعرانه ترکيبونو جوړول دي، چې د څو کلمو له يو ځای کولو، يوه خپلواکه معنا راوباسي، که هغه د ګرامر پر قاعده ولاړه وي او يا نه؛ خو چې له تخييله خالي نه وي، دا ځکه چې په شاعرۍ کې تخييل د حقيقت د راپيداکولو وسيله ګڼل کېږي او دا وسيله په داسې کلمو رامنځته کېږي، چې ګرامري معيار يې مات کړی وي.

خیال چې د شعر اساسي توکی دی، د کلمو له ترکيبه منځ ته راځي، کله چې خبره د شاعرانه ترکيب شي؛ نو بيا د شاعر پر خلاقيت دلالت کوي. يعنې بيا نور د شاعر کار دی، چې له دې ترکيبونو خپل خيال او فکر ته څومره هنري رنګ ورکولی شي.

د پښتو ادب په کلاسيکه دوره کې کاظم خان شيدا يو له هغو شاعرانو څخه شمېرل کېږي، چې شعرونه يې له شاعرانه ترکيبونو مالامال دي. که کلاسيکې شاعرۍ ته ځير شو، پر پښتو ژبې د فارسي، عربي او په اخرو وختونو کې د اردو ژبې لږو زيات اغېز و، چې له امله يې د همدې ژبو ګڼ شمېر کلمې پښتو شاعرۍ ته هم راننوتي دي.

په شعر کې د کلماتو د کارونې او اوډنې په اړه د پښتو ژبې يوه ښه ځانګړتيا دا ده، چې د هرې بلې ژبې کلمه په ځانګړي ډول د فارسي، عربي او اردو ژبو کلمې په اسانۍ سره په خپل ځان کې منحلوي او ښکلا ورکوي. شيدا په خپلې شاعرۍ کې له دې ټکي ډېره ښه او پراخه ګټه پورته کړې ده.

دا چې د نحوې له مخې جملې له ترکيبونو، ترکيبونه له کلمو او کلمې له تورو جوړيږي، په همدې اساس شاعر د خپل خيال او فکر د وړاندې کولو لپاره مجبور دی، چې دغه توري او کلمې د ترکيبونو په شکلونو جوړې کړي، تر څو خپل هدف کې بريالی راوخيژي. ځکه چې هر ترکيب له ځانه انځور زېږوي، هم شعر ته انځور وربښي او هم ورته ساه ورکوي.

په هر حال، د شيدا په شاعرۍ کې موږ له ډېرو انځوريزو ترکيبونو سره مخ کېږو، حتی لکه يو درياب مو مخې ته پراته دي، لامل يې دا دی چې نوموړي له ادبي فنونو مالاماله شاعري کړې، چې همدغه د ادبي فنونو برخې (تشبه، مجاز، استعاره…) د هندي سبک له مهمو ځانګړنو څخه شمېرل کېږي او د انځورونو جوړولو ته لاره هواروي.

(درد) او (مينه) دوه جلا کلمې دي، هېڅوک نه غواړي چې دردمن شي او بيا پر وړاندې يې داسې څوک نه شته، چې مينې ته دې اړتيا ونه لري. شيدا دغه دواړه کلمې سره يو ځای کوي او يو شاعرانه ترکيب ترې جوړوي:

الهی د مينې درد را!!

ګرم دل آهونه سرد را

شيدا د يو داسې درد غوښتنه کوي، چې له انسانانو سره يې مينه پرې زياتيږي، دغه دواړه کلمې يې ددې لپاره سره يو ځای کړي، تر څو له هغوی سره پرې غمرازي وښيي. ددې تر څنګ (ګرم دل) او (آهونه سرد) هم توصيفي ترکيبونه دي، چې دلته د انسان دوستۍ ځانګړنې ښيي.

په شاعرانه ترکيبونو کې توصيفي ترکيبونه ډېر ليدل کېږي، چې د شيدا په شعرونو کې يې تر ډېره ليدلی شو، دغه ترکيبونه چې هنري صفتونه يې هم بولي،د صفت او موصوف تر منځ يو هنري ارزښت پيدا کوي. دلته د شيدا د بيت په دې دري ترکيب کې يې ښه روښانولی شو:

زه د عشق له غمه ټول سياه پوش يم

په مانند د جرس هر دم په خروش يم

په (سياه پوش) کې د صفت او موصوف اړيکه، يو هنري صفت او توصيفي ترکيب ګڼلی شو، دلته شيدا د عشق په غمونو کې دومره پټ شوی، چې د زغم پولې يې ړنګې کړي او د جرس غوندې په فرياد سر دی. پر دې سربېره، په دوه يم نيم بيتي کې موږ ته يو عيني انځور هم مخې ته ودروي او د جرس کړنګوونکی غږ احساسوو.

شاعر کله ـ کله له غير حسي او غير ژونديو اجسامو سره هم په خبرو سر شي او د زړه درد ورسره شريکوي. ددې تر څنګ له دوو متضادو حالتونو څخه يو درېیم حالت جوړوي، چې په اوسني وخت کې (پراډاکس) بلل کېږي. دلته ګورو چې شيدا په دې بيت کې دغه خبرې څنګه ځای کړي دي:

مبتلا په عجب درد وې تـــــر سحره

تا چې نه کړه سترګه پټه شب آهنګه

د (شب آهنګ) ترکيب څو معناوې لري، زما په نظر دلته ترې يو ډول ستوری مراد دی، چې په همدې نامه ياديږي او د چرګ بانګ هم مهالی دی. شيدا په دې بيت کې د شپې  له خاموشۍ او خپله د همدې ستوري له ځلا څخه يوه درېيمه معنا رازېږولې، درد، بې کراري او پټې چيغې دي، چې د دغه حالت کيف يوازې همده حس کړی او موږ ته يې په ذهن کې د يو ذهني انځور د جوړېدو بلنه راکړې.

شيدا پر نورو تکيه کول ښه نه ګڼي او د بل چا په اوږو بارېدل نه غواړي، بلکې غواړي چې هر څوک دې په خپلو مټو وپايي، وايي:

د آفتاب په کمند نه خېژم اسمان ته

نه ږدم بار لکه شبنم په دوش د ګلو

دا سمه ده چې انځوريز شعرونه په ترکيبونو جوړيږي او ځینې ترکيبونه ډېر تکراري وي؛ خو د شیدا دغه ترکيب ( د آفتاب په کمند) بيخي نادر دی، هېڅ چا دومره باريکۍ ته پام نه دی کړی. ددې تر څنګ يې له (خېژم)، (اسمان)، (بار) او (په دوش د ګلو) سره خيالي معناوې زېږولي. او دوه يم نيم بيتي يې موږ ته د حسي انځور يوه ښه بېلګه کېدای شي. (شبنم) او (ګلان) داسې کلمې دي، چې په اورېدو يې زموږ سترګو ته دريږي او لکه زموږ د لاس له ګوتو سره چې لګيږي…

د شيدا څلوريزې هم له شاعرانه ترکيبونو خالي نه دي، دلته يې يوه څلوريزه، مشت نمونه يې خروار درواخلئ:

مهر که هر څو د چا دلسوز شي

اثر يې کله په ســــــياه روز شي

بخت دې چې وکا مــدد له همه

په دا ظلمت کې چراغ افروز شي

موږ په خپلو لومړنيو خبرو کې وويل، چې پښتو ژبه د عربي، فارسي او اردو ژبو کلمې ډېرې ښې په ځان کې منحلوي. دلته د (سياه روز) دري ترکيب، د توصيفي ترکيب تر څنګ، د تشبيهي ترکيب بڼه هم لري او د نورو کلمو تر منځ يې يوه ښه اړيکه ټينګه کړې ده. مطلب مې دا دی، چې که همدغه ترکيب پښتو ته واړوو، دومره شاعرانه او روانه معنا به ورنه کړي.

لنډه دا چې، کاظم خان شيدا د پښتو ژبې يو انځورګر، نازکخيال، عاطفي او انسان دوسته شاعر دی. ما يې پورته څو بيتونو کې په ځينو شاعرانه ترکيبونو خبرې وکړې، ځینې نور بيتونه مې يې له ديوان څخه رااخيستي، چې په لاندې ډول يې راوړم. او بيا به ورپسې په ترتيب سره شاعرانه ترکيبونه بېل کړم:

چې سرور په مستعار کا شيدا واوره

د دهـقان په دانه رقص د آسيا کا

چې د زړه وينې مې جوش وهي له سترګو

هر باڼه مې لکه خـــــار د کــــــربلا کا

د شعلې زيست و مردن ګوره په باد دی

ولې ناز په خپل دولت اهـــــل دول کا

مرده دل يې د جـــمال تماشه څه کا

د مجنون تصــــوير ادا د ليلا څه کا

په ژړا د قلم تـــــور لېمه اوبه شـــول

چې رقم کړ ستا په غم کې حزين شعر

بوی په زلفو کـــــې زمــــا ګلبدن راوړ

که په دام کـــې يې آهـــو د ختن راوړ

خاصيت لــــرې د ګل غونچه دهـــانه

پس له کاله دې څــو ورځې ديدن راوړ

چې زمــــا په آتشين آه نــــرم نــه شه

زړه دې سخت راته تر سنګ و آهن راوړ

پرېشانې شوې د تا مشکينې زلـــفې

که عالم شو د ختن بـــې بندو بسته

ستا په مهر کې آفت د ځان راپېښ دی

دا خندا راته په مثل د تـــور برېښ دی

څوک دې روغ نه دي پرې ايښي په دا ملک کې

د غمزې توره په لاس په چـــــا ګذار کړې

چې کمان کا د ابـــرو لکه تــــــور ابر

په شيدا يې د مژګانو تېـــــز باران شي

په پورته بيتونو کې په ترتيب سره شاعرانه ترکيبونه عبارت دي له رقص د آسيا، خار د کربلا، اهل دول، مرده دل، د مجنون تصوير، ادا د ليلا، تور لېمه، آهو د ختن، غونچه دهانه، آتشين آه، مشکينې زلفې، تور برېښ، د غمزې توره، تور ابر او د مژګانو تېز باران څخه. کېدای شي چې له همدغو بيتونو ځينې نور ترکيبونه هم راووځي.

سرچينې (ماخذونه):

۱ـ خليل حنيف، ۱۳۹۳ لمريز، د کاظم خان شيدا ديوان تدوين، سريزه، يادښتونه او وييپانګه، کابل، دانش خپرندويه ټولنه.

۲ـ رحماني، ګل رحمن، ۱۳۹۴ لمريز، د ستورو سيند، ننګرهار، مومند خپرندویه ټولنه.

۳ـ رښتين، پوهاند صديق الله، ۱۳۷۲ لمريز، پښتو ګرامر، پېښور، يونيورسيټي بک ايجنسي.

۴ـ رښتين، پوهاند صديق الله، ۱۳۸۹ لمریز، د پښتو اشتقاقونه او ترکيبونه، ننګرهار، مومند خپرندويه ټولنه.

۵ـ غضنفر، اسدالله، ۱۳۹۳ لمريز، جادوګر هنر، ننګرهار، مومند خپرندويه ټولنه.

۶ـ (www.nan.asia) يونس تنوير، د درمل په شاعرۍ کې ترکيبي خيال (مقاله)، ۲۰۱۶ زېږديز.

24 total views, 9 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *