Categories

اعلان

Loading…

په غره کې یوه پخوانۍ کلیسا

تاند- د ایتوپیا د افریقايي هیواد د غیرالتا (Gheralta) په لېرې پرتو غرونو کې د قیبطي مسحیانو  دا پادري هره ورځ سخت او حیرانوونکی سفر کوي.

دی وايي«کله چې کلیسا ته خېژم نه ډارېږم ځکه چې هره ورځ هلته خېژم. ختل سخته دي، خو په وس مې پوره دي.»

دا کلیسا هیليسیلاسي نومېږي او ۲۵۰ فوټه لوړه په یوې سترې کیندل شوې پرښې کې جوړه شوې ده.

دا کلیسا سینټ ابونا یماتا جوړه کړې او ممکن په ۶ مه میلادي پېړۍ کې جوړه شوې وي.

د پادري کور د غره په لمنه کې دی. دی سهار وختي پاڅېږي او د ګهیځ تر شپږ بجو کار کوي. تر کلیسا په ختلو یې ۲ ساعته وځي. په کلیسا کې ډېر وخت د پخوانیو کتابونو پر لوستلو تېروي.

دی وايي چې د کتابونو له لوستلو خوند اخلي او ټوله ورځ کتاب لولي ځکه چې دلته چوپه چوپتیا ده او څوک نشته چې

خبرې ورسره وکړي.

کلیسا ته ختل اسانه نه دي، باید په یوه برخه کې لږترلږه ۱۰ متره په عمودي ډول لوڅې پښې وخېژي.خو له دې سره سره تراوسه هیڅ پادري دې کلیسا ته د ختو په مهال لوېدلی نه دی.

Journey of faith

Now this is what we call dedication. Every day this priest makes a treacherous climb to reach his church, carved into a sheer cliff face.

Posted by BBC News on Monday, February 19, 2018

13 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *