Categories

اعلان

Loading…

له سعودي عربستان سره اړیکې دافغانستان لپاره کوم اهمیت لري؟

غفوراحمد (جاوید ) 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار تیره ورځ سعودي عربستان ته د نوموړي هېواد د ولیعهد شهزاده بن سلمان په رسمې بلنه سفر وکړ. ښاغلی اتمر به هلته له سعودي عربستان سره د افغانستان د اړیکو په پراخوالي او همدارنګه له افغانستان سره د سعودي عربستان په مختلفو برخو کې په مرستو او همکاریو خبري اترې وکړي ، دا چې سعودي په کومو برخو کې د افغانستان لپاره ډیر اړین او مهم دی غواړم دلته پري لږ بحث وکړم .

په بهرنیو اړیکو کې یوه تر ټولو مهمه مسله دا ده چې د ولس عامه افکار او اذهان باید مطالعه شي او زیاتره وخت پریکړي د ولس د غوښتنو په اساس وي دا چې زمونږ د ولس زیاته فیصدي وګړې په مذهبي لحاظ له سعودي سره تړاو لري ولي په تیرو کلونو کې بدبختانه دي تړاو ته زیات اهمیت نه وو ورکړل شوی او یوازي هغه اړیکې پالل کیدلي چې دحکومتونو خپلو پالیسو پوري اړه درلودله ولي دولس عامه اذهان په کې سم نه وو منعکس شوي خو دملي وحدت حکومت په راتګ سره په دي وتوانیدلو چې دي مسلې ته پوره پاملرنه وکړې چې دهمدې موخې لپاره له اسلامې هېوادونو سره داړیکو لپاره ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړې کړۍ وبلله او اهمیت یې په دي کې دی چې مونږ ډیرې وګړي په عقیدوي لحاظ له دی هېوادونو سره اړیکې لرو .

نو سعودي عربستان چې دمسلمانانو قبله ده یو تر ټولو مهم هېواد دی چې کولي شي له مونږ سره په دې برخه کې مرسته وکړې او هغه جګړه چې اوس په افغانستان کې دمذهب په نوم روانه ده او یوازي هدف یې داسلام بدنامولو او دافغانانو وژل دي په مهارولو کې مرسته وکړې ځکه دلته ویل کېږي چې دا جګړه مذهبي جګړه ده او دا چې په سعودي عربستان کې د ټولو مسلمانانو قیبله شتون لري نو لازمه ده چې مونږ له دوۍ سره داسي دهمکاریو چوکاټ رامنځ ته کړو ترڅو ددوۍ په همکاریو او فشارونو باندي وکولي شو چې روانه جګړه نامشروع وبلو او دجګړي اور په خپله خاوره کې یا ورک او یا هم کم کړو .

بله مهمه مسله دا ده چې سعودي عربستان د پاکستان سره ډیرې قوې پراخې اړیکې لرې او دا ړیکې ددي لامل کیدلی شي چې سعودي عربستان په پاکستان فشار راوړي ترڅو له دي لاري څخه پاکستان نور په افغانستان کې دتروریستې کړیو له ملاتړ څخه لاس واخلي او وکولی شو چې په دي فشارونو سره پاکستان خبلو پالیسو تغیر ته وهڅوي او په دي برخه کې موثر تمامي شي .

دوهمه مهمه مسله اقتصادي مسله ده چې سعودي عربستان کولي شي په دي برخه کې له افغانستان سره پراخې مرسته وکړې او له دي اړخه دافغانستان په اقتصادي موثر تمام شي ځکه سعودي عربستان دنړۍ یو له تر ټولو زیات دنفتو درلودونکی هېواد دی او دا هېواد کولي شي چې په اقتصادي برخه کې دافغانستان لپاره موثر تمام شي او بله مهمه مسله داده چې سعودي عربستان هرکال زیاتو کارګرو ته اړتیا لري او همدا مهال هم زیات افغان وګړي په سعودي عربستان کې په مختلفو برخو کې په کار بوخت دي چې هغوۍ دهمدي کارونو په واسطه په افغانستان کې خپلو کورنیو سره مرسته کوې چې مونږ کولي شو دیو تفاهم په اساس شته کارګرو ته دکار لا اسانتیا برابره کړو او همدارنګه هلته کولې شو چې نور کارګر هم په دندو وګومارو، په ورته وخت کې سعودي عربستان یو دخلیج 6 عربي هېوادونو کویت ، عمان ، بحرین ، عرب عمارت ، قطر په سر کې راځې او بغیر له قطر له نورو ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او په یادو هېوادونو کې زمونږ ډیرې افغانان ژوند  کوې او په کارونو بوخت دي چې هغوۍ ته داسانتیا برابرولو ترڅنګ کولې شو چې لا ډیر څه دخپل هېواد لپاره جلب او جذب کړو .

په اخر کې باید ووایو چې سعودې عربستان د تروریزم پرضد مبارزي لپاره د اسلامې هېوادونو یو ګډ ایتلاف رامنځ ته کړ او دا ګډ ایتلاف په دي موخه رامنځ ته شو چې وکولي شي په اسلامې نړۍ کې د ترویرزم پرضد مبارزه کې موثر تمام شي او دا مبارزه مخته یوسي نو اوس زمونږ لپاره دا ډیره مهمه ده چې  د دې ایتلاف له شتون څخه د ځان په ګټه کار واخلو او د دوۍ دامکاناتوڅخه په ګټه اخستلو سره په دي وتوانیږو چې په افغانستان کې د تروریزم پرضد روانه جګړه موثره کړو او ترڅنګ یې پراخ ملاتړ دافغانستان دجګړې دختمولو لپاره داسلامې نړې هم ولرو .

248 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2