Categories

اعلان

Loading…

جمعیت ګوند د سمنګان د برطرفه شوي والي دفاع وکړه، د حکومت پرېکړه غیرعادلانه وبلله

تاند- اسلامي جمعیت ګوند نن /دوشنبه/ په یوه اعلامیه کې د افغانستان د حکومت له لوري د سمنګان له ولایته د عبدالکریم خدام برطرفي رد کړه.

جمعیت ګوند ویلي چې د ولسمشر غني له لوري د خدام برطرفي یواړخیزه او غیرعادلانه ده.

د جمعیت ګوند په نامه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي«اسلامي جمعیت ګوند د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د یو عمده لوري په توګه د سمنګان د والي د برطرفۍ حکم غیرعادلانه، په هیواد کې د کړکېچ د زیاتېدو خوا ته یو بل ګام، یو اړخیز او د ملي یووالي د حکومت د اصولو خلاف بولي.»

د شنبې په ورځ د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې اعلان وکړ، چې د دې ادارې په سپارښتنه او د ولسمشر غني په تایید د سمنګان په شمول د ۵ ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکل شوي دي.

د سمنګان لېري شوي والي ښاغلي خدام پرون /دوشنبه/ خبریالان د ولایت مقام ته وروبلل او د ځان په اړه یې د مرکزي حکومت پرېکړه رد کړه.

تر ده وړاندې عطا محمد نور لومړنی والي و چې د مرکزي حکومت د امر په وړاندې یې بغاوت اعلان کړ.

خدام هم د عطا محمد نور په شان وویل چې یوازې جمعیت ګوند د ده د برطرفۍ په اړه پرېکړه کولی شي.

جمعیت ګوند په خپله خبرپاڼه کې په مدني ټولنې، دیني عالمانو او نړیوالې ټولنې ږغ کړی چې د هغه څه مخه ونیسي چې دغه ګوند د ارګ پاروونکي اقدامات بللي دي.

د افغانستان مرکزي حکومت تراوسه پورې د سمنګان د برطرفه شوي والي د حرګندونو په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

396 total views, 3 views today

3 comments

  1. سهاک Reply

    جمعیتیان فکر کوي چې د دوي تنظیم لکه د پخواني یا متوفی شوروي اتحاد د کمونست ګوند په شان یواځينی حاکم او د دولت رهبري کوونکی تنظیم دی. نوځکه په ډېرع عجله او لجاجت سره د هېواد د ملي ګټو پرخلاف د خپلو بادارانو د خوشحالۍ لپاره هذیان خپروي . روسانو هم د دوي په ملاتړ اوتې بوتې ویلي دي.

  2. نقیب الله میړنی د ښوونکود روزنی دریاست علمی غړی Reply

    روسان دی په خپله د هغو اقلیتونود حقونو درناوی وکړی چی په سلګونو کلونوکی ددوی له خوا ځبیدلی دی د افغانستان حکومت خواوس د جمهورریس پرته ټول د اقلیتونو مجموعه ده والیان همدوی دی جنرالان همدوی دی وزیران همدوی دی ژبه ددوی پرموږ حاکمه ده هره ورځ د اکثریت قوم څخه په درجنونو مری همداروسان ایرانیان پاکستانیان په خپله دکوردننه د خپلو لویو قومونو هیڅ درناوی نکوی
    چیچینیان تاتاریان اوداسی نور قومونه وژل کیږی او بی کوره کیږی ژبه یی ټکول کیږی په ایران کی کرد لورعرب بلوچ او داسی نور قومونو حق پښولاندی کیږی او ژبه مدهب او کلتور یی ټکول کیږی په پاکستان کی د څلویشتو میلیونو حق نه ورنکول کیږی خوچی په افغانستان کی ټول حکومت ددوی په ولکه کی دی اماداچی د دوی څخه خپل حق غوښتل کیږی د روسانو غوغا پورته کیږی

  3. mohammad ehsan Reply

    دا که داسی شوه نو هربی کفایته مامور چي له څوکۍ ایسته کېږی نو هغه دی مقاومت کوي .داسې کسانو سره جدی برخورد اوګلالۍ جزاورکول ښایی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2