Categories

اعلان

Loading…

د څېړنیز ډول، مېتود او موضوع اړیکې | سیداصغر هاشمي

د څېړنیزې موضوع، ځانګړی څېړنیز ډول او مېتود درې اړخیزې علمي اړیکې د دې لامل کېږي، چې څېړنیزې موضوع کار سم پیل او پای ته ورسېږي. په څېړنه کې د سمې موضوع غوراوی د سم کار پر مخ وړلو کې بنسټيزه موضوع ده او د ښې او خوښې موضوع پیدا کول او خوښول د علمي کار نیم کول دي.

د څېړونکي دنده ده چې موضوع په خپل خوښه انتخاب کړي او د بل چا په خوښه د موضوع د غوراوي نه لاس واخلي او د موضوع د ښېګڼو او ستونزو ټول مسولیت د څېړونکي پر غاړه وي. د موضوع نویوالی او نوښت د څېړنې بله برخه ده او د څېړونکي دنده ده چې د کار په جریان کې له ابتکاره کار واخلي او نوې موضوع پیدا او پرې کار وکړي، خو که چېرې په یوې موضوع په لسګونو کسانو کار کړی وي، نورو څېړونکیو ته هم دا اجازه شته چې په هماغې موضوع د بلې زاويي او اړخه څېړنه وکړي او په نوي طرزالعمل کار پيل او پای ته ورسوي او کوښښ وکړي چې داسې فرضیه د موضوع ثابتولو لپاره وټاکي، چې حدود یې معلوم، ساختماني او منځپانګیز جوړښت یې سم، څېړنیزه ژبه یې پياوړې، تحلیل او تفسیر یې علمي او د څېړنې د لارو چارو په نظر کې نیولو سره په لسګونو نورې ښېګڼې ولري.

په ټولیز ډول علوم په ساینسي او ټولنیزو باندې ویشل کېږي، په ټولنیزو پوهنو کې په لسګونو برخې شته، چې په هرې برخې څېړنه کول بېلابېلې منځپانګې درلودای شي، پښتو ادبیاتو کې په سلګونو معنوي خواوو څېړنه کېدای شي، چې د هرې موضوع لپاره د څېړنې ځانګړی ډول او مېتود انتخابول او د څېړنې ښه ترسره کولو لپاره یې غوره کول او تشخیصول اړین دي. دا چې په یوه علم کې بېلابېلې موضوعګانې شتون لري، نو د هرې موضوع لپاره د څېړنې پوهاوی زمینه سازي کوي، چې کوم ډول څېړنیز ډول او مېتود غوره شي. د موضوع په نظر کې نیولو سره د څېړنیز ډول او مېتود غوره کول څېړنه رهبري کوي او لوری یې ټاکي.

د څېړنیز ډول، مېتود او موضوع درې اړخیزې اړیکو په تړاو لاندې مثالونه راوړم:

د ګل پاچا الفت په شعرونو کې ارواپوهنیز څرکونه زما یوه مقاله ده، په دې مقاله کې د ادبیاتو او ارواپوهنې(سایکالوژي) اړیکې ښکاره دي، د څېړونکي لپاره په دې موضوع کې له ادبیاتو پرته په ارواپوهنې پوهیدل اړین دي او د اصل موضوع څېړلو لپاره په علم النفس پوهیدل د موضوع د ښه روښانتیا لپاره اړینه سکالو ده. دې موضوع لپاره د څېړنې ترکیبي ډول او کمپوزیت مېتود ته اړتیا ده. په ترکیبي څېړنه کې یوه موضوع د څو اړخونو تر بحث لاندې نیول کېږي او کمپوزیت مېتود هغه مېتود دی، چې کله کله د یوې فرضيي د ثابتولو لپاره د اصلې موضوع پرته بله ريښه یې د بل علم سره وي.

د ګل پاچا الفت په اړه د پورته موضوع په نظر کې نیولو سره د ده د ارواپوهنیزو شعرونو د ښه تحلیل او تفسیر لپاره د هغه د ژوند ارثي، محیطي(سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، علمي) او په نورو خواوو پوهیدل اړین دي، چې د داسې څو اړخیزو موضوعګانو لپاره ترکیبي څېړنه او کمپوزیت مېتود ته اړینه اړتیا ده.

د پښتو ادبیاتو فولکوریکو څېړنو لپاره چې له هر ډول تکتیکه(مرکې، پوښتنلیک او مشاهدې) ګټه واخېستل شي، نو ساحوي څېړنیز ډول او سروي مېتود ته اړتیا ده. ادبتاریخ لیکلو لپاره د تاریخي څېړنیز ډول او تاریخي مېتود ته ضرورت وي. په ساینسي علومو کې لابراتواري څېړنیز ډول لپاره ډېر وخت ازمایښتي او تجربوي مېتود ته اړتیا وي. پرتلیزو څېړنیزو موضوعګانو کې پرتلیز څېړنیز ډول او تقابلې مېتود غوره کول د څېړنیزې موضوع د ښه پرمخ وړلو لپاره مهمه موضوع ده. پرتلیزه څېړنه د همجنسو شیانو ترمینځ کېږي او د دوی تر مینځ د ورته والي او توپیرونو پرتلنه کېږي، لکه:

د شخصیتونو ورته والی:

ـ د رحمان بابا او مولانا جلال الدین محمد بلخي د شعر مناییز او بڼه ييز پرتلیز جاج

ـ د خیام او غني خان د شعرونو منځپانګیز ورته والی

د دوه زمانو ورته والی:

ـ د انګریزي ادبیاتو د ۲۱ او ۱۹ پیړۍ د شعر پرتلیزه څېړنه

ـ د رنسانس او مخکې له رنسانسه د انساني ارزښتونو متقابله څېړنیزه شننه

د دوه سیاسي غورځنګونو ورته والی:

ـ د کمونیزم او اخوانیزم فکري پرتلنه

ـ د پان اسلامیزم او پان تورکیزم د اهدافو پرتلیزه څېړنه

د دوو کتابونو ورته والی:

ـ د هوګو بېنوایان او د تولستوی جګړه او سوله د پېغام ورته والی

ـ د ګل پاچا الفت د ادبي مرغلرو او علامه اقبال د شعري کلیاتو پرتلیزه څېړنه

د دوو کسانو توپيرونه:

ـ د خوشحال خان او مولانا په شعرونو کې فکري تناقص

ـ د ویښو زلمیانو او اخوان المسلیمن غورځنګ په اهدافو کې توپيرونه

د دوو کتابونو توپیرونه:

ـ د تورات او زبور معناییز توپيرونه

د پورته ټولو موضوعګانو لپاره پرتلیز څېړنیز ډول او تقابلې مېتود ته اړتیا ده او په همدې ډول د څېړنیزې موضوع د منځپانګې په نظر کې نیولو سره د څېړنې ډول او مېتود غوره کول د څېړنې کارونه اسانوي.

ماخذونه

ـ سیداصغر هاشمي، د تحقیق اصول.

ـ سیداصغر هاشمي، د څېړنې بنسټونه.

ـ کاندید اکاډمیسین محمد صدیق روهي، د څېړنې لارښود. 

15 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *