Categories

اعلان

Loading…

محقق: له شیعه ګانو: په تېره بیا هزاره ګانو سره تبعیض کېږي

تاند- د اجرايي رييس دوهم مرستیال محمد محقق وايي د افغانستان له شیعه ګانو په ځانګړې ډول هزاره ګانو سره تبعیض کېږي.

محمد محقق، چې د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر هم دی، د امریکا له سفیر جان بس سره په کتنه کې وویل، د افغانستان خلک په ځانګړي ډول هزاره ګان او شیعه ګان د سولې او دیموکراسۍ پلویان دي او په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان شیعه ګانو دولت جوړولو، ولسواکۍ او زده کړو ته زیاته مخه کړې، اوس هم د نظام او ولسواکۍ په ملاتړ کې ځانګړی ځای لري.

محمد محقق په عین حال کې وویل چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې له دې سره سره چې هزاره ګانو د دولت ملاتړ کړی، دوی ته هغسي پام نه دی شوی چې باید شوی وای.

د اجرايي رييس د مرستیال له دفتره د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ښاغلي محقق د کابل، میدان، بامیان، غور او هرات د لارې یادونه وکړه، ویې ویل دا پروژه څلور هزاره او ایماق مېشتي ولایتونه سره نښلوي او د درې نیم ملیونه وګړو اقتصادي ژوند ښه کوي، خو د نړیوالې ټولنې له ۱۷ کلن حضور سره سره دا لویه لار لا هم بشپړه شوې نه ده او دا د دغو سیمو له خلکو سره د تبعیض نښه ده.

ده وویل چې د شیعه ګانو پر جوماتونو د داعش ډلې په حملو کې ۱۲۰۰ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي او باید د شیعه مېشتو ولایتونو امنیت ته لا زیات پام وشي.

محقق له عطا نور، جنرال رازق او جنرال دوستم سره د ارګ د اختلافاتو یادونه وکړه او ویې ویل چې باید د دواړو خواوو غوښتنو ته پام وشي.

محقق وویل چې باید امنیتي ځواکونه په سیاسي مسایلو کې مداخله ونه کړي.

430 total views, 3 views today

5 comments

  1. لالا،بټنوال Reply

    دا ئې ونه ويل چې په سوريه کې لوای فاطميون بايد د افغاني شیعيه ګانو لخوا تقویه شي ، او زمونږ سره اقتصادي مرسته وشي چې دخپلو ځوانانو مړي وطن ته راوړو

  2. بشير Reply

    محقق دهزاره ګانو دنوم څخه ناوړه استفاده کوي او دهزارهګانو تر نوم لاندي وخپلو شخصي مفاداتو او دخپلو بادارانو دمفاداتو په خاطر استفاده کوي او کړيده.ښه مثال يي دايران شعيه مرتدد اخوندي رژيم په نفعه دفاطيمينو لښکر جوړول او په سوريه کي جنګول .يوازي ددايکونډي په ولسوالي کي ۱۰۰په ۱۰۰کي هر کال دهيواد وهغه ټاپ فاکولتو ته کامياب کيږي چه دپښتنو په ټولو ولايتو کي داتعداد نسته .دهيواد په امنيتي او دفاعي ساحو کي ددوي پشک چاپ يعني هزاره ګانو دحوزو اميرين دي چه بخوا به يي باغلي خر څول او اوس دهيواد هغه حساسي پوستونه ددوئ پلاس کي دي .نو دئ ولي خپل بادار ته شکايت کوي ؟خپله تر مخه خردوان وو او اوس داجراييه دريس معاون دي

  3. Dr.Atal Reply

    د محقق اشتها او غوښتنی ډیری لیونی او احمقانه دی ، د تیرو حکومتونو محدودیتونه باید تدریجی او ارزونی نه وروسته زیات یا کم شوی وای مګر د ایران کڅوړو که څه هم ارزښت یی ډیر کم او شرم یی زیات او تاریخی سابقه د افغان په تاریخ کی نلری خو دبن مصیبت یو ندی معامله ګرو نادیده حکامو هر ډول فساد ته لار خلاصه کړه او د داخلی او بهرنی شر اچوونکو لاره کی هیڅ خڼډ او ځند نه پیښیده او مفسد حکامو هم زمینه سازی کوله ، ځکه دوی له غلا ، انحصار او رشد د رذایلو پرته ، بله تجربه او فهم نه درلود ، او همدا په فساد کی مسابقه وه چی د افغانستان اداره سرخیل مفسدین ،ثابته او معزز ملت یی بدنام کړ.
    دهمدی فاسدی اداری په دور کی فاطمیون وخوټیدل هغه هم د تاریخی ملی خاینانو په لاس چی بی حده صلاحیتونه ورکړ شوی او ټول قیودات کڅوړو یوړل.
    اوس د داعش راتګ افغانستان ته یو قوی عامل یی د محقق فاطمیون دی

  4. Fahimjan Reply

    وايي يو پتى يي وخورهته يي أوس هم بودنه بولي. محقق تول أفغانستان په خيته ووهه أو أوس هم نور حق غواري. ده هم له معلم عطا نه زده كري دي چي په وچ زور يي تول شمال وخوره أو مداريان هم ورته وازه خوله ناست دي.

  5. صا لح محمد Reply

    دا ئې ونه ويل چې په سوريه کې لوای فاطميون بايد د افغاني شیعيه ګانو لخوا تقویه شي ، او زمونږ سره اقتصادي مرسته وشي چې دخپلو ځوانانو مړي وطن ته راوړ

Leave a Reply to لالا،بټنوال Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2