Categories

اعلان

Loading…

د ترکیې هوايي شرکت مزارشریف ته الوتنې پیلوي

تاند- د ترکیې هوايي شرکت (ترکش ایرلاین) غواړي چې مزاشریف ته الوتنې پیل کړي.

ترکش ایرلاین حاضردمه د استانبول او کابل ترمنځ الوتنې لري خو په پام کې لري چې مزارشریف ته هم الوتنې پیل کړي.

دا به له کابله پرته د افغانستان یوه بل ولایت ته د یوه نړیوال هوايي شرکت لومړني هوايي خدمات وي چې د ترکیې هوايي شرکت یې پیلوي.

د ترکیې هوايي شرکت به د نومبر له نولسمې څخه په اوونۍ کې درې الوتنې پیل کړي.

تر دې مخکې امارات هوايي شرکت اعلان کړی چې د دسمبر له میاشتې به د افغانستان پلازمېنې کابل ته الوتنې پیل کړي.

28 total views, 1 views today

2 comments

  1. نور الرحمن شیراني Reply

    ترکان تر ټولو بد او فاشیست خلک دي

    دوی تل نه یوازې زموږ په بې وره هیواد کې بلکه په ټوله نړۍ کې د تاتارو مرسته کوي او په هغوی کې د بیلتون غوښتنې روحیه را پاروي.
    په چین کې د اویغور د خلکو ملاتړ او زموږ په هیواد کې د ازبکانو ملاتړ ېې ښه بیلګه ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *