Categories

اعلان

Loading…

روسیه په افغانستان کې د اقلیتونو د حقونو اندېښنه لري

تاند- روسیې د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د قومي اقلیتونو حقونو ته پام وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخاروفا وویل، د افغانستان له مرکزي حکومته غواړي چې داسې حالت ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان ټولنه په څو قومي ډلو ووېشل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د افغانستان حکومت د سمنګان په شمول د ۵ ولایتونو والیان لېرې یا تبدیل کړل.

خو د سمنګان برطرفه شوي والي وویل چې چوکۍ نه پرېږدي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو له کابله غواړي «باید په افغانستان کې د اقلیتونو حقونه تر پښو لاندې نه شي.»

روسیې نژدې دوه میاشتې پخوا د کابل له لوري د عطا محمد نور له برطرفه کولو وروسته هم په افغانستان کې د اقلیتونو مسله یاده کړه او غوښتنه یې وکړه چې باید د اقلیتونو حقونه ونه خوړل شي.

11 comments

  1. افغان Reply

    پیښوریان وایي که خپله چرګه مې کاسیره نه وای ولې به یې د بل چا په کور کې هګۍ اچولې، زمونږ خپل تاجک ماجک او بلا بدتر ناوړه خلک دي چ نورو ته د لاسوهنې چانس ورکوي.

  2. Shamshad Zadran Reply

    روسيي ته په کار ده چې د د خپلو خلکو حقوق ورکړي روسیه خو یوازي ماسکو نه د سایبیریا خلکو څخه يي پوستکی ویستلو
    د کریمیا سره د ستالین له وخت ظلم روان ده
    له جورجیا سره دوی زیاتی کوي
    له چیچینیا سره دوی ناروا کوي
    د تاجکانو ازبکانو او نور لویو وړو جمهوریتونو ژبه او کلتور يي د ابد لپاره ختم کړو
    او افغانستان کې د ټولو تباهیو اصلی زموار کي جي بي او رسیه ده
    دا نن هم لنډغرو ته دوی هوا ورکوي

    دا چې موږ څه نه تري غواړو د افغانستان د رسجمهور د وژلو او ۲ میلیونو انسانانو د قتل عام او تباهی دوی خو باید د افغانستان په کورنیو چارو کې هیڅ ډول مغرضانه خبرې ونه کړي

  3. سهاک Reply

    روسانو ، مونږ افغانان اقلیت او اکثریت نه لرو ، د لوی خدای په فضل سره ټول یو افغان یو. هغه تاسې وي چې په مونږ کې مو کوره کې جوړ کړل ، اقلیت او اکثریت ته مو لمن ووهله او د : « بیل یې کړه ایل یې کړه » تر شعار لاندې مو دوه میلیونه بیګناه انسانان ووژل ، په میلیونونو مو ټپیان او همدارنګه په میلیونونه مو کډوال کړل.
    روسان په تاریخ کې تر ټولو بې باوره ملګرتوب کوي . په روسانو هېڅکله اعتبار او باور نشته . همدا تاسو روسان وي چې امیر شیرعلي خان مو په نیمه لار کې پرېښود. مرسته مو ورسره ونکړه او زمونږ هېواد مو انګلیسانو تر یرغل لانې راووست. د « برست لیتوفست » پټه معاهده مو له انګریزانو سره امضا کړه.
    تاسو زمونږ پنجدې ونیوله او پنځه زره زړور افغان پوځ د شهید جنرال نجیب په قیادت مو ټول شهیدان کړل.
    همدا تاسو وي چې د ثور تر انقلاب وروسته مو زمونږ په کورنیو چارو کې مداخله کوله او زمونږ ولسمشران هریو شهید سردار محمد داودخان ، نور محمد ترکی ، حفیظ الله امین او شهید دوکتور نجیب الله مو په خپل چل او هنر راووژل.
    تاسو حتی هغوی ته چې ستاسو د منحوسې ایدیولوژي لپاره ځانونه قربانول ، پناه ورنکړه او خپلو دښمنانو ته مو یواځې پرېښوول.
    ستاسو د مخامخ یرغل له لاسه زمونږ هېواد په کنډواله بدل شو.
    ستاسو له لاسه د بخارا او سمرقند امارتونه ویجاړ او اشغال شول. په زرګونو تاجیکان ، ازبکان ، قرغزیان ، ترکمنان د 1917 کال انقلاب نه وروسته زمونږ هېواد ته را مهاجر شول .
    تاسو خپل تاتاریان له کریمیا نه سایبریا ته وشړل ، چیچینیان مو قتل عام کړل . انګوشیتا مو ورانه کړله ، اوکراینیان مو په خپلو کې اخته کړل ….
    هیله ده نور زمونږ په کورنیو چارو کې مداخله بنده کړئ

  4. ع شريف زاد Reply

    سلام
    رو سانو سره ما تا هغه أو به تبره بيا رباني خان هيخ محا سبه ونه كره رباني به مند ه لا ر أو تولي محاسبي د جوكي لباره له ياده ووتلي د رؤسانو اجيرانو د سره مائه داري هيوادونو ته بِنَا يوره
    د كمونيتي سندره دتل لباره له خبلو شاخونو أو بنو سره وسوخيده
    دا د كمونيتي فاسد نظلم مصيبت دي جي با يله نه لري
    إز ما يلي مه إز ما يي

  5. غ.حضرت Reply

    د روسیانو پر وینا شاید زموږ د کلی چرګان هم وخاندی خو د ښاغلی سهاک پر تبصره به حتماً زموږ د سرمعلم بایسکل هم وخاندی

  6. sultan Mohammad (ahmadzai) Reply

    روسان شرم نه لری چه په افغانستان کی پټه لاس وهنه کوی په افغانستان کی اکثریت او اقلیت نشته ټول یو افغان ده ټولو ته دقدر په سترګه کتل کیږی راغلو دی ته چه زموږ محترم ریس جمهور محمد اشرف غنی نه تنهادسمنګان والی تبدیل کړی په څنګ کی وګوره ځنډیګل میدان وردګ والی څوک ده او راتلونکی دنده یی راپه ګوته کړه اوس دموږ ووایو چه دوالی خو دپښتنو دسیمی څخه ده ولی دتبدیل کړ داښکاره لاس وهنه ده دروسانو دافغانستان په خاوره کی لعنت دوی په تاسو چه په موږ کی تاسو ددی په عوض چه ګټه مو راورسیږی په موږ کی بی اتفاقی را اچوی

  7. Attal Reply

    سلام
    وایی پکه چاپه ورا نه ګدوله ددی سر کجاوه غوشته
    افغانان دلمری درجی خون خور په سترګه درته ګوری
    دغه تیر تجاوز ماتی او شرم دی بس دی

  8. Mohammad Arif Haleemy Reply

    Salamooona
    The seamless country in the world after fakistan and iran is Russia now they think they would be like amerika will be not.
    Russia is a country which not believe the democracy any stillness act as a dictator so must do their Bussiness Andrew don’t interfere in internal affairs of Afghanistan unless will more worst defeat in future.

  9. زمری Reply

    روسها در قبال افغانستان پلانهای خیلی خطرناکی دارند ومیخواهند مانند سوریه ساحه یی را در افغانستان تحت کنترول خود داشته باشد به بهانه دفاع از منافع وسرحدات ایشان
    به موضوع اقلیت واکثریت روسها از دیر زمان ماجرا جویی میکند حتی در مان ببرک کارمل خواستار انتقال مرکز به مزار شریف بودند
    در کشور ما روسها زندگی نه میکنند که انها از حقوق ایشان دفاع کند این کار ایشان در اسیایی میانه قابل توجه است
    مسولیت همه افغانها است تا وحدت خودرا علیه دسایس خارجی حفظ کند
    احزاب سیاسی در گزر هستند اما این سر زمین پا بر جا خواهد بود فریب احزاب سیاسی که جهت بقای خود این ملت بزرگ را تجزیه میکند هرگز نخورید وباید همه ملت هوشیار باشد

  10. ع شريف زاد Reply

    سلام
    رؤسها بايد إز تاريخ بيا مورد كه ما در قرن ليست وبك زندكي مي كنيم و ما شاهد جنا يا ت نظام فاسد وفرسوده كمونيسم هستيم
    سياست رؤسها در منطقه وجهان نا كأم است تنها ماند معلم عطا محمد بتكه و لاف ميزند لا فوك ها سال ها بأخته است

  11. سهاک Reply

    ښاغلي غ حضرت تاسو مه خفه کېږئ ، ما د روسانو اصلي څېره تاسو ته درښودلې ده او که بیا هم تاسو د روسانو استازي یاستي نو ته پوه شه او کار دې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *