Categories

اعلان

Loading…

د سلواغې له ۲۶ اخیستل شوی لوست | ودان روښان

د پخواني شوروي اتحاد سره پوځ د ۱۳۵۸ کال د مرغومي پر۶ نیټه د ټولو نړیوالو منل شویو حقوقو خلاف پر افغانستان ښکاره او ډانګ پېیلی یرغل وکړ. په دغه ځای کې ځینې کسان په ناحقه وایي چې ببرک کارمل افغانستان ته روسان راووستل خو رښتیا خبره داده چې روسانو ببرک کارمل افغانستان ته راووست او په ارګ کې یې کیناوه.

زه په دې نه غږېږم چې روسان ولې او څنګه افغانستان راغلل؟ په خپله خوښه راغلل؟ دایې پلان و؟ چا راوبلل؟ خلقیانو که پرچمیانو را وبلل؟ په نړیواله کچه داسې شرایط  رامنځته شول او یا رامنځته کړای شول چې شوروي پرافغانستان تېری وکړي؟  په دې اړه ډېر څه ویل شوي دي، خو حقیقت دادی چې  روسان په افغانستان کې شاوخوا نهه کاله پاتې شول یانې د ۱۳۶۷ کال د سلواغې پر ۲۶ نیټه بېرته ووتل. په دې موده کې هغوی (روسانو) ډېر خلک ووژل، ماشومان یې یتیمان، ښځې یې کونډې، میندې بوري، خویندې ورارې کړې، کورونه او کلي څه چې ولسونه یې وران کړل، شاوخوا دوه میلیونه انسانان یې ووژل، همدومره نور معلول شول، ۵میلیونه انسانان کډوالۍ ته اړه شول. د افغان ولس دغه ناورین ننداره ټولې نړۍ وکړه. دا لوبه روسانو ته هم ګرانه تمامه شوه او هغه دا چې د دوی په خپله وینا ۱۴٫۴۵۳ زره پوځیان یې ووژل شول، چې دا شمېره رښتینې نه ده بلکې په افغانستان کې د وژل شویو سرو پوځیانو شمېر تر دې ډېر زیات او د ټپیانو شمېر ښایي د وژل شویو هغو شاوخوا درې برابره وي. دغه راز، پر افغانستان د شوروي یرغل د یرغلګر اقتصاد  او سیاسي نظام هم ړنګ کړ. پر افغانستان د شوروي یرغل په کلونو کې شوروي له سیاسي پلوه سخت ګوزار وخوړ په نړیواله کچه د ملګرو ملتو په هره کلنۍغونډه کې د رایو په غوڅ اکثریت سره پرافغانستان د شوروي یرغل په کلکه  غندل کېده او دغه راز، یې د کمونیزم فلسفې ناکامي هم قطعي شوه په پایله دغه سیستم له منځه لاړ او ورسره د شوروي امپراتوري هم ړنګه او د تاریخ کندې ته ولوېده.

دا خو شوه روسانو او افغانانو ته پر افغانستان د شوروي یرغل پایله، خو مهمه داده چې له افغانستانه د روسانو له وتلو  وروسته څه پېښ شول چې دا بیا له ټولو مهمه ده؟ د شوروي لښکرو له وتلو وروسته یا هم کله چې شورویان په افغانستان کې وو او وتل یې یقیني شول په کار خو دا وه چې افغانانو داسې یو میکانیزم جوړ کړی وی چې نړۍ ته د منلو او د چارو واګې یې اخیستې وی.

دا هیڅ بده خبره نه بلکې له هغه څه چې وروسته پېښه شول، ډسله ځله غوره وه چې د ډاکتر نجیب الله له حکومت سره په یوه خوله  جوړجاړي ته رسېدلي وی ځکه چې نجیب هم پر دې پوهیده چې په واک کې پاتې کېدل یې ناشوني دي او که یې غوښتل یا یې هم نه غوښتل اړ و چې جوړجاړی یې کړی وی، خو مجاهدینو کله هم دانه منله چې له نجیب سره خبرو ته کیني که د کومې ډلې استازو خبرې هم کړې وي یوازې خپلې ډلې ته د واک اخیستو هڅې یې کړي، نه ملت ته د واک لېږد په اړه.

دوی یو هم په ښکاره چمتو نه و چې له نجیب سره د واک سوله ییز لېږد په اړه خبرې وکړي بلکې ټولو ټینګار کاوه چې دغه حکومت باید چپه کړي او ښایي په دې برخه کې بهرنی فکتور هم اغیزمن و دا ځکه چې بهرنیانو خپلې موخې او اجنډاوې درلودې، ځینو یې لا پخوا ویلي و چې کابل مست بي بړن( کال باید په اور کې وسوزي) چې ویې سوزاوه، ځینو د خپلې خوښې قومي – مذهبي ډلې ته په واک کې د استحقاق خلاف ستره ونډه غوښته، د ړنګ شوي او ماتې خوړلي شوروي میراث خورې روسیې چې لاپخوا په مجاهدینو کې د خپلې خوښې ډلې پیدا اوپاللې وې هم هڅه کوله چې د افغانستان په راتلونکې کې غوښنه ونډه ولري چې تریو برید او یوخته بریالۍ هم شوه، ځینو هېوادو خو داسې ګڼله چې د خپلو مرستو اغیز د زور له لارې د کابل رژیم ړنګېدو کې وویني او دا ورته ښه نه ایسېده چې له مجاهدینو په دغه بېدریغه ملاتړ سره سره ونه توانېدل چې د روسانو له وتلو وروسته سمدستي د کابل حکومت په زور چپه نه کړي، دوی یوازې پر همدغه ار فکر کاوه او بس، نو ځکه خو یې د مجاهدینو ډلو او قوماندانانو ته خپلې مرستې روانې وساتلې او چې کله مرستې وې طبیعي ده چې دوی خبرو ته چمتو نه وو او کله چې مرستې بندې شوې نوبیا هرې ډلې د نجیب له پاتې شونو سره خبرې او جوړجاړی نه یوازې پیغور نه ګاڼه بلکې پرې ویاړل یې. اوس هم ترهغو چې طالبان له بهرني ملاتړه برخمن وي او ملي مرستې ورته راځي خبروته نه چمتو کېږي خو که مرستې بندې او مالې سرچې پرې وچې شوې له تردید پرته خبرو ته چمتو کېږي.

دا رښتیا ده چې بهرنۍ لاسوهنې بیلابیل افغان لوري جوړجاړي ته نه پرېښودل چې دا په خپله لوی لوست دی او هغه دا چې هغه مبارزین چې د بهرني تېري پرضد راپورته کېږي خپلې او د بل وینې تویوي بیا هم د بهرنیو لاس ته ګوري یا د هغوی په لاس لوبېږي نو ځکه خو بیا زر ځله غوره  ده چې د بهرنیو په لاس لوبېدو پرځای خپلو کې جوړ جاړی وکړي داسې نه چې د غلامي پرضد جګړې په لار کې بیا هم د غلامي کړۍ غاړې ته واچوي.       

د واک سوله ییز لېږد تجربه لرې نه بلکې هماغه  هماغه وخت په نوره نړۍ کې تکرار شوې وه نلسن مانډیلا ته د واک سوله ییز لېږد، د کمونیزم له ماتې وروسته د ختیځې اروپا  هیوادو کې د واک سوله ییز لېږد او نورې ډېرې بېلګې وې خو له بده مرغه په افغانستان کې داسې ونه شول، دا ځکه چې د مجاهدینو هرې ډلې په تېره هغو چې ځانونه له نورو غښتلي ګڼل غوښتل په یوازې سر او هغه د دوی خپلې اخیستې له مخې دغه ویاړ پر خپل نوم ثبت کړي بې خبره له دې چې ددغه ویاړ اصلي مستحق ملت و، نه کومه ځانګړې ډله.

بله دا چې د مجاهدینو ډلو خپل منځي سیالیو او منظمو پوځي او سیاسي جوړښتونو نشتوالي له امله ملت وکړېده او نجیب د تمې خلاف درې کاله نور هم په واک کې پاتې شو. کله چې د پخواني شوروي له ړنګېدو او د ډاکتر نجیب الله پرحکومت د مرستو له بندېدو وروسته د هغه ماتې حتمي شوه او د حکومت دننه زړې تربګنۍ، قومي او ژبنی اختلاف چې زړي یې دېر پخوا پخواني شوروي کرلي او فصل یې رسېدلی و د ببرک کارمل په لمسون د چاودون تر پولې ورسېد بیا هم د مجاهدینو اغیزمن تنظیمونه یوازې د خپلو ګټو په لټه کې شول هر یو هڅه کوله چې د حکومتي کړیو په مرسته واک قبضه کړي چې پایله یې بیا هم د واک پرسر جګړې، ورانۍ او ډېرې نورې ستونزې شوې چې ترننه خو لاڅه چې ښایي ددغو ټپونو درملنه  ډېرو خت وغواړي.

دغه لوست طالبانو ته هم په مخکې پروت دی چې د جنګ جګړې دوام د لا ډېرو وینو تویېدو پرته بله پایله نه لري، دوی باید له مجاهدینو لوست اخیستی وی او یا یې واخلي خو دا هغه وخت شونې ده چې دوی خپلواک وي خو که بیا داسې نه وي نو دا تمه نه شي کېدی ځکه چې بهرنیان خپلې موخې لري خو وینه د افغان تویېږي او ورانی، یتیمان، کونډې، بورې، ورارې او نور هر راز ناورین موږ ته پاتې کېږي.  

65 total views, 1 views today

1 comment

  1. Dr.Atal Reply

    رښتییا هم زموږ د ملت په تاریخ کی داسی اختلاف کوم چی تنظیمی ملیشو(نه مجاهدینو) د شخصی ګټو یا دڅو مردارو د ګټلو په هدف مرتکب شوی سابقه نلری په وژنه، تالان او غلاوو صرفه نده شوی ،جاهلی تعصباتوته لمن وهل شوی ،منفی رقابتونه تشدید شوی ،دجهاد هدف او ملی ګټی هیری شوی یا په کمه سترګه ورته کتل کیږی ځکه هغه وخت خپل مشکلات درلودل ،یو دا چی امتحان دجهاد او مقابلی ډیر دروند او دعقلی اوعلمی محاسبی نه بهر او اوچت وو،پوخ واحد قیادت ، د ګاونډیو مغرضانه تعاملات، تکثر د تنظیمونو او اهداف یی او ورسره استخباراتی خاینانه مداخلی ټولو خپله ونډه او اثر درلود چی اوس یی تاثیرات بربنډ او متبارز ښکاری.
    خو اهم لوست د موږ د پاره دا دی چی وحدت د ملت او امت لوی قوت او عزت دی اوهمدا د ملت او امت د ټولو مشکلاتو د حل کلۍ ده خو دا پوخ او واحد قیادت نه بغیر امکان نلری.
    بل اهم لوست یی دا دی چی احزاب دی کنترول او عیار شی ، احزابو ته تر مشروعیت وروسته رسمیت ورکړ شی، کلنی ارزونه دی معمول شی،دهجرت د محیط منفی اثرات دی رفع شی ،د احزابو منفی رقابتونه او دښمنی ملت تباه کوی باید د پای ټکی ورکړشی،داحزابو د ارزیابی کمیټه به ښه وی چی د رئیس جمهور تر مستقیمی اداری لاندی کار وکړی فعلا مربوطه وزارت تری عاجز دی،احزاب باید په خدمت اوخیر کی مسابقه وکړی او ملت ته شرتولید نکړی، داحزابو لجام ګسیختګی باید مهارشی ترڅو د فاطمیون او تجزیی مرتکب نشی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *