Categories

اعلان

Loading…

هند یوځل بیا د ټاپي پروژې د جوړېدو ملاتړ وکړ

تاند- هند له پاکستان سره د خرابو اړیکو له لرلو سره سره د افغانستان او پاکستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د نللیکې د جوړېدو ملاتړ کوي.

هند، چې په راتلونکو څو لسیزو کې، د نړۍ پر دوهم ستر اقتصادي قدرت بدلېږي، انرژۍ ته سخته اړتیا لري.

ټاکل شوې ده چې د راروانې جمعې په ورځ /فبروري ۲۳/ د افغانستان په هرات کې د ټاپي پروژې د عملي کار د پیلېدو په مراسمو کې د هند او په پروژه کې د درو نورو شاملو هیوادونو (ترکمستان، افغانستان او پاکستان) استازي ګډون وکړي.

په افغانستان کې د ټاپي پروژې د جوړېدو په پرانیستونکو مراسمو کې به د څلور هیوادونو چارواکي پر نورو خپلمنځي اړیکو هم خبرې وکړي.

افغان ولسمشر ډېر لېواله دی چې خاوره یې د سیمې د هیوادونو د ارتباطاتو پر څلورلارې بدله شي. په دې صورت کې نه یوازې د افغانستان اقتصاد غوړېږي بلکې په درسته سیمه کې سوله او سوکالي رامنځته کېږي.

د هرات په غونډه کې به څلور هیوادونه په خپل منځ کې د ۱۸۱۴ کیلومتره اوږد پایپ لاین په تړاو د تجارتي قراردادونو د شکل شرطونه نهايي کړي.

دا نللیکه، چې له ترکمنستان څخه پیلېږي د افغانستان او پاکستان له لارې د هند تر فازیلکه (فاضل که) ښارګوټي پورې رسېږي.

په دې نللیکه کې به د کال ۳۳ ملیارد مترمکعب ګاز لېږدول کېږي چې ۴ به یې هند او همدومره نور پاکستان اخلي. ۵ ملیارد متر مکعبه نور به په افغانستان کې مصرف شي.

۵ ملیارد متر مکعب ګاز د افغانستان ګڼو لوېدیځو او جنوب لوېدیځو ښارونو ته بس دي.

د ټاپي پروژې د کار د پیل لومړني مراسم د ۲۰۱۵ په دسمبر کې د ترکمنستان په خاوره کې جوړ شول خو له هماغه وخته راوروسته پر دې پروژې جدي کار ونه شو؛ مګر اوس تمه شته چې پر دې پروژې کار چټک شي.

اسیايي پراختیايي بانک د دې پروژې مالي لګښت په غاړه اخیستی دی.

هند د افغانستان او پاکستان له نارامو سیمو د نللیکې د خوندي تېرېدو په اړه څه نا څه اندېښمن دی.

وسله والو طالبانو تېر کال ژمنه وکړه چې د ټاپي او نورو ټولګټو پروژو په لار کې خنډ نه جوړوي.

په وروستیو کې د افغانستان د لویو ګټو په وړاندې د طالبانو په دریځونو کې تغییر لیدل کېږي چې یو مثال یې د معارف په برخه کې د یادونې وړ دی. دا ډله اوس د پخوا په شان د ښوونځیو مخالفت نه کوي.

139 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *