Categories

اعلان

Loading…

د کاکاخیل جانشین | محمد نعمان دوست

ور، پرانیستل شو او بیا د فزیکي جوړښت له مخې دوه متضادې څیرې راننوتې. یو د پوخ عمر څښتن، چاغ او په ونه ټیټ او بل نری، دنګ ځوان.

د مشر څیره راته اشنا وبریښیده. د ذهن ارشیف کې مې لټون پیل کړ او بیا دې پایلې ته ورسیدم چې دا سړی مې د ټلویزیون پر سکرین لیدلی دی. هم په پښتو خپرونو کې او هم په اردو خپرونو کې.

مشر سړی پر څوکۍ کیناست. پراخه او غوړیدلې ټنډه یې وه. لنډه او مړه ږیره یې له پلن مخه را تاوه وه.

په اوله کې د پوهنتون درسونه راته زړه تنګوونکي وو. موږ د لیسې په نیم ساعته درس اموخته شوي وو. هغه نیم ساعت کې به هم پنځه یا لس دقیقې ښوونکی ناوخته راغی او بیا به د سترګو په رپ کې ساعت تیر شو؛ خو د پوهنتون له درسي ساعته مو خدای ساته؛ پوره نوې دقیقې او استادان هم لکه په حساسه سیمه کې چې پیره داران بدلیږي، فیکس په خپل وخت راتلل او په خپل وخت تلل.

دې سړي چې درس شروع کړ؛ نو دا نوي دقیقې داسې ختمې شوې لکه د لیسې درسي ساعت چې وي.لکه په یوه پاک نفسه او خواږه غږ لرونکي قاري پسې چې تراویح کوې.  استاد درس راکاوه او له هغه سره راغلی دنګ او نری ځوان دیواله ته تکیه له چپترونو او کاغذونو سره ولاړ و. درس خلاص شو، سپین ږیري استاد غږ کړ: سالک صیب، ته خو به څه ویل نلرې؟ هغه موسک شو او بیا دواړه له ټولګي ووتل.

دا مشر سړی پوهاند سید تقویم الحق کاکاخیل و ( مغفرت یې نصیب شه). هغه له دیوبنده فارغ و او په پښتو، عربي، اردو، فارسي او انګریزي ادب کې یې هم پراخه مطالعه درلوده.خوش مزاجه او متواضع انسان و. یوه ورځ مې ورته ویل: استاده! له دیوبنده ملایان فارغیږي او تاسو ادیب شوئ؟ هغه موسک شو او ویل یې: زما خیال دا و چې که څومره غټ مولا جوړ شم، نو دومره ستر ملایان تیر شوي چې ما به هډو څوک پیژني نه؛ ما ویل راځه پښتو ادب ته مخه کړه، څو کسانو کې خو به یاد شې!

بله ورځ دیپارتمنټ ته لاړم. د کاکاخیل صیب د میز پر سر مونوګراف ایښی و. پاڼې یې اړولې،  څه یې پرې لیکل؛ خو له لیکلو مخکې یې وویل: سالک لیونی دی، دا به یې د ماسترۍ دورې ته ساتلی و. دا خو له لیسانسه پورته دی. سالک صیب خپل مونوګراف د (حمزه شاعرانه تعلی) تر سرلیک لاندې کښلی و.

سالک صیب، له موږ سره په یوه لیلیه کې و؛ خو بلاک او خونه یې جلا وه. زموږ لیلیه د نظامي مرکز په څیر وه. اوږده اوږده بلاکونه یې لرل.

هغه وخت مې د پیښور راډیو ماسپښینی پښتو پروګرام ډير خوښیده. د خیال محمد، هدایت الله، کشور سلطان، احمد خان  او… په غږونو به یې ښایسته سندرې او لوړ کلامونه نشرول. خو هغه مهال د سندرو اوریدل د پیل زړه غوښته.

محصلینو به د لیلیې عمومې دروازې مخې ته د بي بي سي ماښامنی خبري سرویس په ګډه اوریده. یو غټ زوړ ټایپ به په پر کوچني میز ایښی و  او د هماغه راډیو ته به را ټول وو. د کابل د خبرونو سرټکي به په راکټونو، میزایلو او بمبارونو پیل کیدل، کله به خبریال له سیمې خبر خپور کړی و او د ټپیانو چیغو به زړونه لړزول. دا جګړې خپلمنځي وې د (اعلای کلمة الله) لپاره نه وې؛ خو د همدې شعار د علمبردارانو تر منځ جاري وې. راډیو ته ناست شخص به د خبري سرویس له پیل مخکې لنډه نغمه هم خاموشه کړه او نه یې غوښتل چې ځان او موږ د موسیقي په اوریدو ګناه ګار کړي.

خو په همداسې ضیق ماحول کې سالک  له داسې مستانه ملګرو سره په خونه کې یو ځای و  چې کله ناکله به پکې د لیلیې کاسې تړنګیدلې او غزلې به ورسره ویل کیدې.

یوه ورځ یې اتاق ته لاړم؛ د چپرکټ خواته یې کتابونه انبار وو؛ خو یو هم پکې د پوهنتون تدریسي کتاب او چپتر نه و. د تصوف، فلسفې او ادبیاتو په اړه  اردو کتابونه وو، فارسي کتابونه وو او پښتو کتابونه وو. د ځوان سالک دې پراخې مطالعې خو موږ یوه ورځ د پیغور توپ ته هم برابر کړو:

د تصوف امتحان و. موږ د کتابونو ملایان وو. څه چې راته تدریس کیدل هماغه مو ټکي په ټکي زده کول. کاکاخیل صیب داسې سوالونه راوړي چې یو یې هم د هغه په تدریسي چپتر کې شامل نه و، خو تشریح کړي یې وو. موږ شور جوړ کړ، استاد سوالونه بدل کړل او بیا یې ویل: تمبلانو! د سالک دي صنف ته  مې هم همدقه شان سوالونه راوړي وو، هغه ټول حل کړل. یوازې د پوهنتون درسونو ته کار مه وایئ ښه، سترګې وغړوئ.

زموږ پوهنتون ( دعوت او جهاد) ننګرهار ته را انتقالیده. هغه وخت د تورخم – جلال اباد لاره خامه او کنډو کپر وه. کنډوکپر به ولې نه وه، په هر لویشت یې راکټ خوله لګولې وه او په هر متر کې ماین منفجر شوی و.  فیصله داسې وه چې استادان به په نوبت له پیښوره تدریس ته راځي.  کاکا خیل صیب عمر خوړلی او کمزوری و. ترې و مې وپوښتل: استاده، لارې خرابې دي، ستا راتګ به څنګه شي؟ هغه موسک شو او بیا یې ویل: زما راتګ ته هډو حاجت نشته، زما چې څه زده وو هغه مې ټول سالک ته ښییلي ( ښودلي) دي.

موږ د ننګرهار څلورم فارم ته را وکوچیدو. هغه ځای کې میشت شوو چې د ظاهر شاه، چې موږ ته د هجرت په مهال کې ستر خاین معرفي شوی و، په وخت کې پکې فارمي غواګانې اوسیدې. د ظاهر شاه مخالفینو موږ لسیزې وروسته، په مکاني لحاظ هغه ځای ته ورسولو چې هغه ورته څاروي رسولي وو.

هغه مهال مې رحمان بابا، علي خان بابا او… ډیر لوسته ،د همدوی تر اغیز لاندې مې یو شعر ولیکه، شعر څه و، بس ګډوډې کرښې وې. غالبا مطلع یې داسې وه: خدای دې نه کاندي اسیر څوک د هوا – د هوا اسارت سخت دی تر بلا…

شعر مې سالک صیب ته وښود، په خوشحالۍ یې خپل ملګري او ټولګیوال استاد ابراهیم همکار ته غږ کړ او بیا دواړو دومره تشویق کړم لکه شعر چې مې سراپا له تغزله ډک وي.

ډیر وخت وروسته مې د استاد سالک غږ له بي بي سي اوریده، هغه هلته د خپل فکر او هنر په ګوتو ( پیلوځی) بل ساته او د اهل ذوقو سترګې یې روښانولې.

سالک، شاعر دی. سالک څیړونکی دی. سالک ژورنالیست دی، سالک کره کتونکی دی، سالک  لیکوال دی او سالک یوه غوره او خوږ انسان دی.

کله چې څوک د (طاووس بڼکه)، (سندریزې چینې)، (غمی په کچکول کې)او (توري ستوري) لولي نو فکر کوي چې سالک یوازې د شاعرۍ او بیا خاصتا د غزل لپاره پیدا شوی. سالک ټول عمر یوازې شاعرۍ ته ځانګړی کړی خو کله چې (منشور)،( له څاڅکي تر سیپۍ) لولې نو وایې چې نه، سالک نقاد پیدا شوی او یوازې ادبي کره کتنې ته یې کار ویلی.

او چې ( د اوښکو موسکا) پاڼې واړوې نو بیا وایې چې دا سړی د دې لپاره دنیا ته راغلی چې  په خپلو خوږو مناجاتونو او  ټوټو د رابیندرناټ ټاګور او جبران خلیل نغری تود وساتي.

استاد سالک یوازې په نثر کې پیچلي مسایل روښانه او قابل هضم نه وړاندې کوي، بلکې په شاعرۍ کې هم داسې روانه خبره کوي چې پر الفاظو او ترکیبونو هیچ بوج نه راولي، خو په داسې انداز یې کوي لکه بې سینګاره قدرتي حسن چې انځوروي.

سالک، د ( مینې په مذهب دی) او دا انساني مینه یې دومره په رګونو کې ځغلیدلې چې ان په جګړه کې هم مینه لټوي او د مینې جګړې یې خوښيږي.

د څلور سترګو جنګ کې باروتي نظرونه اوري

دا د مینې ارتقا ده، دغه شر زما خوښیږي

استاد سالک په دري ژبه هم شاعري کوي او ( و خیمه ما از سایه هما بود) یې چاپ شعري ټولګه ده. هغه کله ناکله انګریزي ازاد شعرونه هم لیکي او (پاتې شه باران ده) یې د چاپ شوي ناول نوم دی.

استاد سالک ته،  د دوه نورو تازه چاپ شویو کتابونو ( د عشق لمر) او د (نغمو په ټال) کې مبارکي وایم او له صحته مالمال د اوږده ژوند دعا ورته کوم.

محمد نعمان دوست، جلال اباد

د سلواغې ۲۴مه، ۱۳۹۶

77 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *