Categories

اعلان

Loading…

ژبه او لهجه څه توپیر لري؟ | نورمدین بلخېل  

ژبه او لهجه تقریبا سره یو شان دي او موخه او هدف یې هم یو دی، هر انساني فکر باید له دې څخه خالي وي چې ژبه او لهجه د انسانانو د اړیکو د پریکون باعث وبولي، خو بالمقابل ژبه او لهجه باید د انسانانو د اړیکو د ټينګښت سبب شي؛ هره ژبه او لهجه د معنویت په لحاظ یو پر بل هيڅ فوقیت نه لري، ځکه چې ټولې ژبې او لهجې په اصل کې د افهام او تفهیم په منظور  را منځ ته شوي دي او د یوې ژبې او لهجې ویونکو ته تر ټولو ښه ژبه او لهجه هغه ده، چې د دوی په منځ کې تر ټولو ښه د پوهولو او را پوهولو وسیله وي، په هر صورت موږ دلته په خپلې اصلي موضوع تمرکز کوو، چې هغه د ژبې او لهجې تر منځ فرق، اړیکې او د هغوی د اصل کیفیت پيژندل دي.

ژبه د یو لړ وييزو او اوریزو غږونو یو غونډال او سیستماتیک سیسټم دی، چې د انسان د صوتي غړو په واسطه توليدیږي او بیا د ټولنې د افرادو په مابین کې د هر ډول اړیکو د ټينګښت باعث کیږي؛ ژبه د یو لړ نښو ( غږونو) یو منظم سیسټم دي، چې د انسان د صوتي غړو په واسطه تولید او تلفظ کیږي، دغه هر یو نښه او غږ زموږ د یوه زهني انځور استازيتوب کوي او دغه انځور بیا زموږ د چاپیریال او د پېښو ځای او د حالاتو د کیفیت سره ارتباط لري، ژبه د انسان د ژوند ډېره مهمه اړتیا ده، که چېرته سړی خپله فرض کړي چې که ژبه نه وای نو څه به وو، نو سړي ته خپله دا څرګنديږي، چې ژبه څومره ارزښت لري.

په ژبه کې د ژبې رول واضح دی، البته په ژبني لحاظ؛ مطلب دا چې ژبه د صوتي غړو څخه د یو غړي په توګه تر ټول فعال غړی دی، کوم چې د ژبې په رغښت کې مهم رول لوبوي او ځکه دغه وګړنیزې پدیدې ته ژبه هم ویل کیږي.

ژبه د یو لړ غږونو وييز او اوریز سیسټم دی چې هر یو غږ یې د صوتي غړو په وسیله تولیدیږي او بیا د ټولنې د افرادو په مابین کې د پوهولو او را پوهولو دنده اجرا کوي؛ ژبه د انسانانو د ټولو اړیکو د نښلولو وسیله ده.

ژبه  هغه وخت را منځ ته شوې چې کله انسان په خپل روزمره ژوند کې یو د بل مرستې ته ضرورت حس کړ او په دې طور ژبه را منځ ته شوه، داسې ویل کیږي، چې ژبه تقریبا د نن نه یو ملیون کاله مخکې د انساني ټولنو په را منځ ته کیدو سره را منځ ته شوه، د وخت په تیریدو سره یې پرمختګ وکړ او بالاخره اوسنی شکل یې وروستۍ بڼه ده.

لهجه د یوې ژبې یو جزوي شکل دی او ژبه بیا د لهجو لپاره یو کلي برخه ده، په یوه ژبه کې له یوې ډېرې لهجې موجودې وي، خو دا باید یاد ولرئ چې د یوې ژبې لپاره د ډېرو لهجو لرل د پرمختګ مانا نه لري، بلکې هغه ژبې چې لهجې یې لږې دي، ښه او د پرمختګ امکانات یې زیات دي نو په دې وجه دا د یوې ژبې لپاره ښه ده چې کمې لهجې ولري، تر څو د یوې واحدې لهجې په لرلو سره د پرمختګ په میدان کې لا ګامونه پورته کړي.

لهجه په یوه ژبه کې د ژبې د ویونکو هغه مشخص او ځانګړي توپیرونه دي چې د هماغه ټاکلې ژبې لهجې ګڼلی شو، لهجه د یوې ژبې هغه خاص طرز دی چې نظر یوه موقعیت او جغرافیوي ساحې ته یوه ډله خلک پرې خبرې کوي، خو لکه څنګه چې یوه ژبه نظر زمان او مکان ته فرق کوي نو په همدې طور لهجه هم همدې تناسب ته په کتو سره فرق کوي.

په دې وروستیو کې چې لیک لوست ډېر شوی او د خلکو پوهه او یو د بل سره اړیکې زیاتې شوي دي، نو ور سره د لهجو توپیر کم شوی، داسې معلومیږي چې په دې سره به د نړۍ په ټولو برخو د ژبو د لهجو توپیر کم شي.

د یوې ژبې تعریضی تعیراتو مجموعې ته لهجه ویل کیږي.

د یوې ژبې داخلي فونیمیکي او مورفولوژیکي تعیراتو ته لهجه ویل کیږي.

د وینا هغه صوتي، ګرامري او لغوي توپیرونه، چې د یوې ژبې لهجې سره بېلوي، لهجه بلل کیږي.

هغه ژبه چې ویونکي یې په غرونو او یا یو له بل څخه په لرې فاصلو اوسیږي او یا د دوی په مابین کې نور جغرافیوي او اجتماعي موانع موجود وي، نو بیا د دوی په مابین د لهجو توپیر زیات وي او له کبله یې په زیاته توګه لهجې را منځ ته کیږي.

فرضا که تاسو وګورئ پښتو ژبه، دا ژبه د افغانساتان په هغو سیمو کې چې غرونه او نور طبیعي او ټولنیز موانع او ننګونې زیات لري، ویل کیږي، نو په دې اساس ویلای شو چې په پښتو ژبه کې ډېرې لهجې را منځ ته شوي دي چې البته په یو قول درې سوه اصلي او فرعي لهجې ښودل شوي دي.

که چېرته د پښتو ژبو ویونکو په مابین کې دغه ننګونې او ستونزې کمې شي، کیدای شي چې په دې ژبه کې د لهجو توپیر را کم شي او د یوې واحدې لهجې په لور به لاره هواره شي.

کله په یوه ژبه کې یوه لهجه را منځ ته شي، له هغې وروسته بیا په نوموړي لهجه کې نورې لهجې را منځ ته کیږي، بیا په هماغه لهجو کې ممکن نورې کوچنۍ کوچنۍ لهجې را منځ ته شي او په توګه سره دغه لړۍ نوره پسې دوام پیدا کوي.

د مثال په توګه د پکتیا او خوست کې د منګلو د قوم لهجه چې د یوې فرعي لهجې په توګه د پښتو ژبې څخه را وتلې ده، په لومړیو کې په جانيخېله  او موسی خېله لهجه ويشل کیږي، بیا جانيخېله لهجه په څو لهجو ویشل کیږي، چې یو له هغوی څخه بلخېله لهجه ده، بلخېله لهجه بیا هم په دوو لهجو ویشل کیږي چې په ډېر کم توپیر یو د بل سره ویل کیږي.

د ژبو او لهجو توپیر تر ډېره حده په واولونو او کانسونېنټونو، یا اوړون ( قلب)، همرنګي  او یا هم ډ هغوی ژبو د ویونکو په ډول ډول تلفظ پورې  تمرکز پیدا کوي، فرضا په پښتو کې د خوست او پکتیا د ځینو سیمو لهجو توپیر تر ډېره په واولونو پورې ارتباط پیدا کوي، د مثال په ډول که وګورو د خوست ښار په شمالي او جنوبې څنګ کې د لهجو توپیر داسې دی؛ فرضا په معیاري لهجه کې یاد ورته وايي خو د خوست په جنوبي طرف قومونه ورته یېده وايي او د خوست په شمالي څنګ کې قومونه همدغې کلمې یود لفظ کارول کیږي.

دلته تر ډېره په واولونو تمرکز شوی دی یعنې په پورتني مثال کې ( یاد) کې په معیار کې، خو په دویم صورت کې بیا الف پر ځای اوږده یې ( ې)  راغلې ده، خو په دریم صورت کې بیا د هغې پر ځای اوږد واو راغلی دی.

219 total views, 2 views today

1 comment

  1. mohammad ehsan Reply

    چې څومره په یوه ژبه کې لهجې کمې وې په همغه اندازه ژبه پیاوړې وي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *