Categories

اعلان

Loading…

پر الیکترونیکي تذکرو قومي ټېکه دارانو خېټه اچولې| عزیز

د برېښنایي تذکرې پر سر لانجې کونجې په ( ۲۰۱۴ ) کال کې ھغه وخت پیل شوې، چې د حکومت لخوا د نفوسو د احوالو ثبت قانون ولسي جرگې ته واستول شو۰
ولسي جرگه کې په لومړ‎ي ځل د نورو ھېوادونو لاسپوڅو د دوست په صفت له لستوڼي سر را پورته کړ‎ او غوښتل یې، چې خپل خاوند وچیچي!؟
دغه قانون د ولسي جرگې او مشرانو جرگې څخه په تذکره کې د ( افغانیت او اسلامیت ) په نشتون سرہ د تائید رایه واخیسته!؟
وروسته ډېری وکیلانو اعتراض وکړ‎، چې گوندې دغه قانون کې د اداري ھئیت له لوري لاسوھنه شوېدہ او مونږ‎ په لویو غونډو کې دغه قانون د رایو په اکثریت د افغانیت او اسلامیت په شتون سرہ تائید کړ‎یدی۰
د قانون د پاس کېدو سرہ سم د ھېواد په تقریبا ۹۰ سلنه خاورہ او که ووایم چې ۲۴ ولایاتو کې پراخ لاریونونه وشول او د ولسي او مشرانو جرگې دغه پرېکړ‎ہ یې غیر قانوني، د ولس له ارادې او ھېواد سرہ خیانت وباله۰
د وخت ولسمشر حامد کرزي قانون وځنډولو او توشیح یي نه کړ‎، ھغه چې په مصلحت کې پورہ نوم گټلی و، دا برخه یې ھم د مشورو لپارہ د څه مودې په اندازہ ځنډول غوښتل، خو دا چې د اساسي قانون سرہ سم، که حکومت ولسي جرگې ته قوانین بېرته ور ونه لېږ‎ي ھغه قوانین پخپله توشیح شوي بلل کېږ‎ي، او ھمداسې وشول۰
خو ولسمشر حامد کرزي د الیکترونیکي تذکرو قانون نه توشیح کړ‎ او نه یې ھم د وېش اجازہ ورکړه‎۰
کله چې د ملي وحدت حکومت په کار پیل وکړ‎، یوځل بیا د نفوسو احوالو د ثبت قانون د ھېواد ولسمشر محمد اشرف غني د یوې گڼې فرمان سرہ، چې د ( افغانیت او اسلامیت ) ذکر په کې شوېوہ یوځل بیا د ولس د مکررو غوښتنو په پام کې نیولو سرہ ولسي جرگې ته واستول شو۰
ولسي جرگې او مشرانو جرگې داځل نوموړ‎ي قانون ته په تذکرو کې د ( افغانیت او اسلامیت ) له کلمو سرہ موافقت وښود۰
د یوې لنډې مودې سکوت سرہ یوځل بیا د حکومت پنځوس سلیز  ( اجرایه مشر ) داکتر عبدالله عبداالله او ځینو نورو مخالفت پیل کړ‎، ولسمشر مجبور کړ‎ای شو، چې دا قانون یوځل بیا ملي شورا ته واستوي!
په ملي شورا کې د ډېر جر او بحث نه وروسته د ولسي جرگې اکثریت غړ‎و منفي او د مشرانو جرگې اکثریت غړ‎و مثبته رایه وکاروله۰
د داخلي دندو اصولو قانون سرہ سم، دا ایجابوي، چې د ولسي او مشرانو جرگې له دواړ‎و خونو یو مختلط کمېسیون جوړ‎ شي، ترڅو دغه وړ‎وکي کمېسیون کې یوبل ته قناعت ورکړ‎ل شي او ځیني جنجالي قوانین پاس شي۰
ھمداسې وشول، خو بیا ھم ځینو ناسوبو غړ‎و اعتراض وکړ‎، چې گوندې دوی په کمېسیون کې موجود نه ول او یوځل بیا دې د کمېسیون غونډہ را وبلل شي، دا چې دغه غوښتنه غیر قانوني او سلیقوي غوښتنه وہ، نو ځکه په پام کې ونه نیول شوہ او د ولسمشر له توشیح وروسته په رسمي جریدہ کې چاپ شوہ۰
د پردیو اجنټانو خپله ماتې تر پایه ونه منله او لا ھم د ملت او قوم له نومه په گټنې سرہ غواړ‎ي، چې دغه ملي پروسه د ځنډ او خنډ سرہ مخ کړ‎ي۰
د پېژند پاڼو، اسلامیت او افغانیت سرہ د مخالفت لاملونه!؟
۱- د پېژند پاڼو سرہ مخالفت د چا لخوا او څنگه پیل شو؟
پېژند پاڼه یو له ھغو مھمو او معتبرو اسنادو څخه دہ، چې د ملتونو ترمنځ تفکیک، د ھېوادونو د جغرافیې ترمنځ تفکیک او ھمدارنگه د ځینو نورو پېژندونو لپارہ کارول کېږ‎ي۰
د سیمې او لرې پرتو ھېوادونو د ۴۰ کالو را په دېخوا پر افغانانو کار کړ‎ی او کوي، دوی ھغه سست عنصرہ افغانان تر مایکرسکوب لاندې نیسي، چې د خپلو شخصي گټو ھرہ ملي گټه قرباني کولای شي او ھمدغه خلکو تل دا خبرہ ثابته کړ‎ې ھم دہ۰
دوی په ھېواد کې د تفرقې سیاست ترڅنگ غواړ‎ي، چې خپل ځیني نور مضر اعمال ھم تطبیق کاندي!؟
په ھېواد کې د قومون تر نامه لاندې یوہ لسیزہ یې جنگونه وکړ‎ل، دوی په کورنیو جنگونو کې د ھېواد ټول ملي بنسټونه د نظامي ھغو سرہ یوځای له منځه یوړ‎ل۰
اوس ھم د پېژند پاڼو مخنیوی د ھمدې لپارہ کوي، ترڅو ھماغو شومو موخو ته، چې دوی په افغانستان او سیمه کې لري لا ور نږ‎دې شي!
ھمدا اوس د ھر بل ھېواد وگړ‎ی د افغانستان کاغذي ھویت پاڼه په ډېرې اسانۍ سرہ ترلاسه کولای شي او کله چې دغه (برېښنایي ) پېژند پاڼې ووېشل شي، بیا د جعل او تقلب امکان تر ډېرہ حدہ کنترول کېدلای شي۰
د پېژند پاڼې په نه شتون کې د ټاکنو پر وخت تقلب ته ډېرہ موکه برابرہ وي او دوی بریالي کېدای شي، چې د ولس له ارادې پرته د خپلې خوښې نوماند بریالی کړ‎ي۰
د پېژند پاڼې له بشپړ‎ېدا سرہ سم، د ھېواد د نفوسو اندازہ روښانه کېږ‎ي او ترڅنگ یې د ورونو قومونو ترمنځ انډول او اندازہ روښانه کېږ‎ي، د ھغې وروسته به نور د لږ‎ہ کيو او ډېرہ کیو دعوې څوک نه کوي۰
مبھومه ترورستي جگړ‎ہ به بندہ شي، نور به د ھر بل ھېواد تبعه د افغانستان په تذکرہ نورو ھېوادونو ته سفر نه شي کولای او ھمدارنگه د دې خاورې او خلکو دښمنان به په افغاني تذکرہ دا ھېواد نه را ورانوي او نه به یې ولسونه شھیدانوي۰
د پېژندپاڼو د وېش پر وړ‎اندې د گاونډیو او ځینو لرو پرتو ھېوادونو په واسطه د ھغوی بړ‎یڅي خنډ او ځنډ گرځېدلي دي۰
۲- د اسلامیت پر وړ‎اندې خنډ څوک دي؟
په تاسف سرہ باید ووایم چې دغه برخه کې ھم د پردیو په اشارو ځیني بي دینه افغانان پورہ لاس لري، ھغوی چې شمېر یې د اوس لپارہ کم دی او د یوڅو پیسو یا ھم د کوم بل مادي امتیاز لپارہ مرتد شویدي ( دا سلام مبارک دین یې پرېښی دی) او د مسلمان افغان له وېرې ځان نه شي ښکارہ کولای، فکر کوي، چې کېدای شي،؛ یو مھال یې شمېر ډېر شي او په ښکارہ د نورو دینونو غږ‎ پورته کړ‎ي۰
دوی ھمدا اوس ھم د کابله نیولې ھان په لېرو پرتو سیمو کې نورو ادیانو په ځانگري توگه عیسویت ته کار کوي۰
۳- د افغانیت سرہ مخالفین بیا د دوہ نورو ھغو په پرتله ډېر او د مخالفت څنډې ( ابعاد ) یې ھم ډېر دي!؟
یوہ ډله ایران پلوي، چې حتا د افغانستان له نوم سرہ حساسیت لري او نه غواړ‎ي، چې افغانیت په پېژند پاڼو کې ذکر شي، دوی شعوري او سیستماتیک روان دي، خو متاسفانه چې بیا بله خوا ملي گرا قشرونه ورته دومرہ چمتو نه دي او د مالي لحاظه کمزوري دي۰
سیستماتیک مې ځکه وویل، چې دوی د یوې خوا غواړ‎ي، افغاني ټولنه کې د بې اتفاقۍ تخم وشیندي او د بلې خوا غواړ‎ي، چې د خپل یرغلیز فرھنگ ریښه دلته ھم ټینگه کړ‎ي!
دوی لومړ‎ی د دانشگاہ له کلیمې را پیل کړ‎ہ، د ھغې جنجالونو را واخله نن تر افغانیته را ورسېدل او کېدای شي، دا سناریو داسې ترتیب او ډیزاین شوي وي، چې له دې وروسته که خدای ناخواسته بریالي شول، بل بحث به یې پر افغانۍ نوټونو وي او وروستی بحث به یې د افغانستان په نوم وي، کوم چې کله کله دوی ورته اشارہ کوي۰
بله غوښنه برخه یې پاکستان او د سیمې نور ھېوادونه تمویلوي، د پاکستان سرہ پر ډیورنډ کرښه ستر جنجال یو له ھغو ناندریزو بحثونو دی، چې پنجاب تل د ډیورنډ د لاسه تللو وېرہ احساسوي او ھغوی فکر کوي، چې کمزوری، په خپلو منځي شخړ‎و اخته افغانستان بیا خپله خاورہ تر مونږ‎ نه شي خپلولای، دوی د قومونو ترمنځ جنجالونه پر یو او بل نامه د دې لپارہ گرم ساتي، ترڅو افغانستان جوگه نه شي، د پنجاب څخه خپله محکومه خاورہ او ولس بېرته راوگرځوي۰
خو !!!
د خدای په فضل او د افغانانو په قوی عزم او ارادې سرہ دوی یو په بل پسې په ھرہ پروژہ کې ناکام را وځي او د دوی له توقع پورته ھرہ پروژہ یې د افغانانو په خیر او لا پوھاوي پای مومي۰
غواړ‎م د دې خبرې د اثبات لپارہ دوہ مثالونه راوړ‎م.
الف: کله چې په افغانستان کې د شوروي یرغل پر وړ‎اندې جھاد پیل شو او بیا کورني شخصي جنگونه د قومي جنگونو په نوم پیل شول، ھمدغه متدین، غیور ولس ( پښتون، سادات، ازبیک، ھزارہ، تاجک، نورستانی، پشه یې، ایماق، عرب، بلوڅ، پامیری ) په نورو ھېوادونو کې د مھاجرت پر وخت یو له بل سرہ په گاونډ کې د یوہ افغان په نوم دومرہ په مینه او محبت اوسېدل چې لا تراوسه یې ښېخۍ او خوښۍ ھغسې پر ځای پاتې دي۰
استاد حبیب الله رفیع وایي:
د افغانستان قومونه په یوہ غالۍ کې گلانو ته ورته دي، که د افغانستان نقشې ته د غالۍ فکر وکړ‎و او ھر قوم یې یو گل وبولو؛ نو که ھر گل کم رنگه شو ټوله غالۍ بدرنگه دہ او که ټول گلان غوړ‎ېدلي او روښانه ول، پس ټوله غالۍ ښکلې دہ۰
ب: دوھم مثال مې د ملي ویښتیا دی:
د محمد ظاھر شاہ پاچا او شھید سردار داود خان په وخت کې د پېژند پاڼو ( تذکرو ) د وېش پر مھال ډېرو سیمو کې د یوہ قوم ځینو متعصبو کارکوونکو په ډېر مھارت سرہ ډېرو وگړ‎و ته د ھغوی د قوم پرځای د خپل قوم نوم لیکلی و؛ ھغه خلکو ھم دغه خبرہ بابېزہ گڼله او دومرہ لویه خبرہ ورته نه برېښېدله، خو دا چې اوس د پېژند پاڼو موضوع د ۵ کالو را په دېخوا شاربل کېږ‎ي، زہ ډاډمن یم، چې ھېڅ څوک به خپل حقوق په نورو ونه خوري او ھر څوک به په افتخار سرہ د خپل قوم نوم په پېژند پاڼه کې ذکر کړ‎ي۰

7 total views, 1 views today

1 comment

  1. shahed Reply

    عزیز جانه سلا مو نه او نیکې هیلې، په قلم د بر کت شه او هوډ د تل تاند ووسه، ډیر ه ښکلې لیکنه د کړې ده کله چې د ځوان نسل دا رنګه د ویښتا به لیکنې لو لم را تلو نکې ته اید واره شم، د ې کومو کسا نو ته چې تاسې اشاره کړې ده دوې هسې ووسیږي په افغا نستان کې خوري او څښي د افغا نستان نعمتو نه خو مزدوري د بل چا لپاره کوي، ددوی نیتو نه ددې ملک لپاره رو غ نه دي ، الله به یې په هر میدان کې شر موي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *