Categories

اعلان

Loading…

د مشرانو جرګې مرستیال: د نه لېري کېدونکو والیانو پر ضد دې له قوې کار واخیستل شي

تاند- د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال د مرکزي حکومت په وړاندې د سیمه ییزو چارواکو د بغاوت د پای ته رسېدو لپاره له پوځي قوې څخه د کار اخیستلو غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې مرستیال اصف صدیقي نن /دوشنبه/ ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت باید د هغو کسانو پر ضد پوځي اقدام وکړي چې چوکۍ نه پرېږدي او سرزوري کوي.

د ښاغلي صدیقي په وینا که له پوځي قوې کار وانخیستل شي دا بهیر به دوام وکړي او په راتلونکي وخت کې به نور دولتي چارواکي او مامورین هم نه تبدیلي مني او نه برطرفي.

ده وویل، د قانون له نظره باید د هغو کسانو چې د مرکزي حکومت د حکمونو په وړاندې مقاومت کوي او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ توپیر ونه شي او له دواړو سره یوشان چلند وشي.

جمعیت ګوند نن وویل چې د سمنګان د والي برطرفي نه مني. دغه ګوند مخکې د بلخ له ولایته د عطا محمد نور له ګوښه کېدو سره مخالفت کړی و.

332 total views, 1 views today

2 comments

  1. Mohammad Reply

    زه خو فکر کوم غنی پخپله له بهرنیانو سره دافغانستان د وضع په خراب کولو کی عمدی لاس لری ، که نه نو باید میاشت مخکی لا باید دعطا پر ضد دمسلح قوی نه گته اخیستې وای؛
    او باید دقوې څخه کار واخیستل شی؛

  2. mohammad ehsan Reply

    د مشرانو جرګې دمرستیال ننګه او ملاتړ کوو .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2