Categories

اعلان

Loading…

خان عبدالغفار خان؛ په سولېدلو کليشو کې د پېړۍ تجربه

وحيدالله مصلح

نه پوهېږم ولې؟ خو سره له دې چې د باچاخان او لارويانو ضد ټولنه کې يې رالويېدم، په دغه ټوله محدوده کې مې باچاخان بدې نه راتلو، په زړه کې مې شکونه ضرور و، خو په شکونو کې مې د ښو ګومانونو خوندي خواوې هم لږې نه وې.

د تحريکونو او شخصيتونو د پېژندنې او تحليل لپاره پر تنظيمي او کورني موقف بسنه نه ده په کار، کله چې مونږ غواړو د مهمو قضيو په اړه ژور او دقيق نظر ولرو نو اړينه ده چې د نوموړو تحريکونو او شخصيتونو د لومړي لاس سرچينو ته ورشو، د خان عبدالغفار خان په اړه تنظيمي ليد يو سوليدلی او کليشه يي ليد دی، باچا خان د پخواني هند، ويشلي هند، افغانستان او کوزې پښتونخوا د سياستونو لويه قضيه او د پېړۍ تجربه ده. پر هغه ليکل، لوستل او تنقيد د خان او د نوموړي د ګوند ادبياتو مطالعه غواړي او پر هغه د نقد اثار لوستل غواړي.خو د دغو سرچينو لوستنه خپله بې طرفي غواړي، له بې طرفۍ مې موخه دا نه ده چې ګنې نقدي سوچ دې ووژل شي، خو د نقد لپاره د عدل او بې پرېتوب اصلونه حياتي دي.

ما څو کاله مخکېپه همدې منظر کې د باچاخان کتاب “زما ژوند او جدوجهد” واخېست او بيا مې د باچا خان مرحوم په اړه خپل نظر ځانته راټول کړ.په نوموړي کتاب کې باچاخان ما ولوست پر باچاخان خپله د هغه مبارزه يو لوی شاهد دی او د دې ګواهۍ خوندي سند د نوموړي ژوند او جدوجهد دی.

کله چې تاسو د باچا خان په اړه لوستنه وکړئ، نوموړی د ده خپلو او نورو بې پرې اثارو کې ولولئ نو و به ګورئ چې د باچا خان په اړه قضاوتونه څومره په عقدو کې شوي؟ او دا عقدې اکثره بيا د ده په اړه همداسې ړندې خورې شوي او هيچا د دې خواري نه ده کړې چې خان ولولي او بيا پرې نظر ورکړي. خان چې څومره د دين په نوم په ټولنه کې بدنام شوی دا نو د تاريخ تر ټولو لويه جفا ده.

که په ټولنه او په ځانګړي ډول پښتني هغه کې څوک د مشرۍ شوق کوي نو د دې لارې د پيچ و خم په اړه دې د خان د ژوند او جدوجهد کتاب ولولي، د قوم او مشرتابه اړيکه، ملګرتيا، وفا او جفا، کشمکش او د مبارزې يوه لويه تجربه به يې وړيا پانګه وي.

خدايي خدمتګار او عدم تشدد!

خدايي خدمتګار د باچا خان د مبارزې لومړنۍ منظمه اډانه وه، نوموړي چې کله له خپلو ملګرو سره په لاهور کې د کانګرېس لويه غونډه وليدله او هلته يې د انګليس پر ضد د کانګرېسيانو د ازادۍ شور او جذبه وکتله او بيا په دې جذبه کې چې هلته مېرمنو څومره برخه اخېستې وه نو دې ټولو پر باچاخان او د هغه پر ملګرو ډېر اغېز وکړ، دوی و انګېرل چې د هغوی مېرمنې د ازادۍ مبارزه کوي او زمونږ سړي د غفلت پر خوب ويده دي. باچا خان چې له لاهور نه راستون شو نو په اتمانزو کې يې يې لويه غونډه جوړه کړه او هلته يې ولس ته وويل چې: (د هندوانو او پېرنګيانو په دې جنګ دی چې پيرنګی وايي چې هندوستان کې به بادشاهي مونږ کوو او هندوان وايي چې دلته به بادشاهي مونږ کوو او مسلمانان د غفلت په خوب اوده دي، نو ای پښتنو ورونو! زه ستاسو نه پوښتنه کوم چې تاسو به څه کوئ؟ ناست به يئ دواړو ته به دعا کوئ او د غلامۍ او پټتي توب ژوند به تېروئ؟).[1]

د باچا خان وينا پر حساسو وګړو ډېر تاثير وکړ، تر دې وروسته څه خلک باچاخان پسې شول چې مونږ بايد يو منظم خوځښت ولرو، باچاخان تر مشورو وروسته له خپلو ملګرو سره د خدايي خدمتګار منظم غورځنګ جوړ کړ، نوموړي دا نوم ځکه غوره کړ چې پښتانه د خدای لپاره په مينه او اخلاص کار کوي، خو په نورو نومونو دوی نه راجمع کېږي.

باچا خان دې خوځښت لپاره د عدم تشدد فلسفه غوره کړه، هغه په دې مانا چې د خدايي خدمتګار غړي به د خدای د مخلوق خدمت کوي، تشدد به نه کوي، د انتقام پر ځای به بښنه کوي، کينې او دښمنۍ به نه کوی، ناوړه کارونه به نه کوي، ساده ژوند به کوي او دېته ورته نورې ډېرې ښې ځانګړتياوې يې د خدايي خدمتګارانو لپاره وټاکلې. د خدايي خدمتګار غړيو شمېر ډېر زر تر ۳ لاکو واووښته او دا په هغه مهال کې بېساری نفوذ وو.

باچا خان د خدايي خدمتګارو په ملتيا د پښتنو د سيمو دورې پلان کړې، دوی به په دې دورو کې سپينه خامتا اغوسته، دا چې دورې اوږدې وې نو زر به خيرنېدې، باچاخان بيا دوی ته وويل چې خامتا مو رنګ کړئ، کله يې چې دوبي ته يووړې نو هغه د صنوبر د پوټکي په رنګ کې ورته رنګ کړې، دغه سور رنګ بيا تر پايه د خدايي خدمتګارو رسمي رنګ شو. پر باچا خان بيا تور پورې شو چې دا رنګ يې ګنې د شوروي کمونېستي انقلاب پر تقليد غوره کړی، خو هغه دا پروپاګند بولي او وايي چې: (دغه د سرو جامو وجه وه چې پېرنګيانو بيا زمونږ پر خلاف پروپاګنډه شروع کړه، چې دا د بالشويکو تحريک دی، مونږ خو هغه وخت د دې نه خبر هم نه وو چې د بالشويکو هم سره وردي ده، دا خو يوه اتفاقي خبره وه، ما تر دغه وخته پورې نه د مارکس، نه د لېنن او نه د ګاندهي جي کوم کتاب لوستی وو).[2]

د باچا خان د عدم تشدد فلسفه په پښتني ټولنه کې نوې تجربه وه، پښتانه چې په فطري توګه سخت او جنګيالي دي د دې فکر په وړاندې يې مقاومت وکړ، خو باچا خان ښه مسلمان هغه ګاڼه چې بل مسلمان يې د ژبې او لاس له ضرره په امن کې وي او دا د هغه حديث پر استناد چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: المسلم من سلم المسلمون من لسانه ويده.

په خپلمنځي لحاظ عدم تشدد ډېره ښه او حياتي فلسفه ده، په ځانګړي ډول افغانان هر مهال په خپلمنځي ډول بايد د عدم تشدد فلسفه تدريب کړي، او که دا ونه کړي نو جنګ به يې نسلونه تباه کړي. که عدم تشدد ته له څو زاويو وګورو نو عدم تشدد په فطري ډول د يوې ثابتې او هرمهالې پاليسۍ په توګه کارنده نه ده، کله چې خبره د بېروني جارحيت وي، کله چې د ازادۍ د مبارزې خبره وي نو دلته عدم تشدد موثريت نه لري، د فشار د يوې وسيلې په توګه ښايي مدني عصيانونه ترسره شي، سوليز مزاحمتونه شايد وشی خو استعمار له زور پرته بله فلسفه نه پېژني.

عدم تشدد وروسته بيا د نېشنل عوامي پارټۍ په مبارزاتي ژوند کې مراعت نه شوه، کله چې دوی د پښتون زلمي په وجود کې په کوزه پښتونخوا کې وسله وال برخوردونه وکړل نو د باچاخان دا فلسفه يې عملاً له ګوندي سياسته ګوښه کړه، او کله چې يې لسيزې وروسته په خيبر پښتونخوا کې حکومت تر لاسه کړ نو هلته يې هم له پاکستاني طالبانو سره د تشدد او عدم پاليسي غوره کړه.

باچا خان، يو دينداره شخصيت!

کله چې د باچا خان کتاب لولۍ نو حتماً به د هغه ديني اړخ له نظره تېروئ، هغه يو تکليفي او تصنعي مسلمان نه وو، بلکه اسلام د هغه د ژوند ورځنۍ بوختيا وه، باچا خان به چې په زندان کې وو، نو کالي به يې دومره لانډه ورکول چې سجدې ته به تللو نو ملا به يې ښکارېده، او هغه به يې چې بل زندان ته انتقالاوه نو وظيفات (په څرمنيز پوښ کې پوښلی قرآن کريم) به يې تر ټولو لومړی غاړې ته اچاوه.

اټرچند يې په اړه وايي: (“زه فکر نه کوم چې هغه دې په خپل ژوند کې کوم لمونځ قضا کړی وي” مشر ورور يې وايي: په ځوان ورور “غفارخان” کې تر ټولو ښه خاصيت، چې زما په ذهن کې دی، د هغه روحانيت دی، د اسلام ريښتينی روحانيت، چې خدای ته د ځان د سپارلو او تسليمولو په معنا دی).[3]

يوازې باچا خان نه، بلکه خدايي خدمتګاران په يوه طبيعي ديندارۍ کې له جومات، لمونځ او اسلامي شعايرو سره تړلي وو، يو وخت خو داسې هم وو چې انګليس په کوزه پښتونخوا کې ټولې مدرسې وتړلې او استادان يې زندانونو ته کړل، پر استادانو يې ږيرې وخرېلې، او د اذان، جماعت او لمانځه له بنديزونو سره يې مخ کړي وو، خو کله چې بيا خدايي خدمتګاران جوپې جوپې بنديان شول، نو دوی په زندانونو کې د ږيرې، اذان او جماعت بنديزونه مات کړل. د دې لوی علت دا کېدای شي چې خدايي خدمتګارو ګوندي اډانه درلوده او همدې نظم او تعهد دوی ته د بغاوت، درېدنې او ثبات جوهر ورکړی وو.

باچاخان په ۱۹۲۶ کې د حج پر سفر ووت، هغه مهال دا کوم اسانه سفر نه وو، له خپل کلي نه کراچۍ ته لاړ، له کراچۍ نه په بحري بېړۍ کې عدن ته ولاړ، په لاره کې له ډېرې يخنۍ مريض هم شو، له هغه ځايه جدی، مکې، طائف او مدينې ته ولاړ. خان په دې دوره کې يوازې حجاز ته نه، بلکه د اسلامي نړۍ د حوادثو پر مرکزونو هم وګرځېد، بيت المقدس ته ولاړ، غوښتل يې د مصر قاهرې او اسکندريې ته هم لاړ شي خو اجازه ورنه کول شوه، شام ته ولاړ، عراق ته يې سفر وکړ. خان چې کله بيت المقدس ته ولاړ نو مېرمن يې د بيت المقدس مسجد له زينو وغورځېده او وفات شوه، هغه يې هملته دفن کړه.

خان چې کله نبوي مسجد ته ولاړ نو هلته يې لس شپې اعتکاف وکړ، خان په دې موده کې له مشهور محب رسول صلی الله عليه وسلم، حاجي محمد امين سره ليدل وشول، دا هغه حاجي محمد امين دی چې کله مدينې ته رسېدلی وو نو پڼې يې ويستلې وې او پښې بل پښې د مدينې په کوڅو کې روان وو، له سترګو يې اوښکې تللې او ويل يې چې:

زړګيه سترګې لګوه د قدم لاره نه ده***رسول پرې ايښې قدمونه دومره خواره نه ده

حاجي محمد امين، خان ته وويل چې دلته د يو کال لپاره چېله کېږم، خان ورته وويل چې: (استخاره وکړه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې خوشالېږي چې ته دلته هغه سره په کوټنۍ کې ناست يې او که په دې خوشالېږي چې ته لاړ شې او د هغه پيغام خلکو ته ورسوې؟).[4]

باچا خان چې کله د طائف سفر کاوه، نو هلته يې د خپلې مبارزې لپاه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د عملي ژوند زمکه او تاريخ کاته، هغه ورته له هغه ځايه منطق راټولاوه، خان وايي چې: (مونږ خو طايف ته د دې لپاره راغلي يو چې دلته د حضور صلی الله عليه وسلم هغه عزم، اراده، او عفو وګورو چې هغوی دلته د تبليغ لپاره راغلي وو، او خلکو په کاڼو، ګټو وويشتو، زخمي يې کړو خو هغوی په خپل عزم ټينګ ولاړ وو، او بيا يې هغو خلکو ته دعا وکړه چې خدايه ته دوی ته هدايت د نېکۍ وکړې).[5]دا د نبوي ژوند هغه تجربه وه چې خان وروسته ترې د عدم تشدد او زغم په منطق کې ګټه اخېسته.

پاچاخان به تل په خپل ويناو کې اسلامي لارښوونې، سيرت او اسلامي تاريخ خلکو ته تشرېح کاوه، هغه خپلې مبارزې ته منطق په اسلامي سرچينو کې لټولو، که به يې عامه وينا کوله، که به يې ګوندي فعالينو ته وينا کوله او که به يې د هند او پاکستان په رسمي غونډو کې خبرې کولې نو استناد به يې د محمد صلی الله عليه وسلم پر سپېڅلي سيرت او احاديثو کاوه، پاچاخان په ډېرو واضح ټکو د خپل تحريک (خدايي خدمتګار) په اړه وايي چې: (زمونږ تحريک يو ريښتينی تحريک وو، دا يو مذهبي تحريک وو. زه وايم چې ان نن ورځ هم خدای پر مونږ رحم کوي او خلک مو راويښوي).[6]

د مسلمانانو خواخوږی باچا خان!

باچاخان چې د انسانيت کوم درد درلود، هغه د نړۍ په ډېرو فراقومي انسانانو کې نه شي موندل کېدای، باچاخان انسان ته د انسان په سترګه کتل، هغه چې کله په هند کې له کانګرس سره پاتې کېده او هغه چې کله د هند له جمعيت علما سره ناستی کاوه، او باچا خان چې کله د خلافت د تحريک د سر په سړو کې وو نو دا د دې لوی ثبوتونه دي چې باچا خان له مسايلو سره د انساني دايرې په قطر کې برخورد کاوه. باچا خان که د هغه په کتاب کې ولولئ نو د نړۍ مسلمانان چې يادوي نو پر ورونو يې يادوي، کله چې په لومړۍ نړيواله جګړه کې هندياناو په ځانګړي ډول هندي مسلمانان د انګليس په لښکرو کې په اسلامي هېوادونو کې جنګېدل، د هنديانو ظلمونو او نادودو دوی د عربانو په ذهنونو کې د انګليس د ځرو او غلامانو په شکل کېنولي وو، کله چې باچا خان د عربي هېوادونو په سفر وو، څو ځايه ورته عربانو همدغسې ستغې ويلې وې، خو خان يې په مقابل کې د هندوستان مسلمانان پړ ګڼل.

د بيت المقدس په سفر کې د کيسو له نقلولو داسې برېښي چې هغه په عربي نړۍ کې د ترکانو د خلافت له واکمنۍ سره خواخوږي لري، هغه يو ځای د بيت المقدس له يوه عرب سره مرکه کوي، له عربه پوښتي:

(بيت المقدس خو ډېره ترقي کړې ده، نوي نوي سړکونه په کې پېرنګيانو جوړ کړل او نوې نوې ابادۍ يې په کې وکړې؟ عرب ورته وايي چې: مونږ به سړکونه او ابادۍ څه کړو؟ مونږه او زمونږ ملک ورځ په ورځ پرېوتو او غربت طرف ته روان دی، ځکه چې ترکو به د قسطنطېنيه د خزانې روپۍ دلته لګولې او پېرنګيان لکه د جورو په مونږ لګيا شوي دي، زمونږ مال خوري او ولايت ته يې لېږي، او بيا يې يو سوړ اسويلی وکړو، چې مونږ ترکو پسې ډېر ارمانونه کوو خو وخت تېر دی، الله دې مونږ ته عفوه وکړي او د دې ظالمانو د پنجې نه دې مونږ خلاص کړي).[7]

خان چې کله د هندوستان په بېلابېلو ايالتونو او ښارونو وګرځېد نو د مسلمانانو پر حالت سخت ځورېده، هغه به تل د مسلمان او هندو پرتله کوله او د مسلمان پر ورسته پاتې توب به يې افسوس کاوه. يو ځل يې په ډهلي کې د جامعه ملي اسلاميه ډيلي مشر ذاکر حسين ته چې هغه هم له پلار نيکه نه اپرېدی پښتون وو خو ژبه يې هيره کړې وه، وويل چې: زه دې نتيجې ته رسېدلی يم چې په چوف کوف قومونه نه ابادېږي، کار په کار دی، او نه د جلسو د تقريرونو په واسطه په هغوی کې ژوند پيدا کېدای شي، نو ما اراده کړې چې د مسلمانانو لپاره کار وکړم، او دوی له د اصلاح د پاره مرکزونه قائم کړم او چې تر کومې ما ته خپلې صوبې ته د تللو اجازت نه دی شوی، د دوی څه خدمت وکړم، مګر ما سره د دې خبرې ډېر فکر دی چې که چېرې ما ته خپلې صوبې ته د تللو اجازت وشو نو د دوی خدمت به بيا څوک کوي؟).[8]

په لسګونو داسې بېلګې به تاسو ته مخې ته درشي چې خان په کې د يو انسان دوست او له مظلوم سره د خواخوږي شخصيت په بڼه ومومئ، د خان په کتاب کې دا بېلګې بېخي ډېرې دي، خو کتل غواړي.

د باچاخان په ليکنو او ويناو کې به داسې څه ونه ميندل شي چې هغه دې په کې قومونو ته په سپکه کتلي وي، هن دا جلا خبره ده چې باچا خان د پښتنو لپاره د حق اواز پورته کړی وو، دا د زمانې وېش وو چې په قومي جغرافيو کې يې انسانانو ته نوي شناختونه ورکړي، دا د شلمې پېړۍ د انګليس او اروپا لوی جنايت وو چې د خپلو ګټو په خاطر يې پولې په قومي وېش کې خرابې جوړې کړې، او باچا خان هم د انګليس په همدې وېش کې له يوې خوا د هند په جغرافيه کې محروم پښتون وو او وروسته بيا په قومي راښکلې کرښه غوڅ شوی وجود. باچا خان د همدې محروم ويشلي قوم لپاره د خير لمن غوړولې وه، خو هغه خپل قوم کله هم له نورو قومونو سره په ورانه سيالۍ کې نه روزه، هغه ورته يوازې د خپلو مشروع حقونو د مبارزې چل ورښوده.

باچا خان، يو قامي معلم!

باچاخان د تعليم يو ارمانجن مشر وو، هغه چې په شلمه پېړۍ کې د خپل قام د تعليم لپاره مدرسې او ښوونځي جوړول له بده مرغه همغه مهال د انګليس ځري په ديني پوښ کې د دې مدرسو د بندولو پر دنده بوخت وو. هغه دا ښوونيزه سلسله د خپل قام د تعليمي ظرفيت لپاره جوړه کړې وه.

باچاخان له دې رنځېده چې هغه مهال بهملايانو کوچنيان په لومړنيو ښوونځيو کې زده کړو ته نه پرېښودل، هغه په ۱۹۱۰ ميلادي کې بيا له يو شمېر ديني عالمانو سره په همغږۍ کې د اسلامي مدارسو سلسله پيل کړه، دا مدرسې د اتمانزو په شمول په ګڼو ځايونو کې جوړې شوې، باچا خان وايي چې: (ما او مولوي عبدالعزيز صاحب يوه مدرسه په اتمانزو کې جوړه کړه او د نورو مدرسو جوړلو لپاره مو د نورو علاقو دورې شروع کړې، د خلکو توجه مو د علم طرف ته کړه او د پښتنو په زړونو کې مو د علم ضرورت احساس پيدا کړو او دغه شان مو ورو ورو په مختلفو علاقو کې د مدرسو جوړول شروع کړل او په لږ وخت کې مو ډېرې مدرسې جوړې کړې).[9]

 وروسته بيا يو شمېر ملايانو ورسره مخالفت وکړ، باچاخان د دې مخالفت عمده دليل دا ګڼي چې ګنې ملايان له دې ويرېدل چې د علم په عامېدو بيا د دوی اهميت غورځېږي، خو خان په دې برخه کې د فرنګيانو لاسوهنه هم يادوي.

باچا خان تر وروستي حده د خپل قوم د تعليم ارمانجن وو چې کله پوه شو د ملايانو په مخالفت کې د مدرسو جوړښت خرابېږي نو خپله شاته شو او د مدرسو سرپرستي يې د ترنګزو حاجي صاحب ته پرېښوده.

که هغه مهال د تعليم دغه سرچينې نه وای وچې شوی نو نن به پښتونقوم نه يوازې بشپړ لوستی وای، بلکه ډېر به شعوري وای، د ازادۍ مبارزه تر شا لوستی او شعوري ملاتړ غواړي، دا ملاتړ يوازې د ازادۍ لپاره نه بلکه تر ازادۍ وروسته د حکومتولۍ او ملي وحدت لپاره ډېر اړين دی، له بده مرغه دا کمی تر پايه همداسې کمی پاتې شو. که د خان قوم په تعليمي ميدان کې نه وای مات شوی نو دوی به لږ تر لږه په تعليمي برلاسۍ کې له علمي مقامه خپلو سيالانو سره سيالي کولای، حتی په ويشلي هند کې به يې هم قدمونه سخت مزبوت او ژبه ډېره روانه وای، فکر به يې غني وای او پايله به يې منطقي وای.

باچا خان، د بيدارۍ او ازادۍ بېلګه!

باچاخان يوازې د پښتنو د بيدارۍ مبارز نه وو، بلکه نوموړی چې کله په برېتانوي هند کې وو نو د ټول هندي انسان د ازادۍ غږ يې درلود، هغه چې کله فلسطين ته لاړ نو د هغه ځای د فلسطيني مسلمان د مرګوني خوب، تنبلۍ، بې کارۍ او فکري خلا نه يې سر ټکولی. کله چې نوموړی د حج تر سفر وروسته بيت المقدس ته لاړ نو د هغه ځای د مسلمانانو پر وضعيت سخت وځورېد، باچاخان وايي چې: (يو ورځ مې دې عربو وروڼو ته وويل چې دا تاسو په کومه دنيا کې يئ؟ لږې سترګې خو وغړوئ، زه چې ستاسو په دې ملک کې ګرځم نو چې چرته شاړه زمکه وي او رېګ وي نو چې تپوس وکړم چې دا د چا زمکه ده؟ نو وايي چې دا دعرب ده او چې ښکلې اباده زمکه او باغ او بنګله ووينم نو تپوس وکړم چې دا د چا ده؟ نو وايي چې دا د يهودي ده. تاسو دې خپل ژوند ته وګورئ او د هغوی ژوند ته وګورئ، که علم مو نه شته نو سترګې خو مو شته!).[10]

باچا خان د خپل قام د بيدارۍ لپاره خدايي خدمتګاران تيار کړل، دا نوم په خپل ذات کې له يوې خوا ديني رنګ لري او له بلې خوا تعصب ټکوي، يو څوک چې خدايي خدمتګار وي نو هغه بيا د انسانيت په خدمت کې وي او هغه بيا يوازې د خدای لپاره کار کوي.

باچا خان د داسې کسانو په لټه کې وو چې هغه يې ځانګړنې په خپله وايي: (د قومونږ د ژوندي کولو او بيدارولو لپاره داسې کسان په کار دي چې بې غرضه وي، ديانت دار وي، ايماندار وي، او د خدای لپاره د خپل قوم خدمت ته تيار وي، چې داسې کسان په کوم قوم کې پيدا شي نو د هغوی په کوښښونو هغه قوم کې مينه، محبت، همدردي، وروري او عزيزولي پيدا شي، هغه قام اباد شي، مونږ بې همتو او خود غرضو خانانو، ملايانو او باباګانو تيارې ته کېنولي يو، ځکه خو زمونږ د قام دا حال شو!).[11]

باچا خان د انګليس پر ضد په قام کې ولولې او انګېزې پيدا کولې، هغه د ترنګزو ملاصيب او د ازادۍ له نورو نومياليو سره په اړيکه کې د وطن په غرو رغونو کې د ازادۍ مبارزه کړې. خان به کله د کوزې پښتونخوا په غرونو کې مزلونه کول او کله به د غازي امان الله خان نوي ازاد حکومت ته په هيلو راتلو. د خان ژوند د مبارزې مجموعه ده.د باچا خان د مبارزې تر ټولو غټ ثبوت په زندانونو کې د نوموړي ۳۶ کاله ژوند دی، دا زندانونه د ازادۍ غوښتنې د داعيې سزا وه، خان يوازې زندان نه بلکه د تبعيد زښت ډېر کلونه په کابل کې تېر کړي.

باچاخان او کانګرېس!

د برېتانوي هند په مرحله کې باچا خان د کانګرېس غړی او ملاتړی وو، او دا هم جالبه ده چې د مسلم ليګ په شتون کې باچاخان ولې کانګرېس ته لاړ؟ دا تلل خپل پسمنظر لري، خان په زندان کې وو، او بېرون پر خدايي خدمتګارو زمکه تنور وه، انګليس پرې له هرې خوا ظلمونه او تعدي کوله، خدايي خدمتګارو بيا په زندان کې باچاخان ته ځواب ولېږه چې څه وکړو؟ هغه ورته وويل چې مسلم ليګ ته ورشئ او ورنه غوښتنه وکړئ چې په هند کې د دوی د مظلوميت غږ پورته کړي او مرسته ورسره وکړي، کله چې د خدايي خدمتګارو غوښتنه مسلم ليګ سره مطرح شوه، هغوی په دې پلمه چې ګنې تاسو د حکومت مخالفت کوئ او مونږ دا مخالفت نه شو کولای نو ځکه مو ملاتړ هم نه شو کولای. بيا نو دوی له ناچارې کانګرېس ته خپله ستونزه وړاندې کړه او هغوی يې په کلکه ملاتړ وکړ، د کانګرېس تر ملاتړ وروسته پر خدايي خدمتګارو ظلمونه کم شول او په دې ډول باچاخان د کانګرېس پر سياستونو ورګډ شو.

باچا خان د هند تر وېشه د کانګرېس سره په ژمنه او قول ولاړ پاتې شو، خو کانګرېس په پای کې باچاخان سره چل او غدر وکړ، هغه يې په نيمه لار کې ځانله پرېښود، د هند د وېش په مرحله کې د هند وايسرای لارډ مونټ بېټن، ګاندي او جناح پر دې جوړ راغلل چې پنجاب او بنګال به دوی په خپل منځ کې وويشي او په مقابل کې به د سرحد ايالت د هند او پاکستان په انتخابونو کې ټولپوښتنې ته پرېږدي! لومړی خو دا چې دا ټولپوښتنه په خپل ذات کې بې منطقه ځکه وه چې که پښتنو هند ته رايه وکړې وای نو له هندوستانه په زرګونو ميله لرې پښتونخوا به څرنګه د هند حکومتولي مخته وړلای؟ او دويمه مهمه خبره د باچاخان د مبارزې موخه وه، باچاخان خو له کانګرېس سره په ګډه له انګليسه د واحد هند د ازادۍ مبارزه کوله، نو کله چې هند د ازادۍ پر ځای ويشل کېږي نو باچا خان په کې بيا هم ولې له دوه بادارانو يو انتخاب کړي؟ د باچاخان مبارزه خو داسې نه وه. او درېمه خبره دا چې باچاخان د خپل پښتني ضد او له کانګرېسه د مرورتوب له مخې هم حتی دېته حاضر نه شو چې د پاکستان او هند د وېش په ټولپوښتنه کې کانګرېس ته قامي رايه راټوله کړي، نوموړي ټولپوښتنې سره پرېکون وکړ او کمو خلکو په اکثريت رايې سره پاکستان انتخاب کړ.

خو دا پوښتنه هم وارده ده چې که باچاخان د هند په پلوۍ په ټولپوښتنه کې برخه اخېستې وای نو ايا ګټلې به يې وای؟ د ليکوال په خيال سره له دې چې دا مهال په سرحد ايالت کې خدايي خدمتګارو د کانګرېس په اډانه کې حکومت جوړ کړی وو، دوی له ۳۰ څوکيو ۲۱ ګټلې وې، او دا په سرحد ايالت کې مسلم ليګ ته سخته ماتې وه، خو کله چې د هند د وېش وخت راورسېد نو ورسره جوخت د هندو-مسلمان شخړې او قتلونه دومره زيات شول چې بيا په کې شايد کانګرېس له پښتونخوا نه هغسې روغه رايه نه وای اخېستی، او باچاخان شايد په دې ښه پوهېده چې پښتانه په دې وېش کې رايه د کانګرېس ځولۍ کې نه غورځوي. د هند تر وېش څومياشتې مخکې چې کله د هند د صدراعظم په توګه جواهر لال نهرو د پښتنو قبايلو په دوره راغلی وو، باچاخان او د سرحد ايالت اعلی وزير ډاکټر خان يې ملګرتيا کوله، په قبايلو کې نهرو سره ډېر سوړ برخورد شوی وو، حتی د تيږو ګوزارونه پرې شوي وو، نو هلته وار له مخه د مذهب پر بنسټ د هند د وېش لپاره عامه ذهنيت تبديل شوی ښکارېده.

لوی افغانستان په يو نظر کې!

په ايران کې د نادرشاه خراساني تر مړينې وروسته احمدشاه بابا چې د نادرشاه په واکمنۍ کې يې د پښتنو او ازبکو د قطعو مشري کوله کندهار ته راغی او دلته يې د پښتنو، تاجېکو، ازبکو او نورو قومونو لويه جرګه راوغوښته، تر نهو ورځو وروسته پر احمد شاه بابا د پاچا په توګه توافق راغی، احمد شاه بابا د معاصر افغانستان دولت رامنځته کړ او نوموړي د لسو بيرونيو سوقياتو په اوږدو کې د افغانستان سرحدونه پراخه کړل، خو کله چې بابا وفات شو، د زامنو او لمسيانو په دورو کې يې د امپراتورۍ حدونه په تدريج کم شول.

د بابا په لمسيانو کې شاه شجاع په لومړي ځل له برېتانيوي مکناټن او رنجيت سنګ سره معاهده امضا کړه او د کوزې پښتونخوا يو شمېر سيمې يې رنجيت سنګ ته وسپارلې. وروسته بيا امير دوست محمد خان هم ورته معاهده امضا کړه او د بلوچستان او سند يو شمېر سيمې يې انګليس ته وسپارلې. امير محمد يعقوب خان هم په خپل نوبت د پښتونخوا يو شمېر سيمې انګليس ته وسپارلې او په وروستي نوبت کې بيا امير عبدالرحمن خان له مارتيمر ډېورنډ سره د اوسني افغانستان په حدونو نښې راښکلې.

د افغانستان په تاريخ کې لويو او ملي پېښو تل د لويو جرګو له لارې مشروعيت پيدا کړی، لويې جرګې د تېرو پېړيو يوه ولسواکيزه بڼه وه، چې په وروستيو کې يې سمبوليکه او کليشه يي بڼه غوره کړې. له بده مرغه د افغانستان د حدونو د کمولو په ټولو معاهدو کې د ولس رايو ته مراجعه نه ده شوې، دغه ټولې معاهدې له پرګنو په غلا په شاهي دربارونو کې د نرګسي مجبوريتونو له امله منل شوي.

کله چې انګليس ووت، افغانستان پر خپلو پخوانيو سيمو د مالکيت غوښتنه وکړه او د ډېورنډ کرښه يې د پولې په توګه ونه منله. دې غوښتنو خپل منطق درلود:

لومړی دا چې دغه معاهده د ملت له خوښې او لویې جرګې له مشروعيت پرته ترسره شوې وه، دويم دا چې دا معاهده د برېتانوي استعمار او د برېتانيا له يوه تحت الحمايه حکومت تر منځ تر سره شوې وه، په بله معنا معاهده د دوه سيالانو تر منځ نه وه ترسره شوې، درېم دا چې دا معاهده د مالي رشوت په ورکولو تر سره شوې وه، څلورم دا چې د استعمار په پای ته رسېدو سره ازاد شوي حکومتونه او يا نوي ايجاد شوي دولتونه د استعمار د تړونونو وارث نه شمېرل کېږي. داسې هم ويل کېږي چې پر نوموړې معاهدې د امير عبدالرحمن خان لاسليک هم نه شته.

لوی افغانستان، پښتونستان او نېشنل ګوند!

افغان دولت دغسې او تر دې نور ډېر منطق درلود او د خپلو سيمو د اعادې داعيه یې په ملي کچه رامنځته کړه. افغان دولت د خپلې همدې تاريخي داعيې په ګټه د خان عبدالغفار خان له مبارزې ننګه کړې، خو واقعيت دا دی چې د نېشنل ګوند په تاريخي سير کې داسې مرحله نه ده راغلې چې هغوی دې په کې د لوی افغانستان داعيه تبني کړي وي. باچاخان د هند تر وېش مخکې د ۱۹۴۷ د جون په ۲۷ مه د پښتونستان جوړولو پرېکړه وکړه، او دې داعيې لپاره يې د منطق او استدلال په توګه وپوښتل چې: ايا افغانستان، ايران، عراق، عربستان او مصر خپل بېل حکومتونه نه لري؟[12] دا په دې مانا چې باچاخان د افغانستان په ګاونډ کې ازاد پښتونستان غوښت.

د هند د وېش پر مهال ټولپوښتنه وشوه او باچا خان په دې خاطر ورسره پرېکون وکړ چې درېم انتخاب په کې نه وو، دوی نه غوښتل چې د هند او پاکستان په منځ کې يو غوره کړي، دوی د ازاد پښتونستان پر انتخاب تاکيد کاوه، باچا خان اصلاً د هند او پاکستان تر منځ نه بلکه د ازاد پښتونستان او پاکستان پر انتخابونو ټينګار کاوه. خو دا داعيه د ډېر لږ وخت لپاره وه، او د هند تر وېش ډېر زر وروسته د پاکستان په پارلمان کې په ګډون کولو سره باچا خان او د ده ګوند د پاکستان غوښتونکي شول.

باچا خان حتی د هند تر وېش دوه مياشتې مخکې له محمد علي جناح سره دوه ځلې وکتل، په لومړي ځل ګاندي هم ورسره وو، باچا خان جناح ته وويل: (اوس چې کانګرس د هند وېش منلی، پښتانه کاملاً له پاکستان سره په يو ځای کېدو موافق دی، خو په دې شرايطو:

۱- بايد په آبرومندانه شرايطو سره وي.

۲- په هغه صورت کې چې که پاکستان له خپلواکۍ وروسته پرېکړه وکړه، چې د برېتانيا تر حاکميت (Dominion) لاندې به پاتې کېږي، د سرحد ايالت د مسکونو ولسواليو او د قبايلي سيمو پښتانه به د دې انتخاب واک ولري، چې ايا د دې حاکميت لاندې پاتې کېږي او که بېل خپلواک دولت جوړوي.

۳- د قبايلي سيمو د خلکو په اړه ټول مسايل به د غير پښتنو له لاسوهنې او حاکميت پرته پښتانه په خپله پر مخ بيايي، يو داسې حق چې د موسسانو د اوسني مجلس له خوا هم منل شوی).[13]

کله چې هند وويشل نو د ۱۹۴۷ سپټمبر په درېمه او څلورمه په سردرياب کې د باچا خان له لوري لويه غونډه جوړه شوه او هلته يې پرېکړه ليک صادر کړ، په کې راغلي وو چې: (خدايي خدمتګاران پاکستان خپل هېواد بولي او ژمنه کوي، چې د ګټو د پياوړتيا او له هغو څخه د دفاع لپاره يې تر خپلې وروستۍ وسې هلې ځلې کوي او د هغو لپاره هر ډول قربانۍ ورکولو ته چمتو دي).[14]

کېدای شي چې دوی په باطن کې خپله ګوندي اجنډا لرله خو دا چې په ښکاره يې نوره د پښتونستان داعيه په پاکستاني شناخت کې غورځوله نو دوی د خپلې مبارزې پر نظرياتي منطق خاورې اړولې. باچا خان د ژوند تر پايه د پاکستان په واکمنۍ کې د ايالتونو تر منځ د مساوي حقونو داعيه پر مخ وړې او لسيزې وروسته چې بيا د نېشنل ګوند لوړپوړي کاسي ګوند پرېښوده نو ويل يې چې اسفنديار ولي خان د ډېورنډ کرښه ښخ شوی مړی بللی او دا يې تېر تاريخ ګڼلی وو. کله چې په ۱۹۶۵ ميلادي کې هند پر پاکستان بريد وکړ، نو اجمل خان خټک پاکستاني پوځيانو ته د ريډيو پاکستان له ميکروفونه شعرونه ويلې. او کله چې هغه د مشرف په وخت کې ويل چې يو مزبوت پاکستان غواړي نو د غيرت چېغه کتاب پاڼه پاڼه رژېده.

خو دا چې افغانستان نو ولې په هومره لوی قېمت باچا خان او پيروان يې پالل دا نو د افغانستان په تاريخي داعيه کې پرته خبره ده، افغانستان د امير عبدالرحمن خان پر مهال د خپلو سيمو تر بايللو وروسته چې ويل کېږي اصلاً د ډېورنډ موافقې پر هغه اصلي نسخه د امير لاسليک هم نه شته، کله چې هند ويشل کېده نو افغانستان د ډېورنډ کرښې په اړه خپل ملاحظات وړاندې کړل او د برېتانيې تر وتلو وروسته يې پر بايللي وطن خپل حق وغوښت، خو انګليس دا حق پاکستان ته حواله کړ او په دې ډول د ډېورنډ کرښه تر پايه پوله نه شوه، افغانستان د پاکستان تر جوړېدو وروسته په هيڅ مرحله کې ډېورنډ رسمي پوله نه ده منلې.

نېپ او نظرياتي کشمکش!

احمد شاه بابا چې کله د افغانستان حدونه ټاکل او امير عبدالرحمن چې کله يو قوي مرکزي حکومت جوړاوه نو دا يې په تعريف شوي ملتپالنه کې نه ترسره کول، دا هر څه ډېر طبيعي وو. خو په شرق کې په ځانګړي ډول په شلمه پېړۍ کې ملتپالنه په تعريف شوې اډانه کې لوستي قشر ته معرفي شوه، دې ملتپالنې ته ځانګړي عناصر وټاکل شول او د همدې عناصرو په اډانه کې پولې او حکومتونه وټاکل شول، دا عناصر پر قوم، ژبې، رنګ، نسل، تاريخ او دين راټول وو. عموماً په ملتپالنه کې دين د خلکو په عنعناتو تعبيريږي، يو څو خاص مراسم وي او نور د ژوند په چارو کې دين ته صبر وي.

په دې ډول نو ملتپالنه په دغه عناصرو کې يو داسې ظرف دی چې د ژوند لپاره کومه مشخصه نظريه او سېسټم نه لري، بلکه کېدای شي د اقتصاد لپاره کمونېزم غوره کړي، کېدای شي د اډم سمېټ کاپيټالېزم واخلي، کېدای شي د مائوتسه دونګ په تعبيرونو کې مخته لاړ شي، همداسې يې د حکومت ټاکلو بڼه درواخلئ، لېبرال ډيموکراسي، ګونديزه ډيموکراسي، پارلماني ډيموکراسي، صدارتي ډيموکراسي، سوسيالېسټي ډيموکراسي او ډېرې نورې بڼې د ختيز په ملتپاله غورځنګونو کې موجودې دي، په فرهنګي، اجتماعي او نورو برخو کې هم دې ته ورته سېسټمونه بېلابېل دي.

باچاخان په پيل کې د ملتپالنې داعيې ته يوازې ټولنيز او سیاسي اصلاحي رنګونه راټول کړي وو، ازادي، تعليم، پرمختګ، د ژوند په بېلابېلو برخو کې اصلاح او داسې نورې واضح ولسي او ټولنيزې غوښتنې وې، خو باچا خان په پيل کې د ملتپالنې داعيې ته د نظام په توګه مشخصه نظريه ور نه کړه، دا چې دوی څرنګه اقتصادي نظام غواړي؟ دا چې څرنګه حکومت غواړي؟ او دا چې په يوه مسلمانه پښتنه ټولنه کې دوی د نظام په توګه اسلام څرنګه را اخلي؟ دا هغه پوښتنې دي چې ځواب يې ګونګ او په ابهام کې پټ دی.

باچاخان په دې حساب له مشخصې نظريې پرته ولسي غورځنګ مخته يوړلو، ورو ورو دخدايي خدمتګارانو ولسي او مذهبي رنګ بې رنګه کېده، کوزنيو پښتنو ملتپالو منظم ګوندي تشکيلات جوړ کړل، نېشنل عوامي پارټي NAP رامنځته شوه، او نېپ بيا د نظرياتي جدل توده دوره تېره کړه، په دې ګوند کې عبدالحميد بهاشاني، افضل بنګښ، لطيف افرېدی، اجمل خان خټک، جمعه خان صوفی او ډېر نور چې په ملتپالو کې د کمونېستي هستې جوړوونکي ذيلۍ وې راټول شوي وو. په نېشنل عوامي پارټۍ کې د چينايي او شوروي کمونېستانو کشمکش خپله يو تاريخ دی، عبدالحميد بهاشاني په دوی کې د چينايي مائوتسه دونګ د فکر چې مونږ يې په افغانستان کې شعله يان بولو مشري کوله. د بهاشاني په اړه ويل کېږي، هغه چې کله د نېپ مشر وو نو د ايوب خان د مارشلا او استبداد په وړاندې په ټاکنو کې د جناح د خور فاطمه جناح قوي ملاتړی وو، خو کله چې د چين د کمونېست ګوند د مشر له خوا ورته وويل شول چې د ايوب خان ملاتړ وکړه نو بيا يې د عوامي نېشنل پارټۍ د سياست سره په تقابل کې د فاطمه جناح ملګرتيا پرېښوده او د ايوب خان په پلوۍ کې ودرېد. بهاشاني د خپل ګوند سياست د چين د لومړي وزير غوښتنې ته څملاوه، دا پېښه راښايي چې نظرياتي قناعتونه او د ملتپالنې کالبوتونه په کومو اړيکو کې کوشېرونه لري. له بلې خوا بيا شوروي کمونېستان د ولي خان په مشرۍ په جوړې شوې نېشنل عوامي پارټۍ کې راټول شول، په دې کشمکش کې بهاشاني، افضل بنګښ او نور چينايي کمونېستان په جلا لاره لاړل او پاتې مارکسېستانو بيا د ولي خان په پارټۍ کې په شوروي لاره مزلونه پيل کړل.

باچاخان سره د خپل قام د خير څو مشخصې غوښتنې وې او د هغه لپاره يې په خپله شخصي ديندارۍ کې مبارزه وکړه، خدايي خدمتګاران هم تر ډېره ولسي دينداران وو چې د خدای لپاره يې منډه ترړه کوله، خو خان په خپل قامي تحريک کې کله هم د دې زحمت نه وو ويستلی چې په ګوندي تربيه کې اسلامي لېټرېچرو او وسايلو د کارولو اړتيا راپورته کړي، دا تشه په اکاډيميک لحاظ د خداي خدمتګارو له پيل راهيسې د نېشنل ګوند تر وروستي سياسته همداسې تشه پاتې ده.

کله چې د عوامي نېشنل پارټۍ او پښتون سټوډنټس فېډرېشن PSF جوړښتونه رامنځته شول نو اړتيا وه چې د مبارزې لپاره نظرياتي تشخص رامنځته شي، دلته نو بيا باچا خان د دې چپي نظرياتي ډکون په وړاندې څه نه شو کولای، ځکه هغه د کمونېستي نظريې په وړاندې بديله نظريه نه وه تبني کړې، همدا لامل دی چې چپي نظريه په نېشنل ګوند کې بې سياله پياوړې شوه.او پای باچاخان په ګوندي خپلوۍ کې دغه نظرياتي تشخص وزغمه او په مقابل کې يې هيڅ ونه شوای کړای.

د ملايانو او باچا خان پېچلې اړيکه!

باچا خان پخه يارانه له ملايانو سره کړې، په خپل کلي ولس کې له مشهورو ديني عالمانو مولانا فضل محمود مخفي، مولوي عبدالعزيز، مولوي فضل ربي، او مولوي تاج محمد سره وو، د ترنګزو حاجي صاحب او نورو مبارزو ديني مرجعيتونو سره يې ډېرې پياوړې اړيکې درلودې. له شيخ الهند سره يې د مبارزې همغږي او شراکت درلود، هغه له مولانا عبدالکلام ازاد، مولانا عبيدالله سندي او نورو سترو عالمانو سره هم قوي رابطې وې. حتی کله چې باچا خان تر تبعيد وروسته له کابل نه پېښور ته ستنېده نو مفتي محمود مرحوم ورته تورخم ته راغلی وو. د دېوبند له علماو سره د هغه ناستی او د خلافت تحريک رهبري د هغه د ژوند هغه تاريخ دی چې د هغه د ديني ميلان د اندازې لوړې څوکې دي.

خان چې کله د ديني مدرسو په خپراوي کې بوخت وو، په قام کې يې د اصلاح عملي ګامونه اخېستل، پر پرګنو ګرځېده او اصلاحي دورې يې کولې نو د دې ټولو په غبرګون کې چې کله بيا د ملايانو له خوا د ږيرې په نه لرلو او دا چې دا ملا نه دی او په جوماتونو کې ديني وعظ کوي نو دوی به بد تبليغاوه، نو ما ته په همدې سناريو کې د ده او مولانا سيد ابوالاعلی مودودي ګډ مظلوميت له ورايه ښکارېده، له مولانا سره چې ملايانو کوم برخورد کړی او هغه چې په دې برخورد کې څومره مظلوم مزلونه کړي دا نو د دوی دواړو ګډه ځانګړنه ده. او دا يوه مهمه خبره مونږ ته راښايي چې په ټولنه کې د تغير سوچ څومره ستر قېمت، درنه مبارزه او حساس برخوردونه غواړي.

خان په خپل کتاب زما ژوند او جد و جهد کې د ديني عالمانو نه يوازې دا چې سپکه نه ده ويلې بلکه هغه په ډېر وياړ له ديني علماو سره د خپلو اړيکو کيسې کړي. سره له دې چې خان په ټولنه کې له سترو ديني بنسټونو او ډېرو عالمانو سره خوږې اړيکې وې خو په مجموع کې د نوموړي او ملايانو تر منځ يو کشمکش هم موجود وو. کله چې باچا خان يوازې افتخاري مشر پاتې شو او د واک منابع د نېشنل عوامي ګوند په ليکو کې وويشل شوې نو بيا خو دې کشمکش يو جدت او شدت واخېست.

ملايانو ولې مخالفت کاوه!

د باچا خان او ديني جريانونو مخالفتونه بايد په دوه جلا منظرونو کې تحليل شي، لومړی کله چې باچا خان د خدايي خدمتګارو په رنګ کې مبارزه کوله او  وروسته چې کله بيا سياسي عمل نظرياتي رنګ واخېست، نېشنل عوامي ګوند، پښتون زلمی او پښتون سټوډنټس فېډرېشن شو، نو په دې دواړو کې نقشونه او موقفونه د همغه مهال په تاريخي منظر  او سياق او سباق کې تحليل غواړي.

لومړی د خدايي خدمتګارو پېر:کله چې د خدايي خدمتګارو د مبارزې خبره کوو، په دې مرحله باچا خان غوښتل په پښتانه قام کې اصلاحي غورځنګونه رامنځته کړي، د ازادۍ حس يې بيدار کړي، د انګليس پر ضد يې بسيج کړي، د تعليم مرکزونه جوړ کړي، پښتانه له مدني حقونو سره متعارف کړي، او په دې ټول تحريک کې هغه د خپلې سټراټيژۍ لپاره اسلامي استدلال کاوه، په دې مرحله کې د دې اړتيا وه چې ملايانو بايد د خان ملا تړلې وای، خو داسې ونه شوه او دا ډېره ستره اشتباه وه، دغې نه همکارۍ او مخالفت قام پېړۍ شاته وغورځاوه.

په دې مرحله کې څو خبرې دي، لومړی دا چې خان غوښتل چې دين په اصلي بڼه وړاندې شي، هغه به چې له کوم بدعت نه حجاب پورته کاوه نو ملايانو به يې په مقابل کې حساسيت ښوده، دويم دا چې خان د خپلې مبارزې لپاره ديني برهان او منطق درلود او دا کار په هغه ماحول کې چې ملايان په کې د ضالين او ظالين، اسقاط او خيرات، په قاعده کې د تشهد ګوتې په پورته کولو او نه پورته کولو مناظرې او شخړې کولې دا ورته نوی دين ښکارېده، له همدې امله دوی خان تخريباوه. درېم دا چې خان ټولنيز تحول غوښت، دورې به يې کولې، خان يو ژوندی او خوځنده انسان وو په خلکو کې يې تحرک پيدا کړ، نو طبيعي ده چې په محافظه کاره پښتني ټولنه کې ملايان يو قوي طرف وو، هغوی د دې تحول په وړاندې حساس وو، هغوی فکر کاوه چې د دوی مقام به په نوي تحول کې وغورځېږي، نو ځکه يې مخالفت کاوه. څلورمه خبره دا چې په دې مخالفتونو کې د انګليس لاس هم وو، هغوی نه غوښتل چې تعليم دې عام شي، په قام کې دې عامه بيداري او د حقونو غوښتنه ژوندۍ شي او قام کې دې په دې ډول د ازادۍ غورځنګونه علمي او بنسټيز شي، ځکه هغوی پوهېدل چې په دې ډول به دوی په راتلونکي کې برېتانوي استعمار ته د سر درد وي، نو يې د خان او ملايانو مخالفت حمايه کړ.

دويم د نېشنل عوامي پارټۍ سياستونه:

د خان په ژوند کې داسې مرحله راغله چې خدايي خدمت کرار کرار چپي نظريو ته ځای پرېښوده، په نېشنل عوامي پارټۍ کې د چپيانو زېلۍ وغځېده او دغه ګوند يې په نظرياتي لحاظ له دين سره پر ټکر ودراوه، دلته بيا له ديني جريانونو سره د نېشنل ګوند ټکر له شخصي او بيرونيو فکټورونو ووت، اصولي مخالفتونه رامنځته شول، او په دې مرحله کې ديني جريانونو د خپل مخالفت لپاره قوي منطق درلود، په دې مرحله کې نېشنل عوامي پارټي د خپل قام د ديني نښو او شعايرو پر ضد وکارېده، دوی په شوروي مفکوره کې سختې خوشکې وکړې، د نېشنل ګوند ادبيات او لېټرېچر پر ديني ارزښتونو راوګرځېدل، دين، جنت، دوزخ، حورې، مومن به موارد او هره ديني پديده وننګول شوه او ملنډې پرې ووهل شوې. تاسو وګورئ، کله چې خدايي خدمتګارو په خپل ديني تشخص کې حتی په کانګرېس کې سياست کاوه نو د سرحد ايالت ټاکنې يې دوه ځل وګټلې، او دوی هلته د اسلام دعوه دار مسلم ليګ ته ماتې ورکوله، خو کله يې چې چپي نظريه کې دين وټکاوه نو تر ننه بيا په ټولنه کې بېګانه روان دي، دا بېګانه توب به نور عوامل هم لري خو دا عامل يې ډېر حساس او مهم دی.

باچا خان، داودخان او اسلامي نهضت!

جوانان مسلمان (اسلامي نهضت) د محمد ظاهر شاه دډيموکراسۍ په لسيزهکې رامنځته شو، دا د ۱۳۴۸ هـ ش کال پسرلی وو، او مسلمانو ځوانانو په کې د الحاد په وړاندې د عقيدې محور جوړولو، ډېر زر داوودخان د ډيموکراسۍ لسيزه او شاهي نظام د پرچمي نظاميانو په ملاتړ وپرځاوه. داوودخان د پښتونستان په قضيه کې انقلابي سياست درلود، کټ مټ پر همدغه کلونو کې خان د خپل ګوند لهيو شمېر مشرتابه سره په کابل کې د تبعيد شپې کولې، د خان کورنۍ او د خان له خدايي خدمتګارو نه څنګ ته شوې ترقي پسنده کړۍ د عدم تشدد فلسفې سره خداپاماني کوله، دوی له کابل ښار سره نزدې په چهاراسياب کېنظامي زده کړې اخېستېاو په کوزې پښتونخوا کې يې غلچکي بريدونه پيل کړي وو، او بيا داسې مرحله هم راغله چې دوی په کې د سرحد ايالت اعلی وزير حيات احمد خان شيرپاو هم ترور کړ. ويل کېږي چې باچاخان د خپلو پيروانو له دې کړنو راضي نه وو او هغه به دا ويل چې دوی د عدم تشدد مبارزه ورخرابه کړه.

داودخان تر کودتا وروسته جمهوريت اعلان کړ او پر سياسي فعاليتونو يې بنديزونه ولګول، په عمل کې چپيان له دې بنديزونو مستثنی وو. پرچميانو د داودخان په کابينه کې تر نيمايي ډېر وزارتونه واخېستل، دوی ډېر زر هېوادپاله قيادتونه زندانونو ته واچول، پخوانی صدراعظم محمد هاشم ميوندوال يې په مرموز ډول پرته له محاکمې شهيد کړ، او د مساوات ګوند مشرتابه نزدې ۴۰ کدرونه يې د صمد ازهر او نبي عظيمي په څار او نظر کې شهيدان کړل. محمد موسی شفيق يې هم بندي کړ او حتی د ماليې پخوانی وزير عبدالملک عبدالرحيمزی يې هم زندان ته واچاوه.

پرچميان پر اسلامي نهضت ډېر خراب راوګرځېدل، د نهضت د هرې ليکې مشران يې بنديان کړل، استاد غلام محمد نيازي، انجنير سيف الدين نصرتيار، انجنير حبيب الرحمن، او ډېرو نورو ورک نومي پيروان يې بنديان کړل، په دوی کې يې انجنير حبيب الرحمن په تنکۍ ځوانۍ کې شهيد کړ، د اسلامي نهضت مشرتابه او فعالينو د دې پوليسي او چپي کسات په مقابل کې تبعيد غوره کړ، کوزې پښتونخوا ته لاړل او له هغه ځايه يې د انجنير حبيب الرحمن د شهادت او د نورو ډېرو نهضتيانو د شکنجو په وړاندې د غبرګون په توګه په ګڼو ولسواليو کې نظامي عمليات تر سره کړل، په دې جريان کې مولوي حبيب الرحمن، ډاکټر محمد عمر او خواجه محفوظ منصور ونيول شول او د داودخان د دېوان حرب په محکمه کې چې د چپيانو په ګرو کې وه پرې د اعدام پرېکړه وشوه، وروسته يې بيا دویهم بېرحمانه شهيدان کړل.

باچاخان په دې ټوله موده کې په کابل کې وو، د خان په مخ کې دا هر څه تېرېدل،هغه په دې مسايلو کې ډېر منفعل وو او ګوښې يې خپل استراحت کاوه. نوموړي د يو پښتانه سپين ږيري او بانفوذه مشر په توګه کولای شول داودخان ته مشورې ورکړي، منځګړتوبونه وکړي او سياسي همغږيو کې خپل نقش تر سره کړي، خو هغه کله هم د خپل پاخه عمر او اوږدې تجربې په رڼا کې د دې تکليف ونه ويست چې داودخان د حالاتو په نازکوالي پوه کړي، هغه کله هم داودخان ته ونه ويل چې د پرچميانو په انتخاب کې غلط شوی يې، دوی دې له ملت او ملتپالو شکوي او په دينپالو کې دې پردی کوي، بې قامه کوي دې او په پای کې به پر ميدان ځانته پاتې شې.خان کله هم ورته ونه ويل چې استبداد بغاوت ټوکوي او پای به ستا ماڼۍ در ړنګوي، هغه کله هم ورته ونه ويل چې په ظلم کلي نه کېږي او دا چې د جوانان مسلمان ځوانان مه مجبوروه چې ستا د سياستونو دښمن پاکستان ته لاړ شي، دوی به بيا عکس العمل کوي، کسات به اخلي او ستا د سياستونو مخالف پاکستان ملاتړ به لري.

کودتا، شوروي اشغال او نېشنل ګوند!

افغانستان د هند تر وېش وروسته تل باچاخان د ډېورنډ کرښې په داعيه کې حمايه کړی، کوزنيو پښتنو ته په کابل کې د خوشحال خان د لېسې زده کړې او په جلال اباد کې د لوړو زده کړو اسانتيا برابره شوه، په وطن کې ورته زمکې ورکول شوې، کورونه او مېلمستونونه ور برابر شول، سياسي ادرسونه او بوختياويې يې لرلې او حتی د داودخان په ملاتړ ورته د نظامي زده کړو کمپونه جوړ شول. خو په زړه پورې ده چې خان او ملګرو يې کله هم په تېرو نظامونو پسې اوښکې تويې نه کړې او په هر نوي نظام کې يې لا نورې اسانتياوې خپلولې، د ثور کودتا وشوه او دې کودتا په نشنل ګوند کې د ترقي پسندې چپي کړۍ پر وده او پياوړتيا ژور اغېز پرېښود، په نيشنل ګوند کې نور د خدايي خدمتګارو ځای د مارکس پيروانو په تېزۍ نيولو.

د ثور تر کودتا وروسته د باچا خان ګوندي مشرتابه بيا هم په کابل کې وو، دوی ليدل چې تره کی او امين څنګه له دين سره ډزې کوي، تره کی څرنګه شبارشين ته وايي چې پنځه کاله وروسته راشئ نو وبه ګورئ چې جوماتونه ټول خالي شوي، دوی څنګه خپل ملت وژني، دوی د پوهنتون استادان، محصلين، معلمان او ديني عالمان په څرخي پله پوليګون کې ژوندي خښوي، دوی نه کتل چې د يو ملت درېمه برخه نفوس ولې وطن پرېږدي؟ پاتې نفوس ولې د دوی حکومت نه تسليموي؟ خو د باچاخان پيروانو دا هر څه کتل او په دې ټولو کې د کودتا اخلاقي او سياسي ملاتړي وو، دوی په نظرياتي شراکت کې سخت جوړ راغلي وو.

خلقي حکومت ړنګ شو، او ببرک کارمل د شورويانو پر ټانکونو سپور راغی، يو لوی وطن اشغال او يو عزيز ملت استحصال شو، همدلته وه چې نېشنل ګوند پر خپل مرام راوګرځېد، هغه چې تر پرونه يې د خپلواکۍ هوا په سر کې ګرځوله نن د افغانستان د خپلواکۍ او بې واکۍ په قضيه کې ډېر خراب طرف شو، دوی چې د هند د وېش پر مهال د خپلواک پښتونستان داعيه پورته کړې وه نن يې د افغانستان په بې واکۍ کې شوروي استعمار ته پښتانه لېمه ټيټ کړي وو، دا يو سخت فکري او نظرياتي تضاد او جدل وو. نه يوازې د ازادۍ په لحاظ بلکه د نشنېلېزم او انټرنېشنلېزم په تناظر کې دوی ملتپالنه انټرناسيونالېزم ته څملوله، دوی کتل چې شوروي لښکرې مسلطې دي، ټانکونه او توپونه يې ثقيلان غورځوي، سکډ او اورا وروي او جيټان يې نيپال بمونه، او د باروتو دې ورښت ته بل څوک نه افغان انسان ولاړ دی، خو د دوی ترقي پسندو په کې له ببرک سره ودکا څکله او شورويانو ته يې خرشو ويل…

 دوی شورويانو سره ياري وپالله، پرچميان يې خپل وګڼل او افغان ملت يې په خپله داعيه کې نه يوازې ځانته پرېښود بلکه د کوزې پښتونخوا په کليو او ښارونو کې يې د عزيزولۍ هيڅ اړيکه ونه پالله، دوی سرباري پېغورونه ورکول او داسې يې ښودل چې ګنې دا ميليونونه افغانان په يوه غلامه اړيکه کې له خپل وطنه راکوچېدلي… دوی ببرک نه ليده؟ شوروي يلغار او کتلوي وژنې يې نه ليدې؟ دوی کډوال افغانان ليدل چې د پښتونخوا په کمپونو کې يې د خېمو غربت ګاله خو دوی په کې کډوال افغانان په زميو مينځل او د پت هيڅ يې په منځ کې نه پرېښودل، هغه وخت چې دوی په کې له پېښوره ويل چې جنګ د امريکې او سويټ يونين دی، نو دا يې د بې پرې دريځه نه ويل، دوی په کې د اشغال پر ضد يوه ملي داعيه ټکولهاو دوی په کې له شوروي او کارمل سره د يارانې وفا په زبات رسوله.

نېشنل ګوند د افغان ملت او استعمار په مبارزه کې د استعمار ځولۍ کې ټالونه وهل، هغه مهال د دوی “ببرک ولي، بهاي بهاي” شعارونه د ازادۍ توده جګړه کې له شا د خپلوانو غدار ګوزارونه وو، دوی له بده مرغه په دې جګړه کې قوي طرف وو، که د باچا خان دا خبره سمه وي چې جنګ د شوروي او امريکا دی او دل په افغان دی، نو په دې حساب نېشنل ګوند د ببرک-ولي په ورورۍ کې د همدې افغانانو په ځپلو او دل کولو کې د جارح لوري مټ وو.

نېشنل ګوند په افغانستان کې د پرچم ګوند او ببرک کارمل په دايره کې وو، دوی خلق ګوند ته په راستۍ نه وو، او دا ځکه چې، يو خو د اشرافي او مرفه طبقې ګډه خاصه وه او له بلې خوا دا اړيکه کېدای شي شوروي ګټو ته د اولې او دويمې درجې وفادارۍ په وېش کې هم ولټول شي. طبيعي ده چې پرچم ګوند په دې وفادارۍ کې لوړه ذليله نومره اخلي.

نېپب او برنۍ قامي اړيکه!

نېشنل عوامي ګوند د خپل سياسي ژوند په اوږدو کې هڅه ونه کړه چې له افغان ملت سره ولسي اړيکه جوړه کړي، تل يې له حکومتونو سره پيوندونه اغستي، مهم موړونه په ژوند کې هر ځل نه تکرارېږي، د باچاخان په ټاټوبي کې شپږ ميليونه کډوال افغانان يو حساس موړ وو، سره له دې چې دا د هغه وخت د نېشنل ګوند تبعيد شوي مشرتابه ته ننګونه وه، ځکه له يوې خوا يې مشرتابه د پاکستان تر شديد کنټرول او څار لاندې وو او له بلې خوا يې فکري او نظرياتي اړيکې هم ډېرې پېچلې پرچمۍ وې، خو رهبران تل ننګونې پر فرصتونو اړوي. له ملت او قوم سره اړيکې جوړولو معنوي جوهر غوښت او دا جوهر د نېشنل ګوند مشرتابه د مارکس په انټرناسيونالېستي او د افغانستان په پرچمي اړيکه کې سخت بايللی وو. هلته چې په کوزه پښتونخوا کې اسلامپاله تنظيمونو د ديني ګوندونو ملګرتيا او حمايه درلوده، خو په مقابل کې يې ملتپاله ګوندونه بيا په دغسې ګنجۍ اړيکه کې سخت خوارځواکي پاتې شول.

کله چې څوکاله مخکې نېشنل ګوند په کوزه پښتونخوا کې ولسي رايه خپله کړه او حکومت يې جوړ کړ نو هلته دوی له افغانانو سره د لر او بر يو افغان چېغه سخته خوشکه کړه، افغانانو چې د دوی په حکومت کې څومره ذلت ليدلی خدای که يې د هجرت په دا څلورو لسيزو کې کتلی وي، افغانان ترې خدای که په چارسدوالو څپليو او پېښوريو سټايلونو کې ورکېدلی شول، زندانونه پرې ډک وو، او کوتکونه يې پرې ايیښی وو، د افغان پر لاس د افغان له ټکولو وفاقي سټراټيژيستانو خوند اخېست.

پايله!

ما چې کله د خان عبدالغفار خان د کتاب وروستۍ پاڼه اړوله او هلته مې وروستي ټکي لوستل چې:

د زړه په باغ مې ږلۍ وشوه

بويه چې بيا سپرلی راځي سپړي ګلونه

دې لنډۍ کې مې د يو مبارز انسان او يو لوی رژيدلي ارمانونه وليدل، د دې ستر شخصيت نيمګړۍ ارمانونه د يو قوم د بدبختۍ عکاسي ده، د يوې ريښتينې مبارزې په وړاندې د دې قام ويده وجود د خان ځواني او سپن ږيرتوب وخوړ خو راويښ نه شو، خان ستړی نه شو خو مرګ يې ليده او د قام بيداري يې نه ليده، هغه يوه پېړۍ بيداره مبارزه وکړه خو قام همغسې بې خوده وو، نو اخر انسان دی خپله خواري او همغسې خوار قام يې ژړوي، دې قام له خپل محسن سره د وفا لار ونه نيوله.

د پايلې په توګه باچا خان بايد د تاريخ په حقیقتونو کې مطالعه شي، هغه په خپل ذات کې په شلمه پېړۍ کې د پښتنو يو ژغورونکی او ويښوونکی غورځنګ وو، غوښتل يې چې خپل قام د نړۍ د قومونو سيال کړي، هغه د ازادۍ مبارز وو،غوښتل يې چې پښتانه د خپلو حقونو او ازادۍ لپاره متحد کړي. هغه د پښتنو د تعليم او زده کړو ارمانجن رهبر وو.

باچا خان په خپل شخصي ژوند کې يو دينداره شخصيت وو، هغه چې د خدايي خدمتګارو کوم خوځښت جوړ کړی غړي يې په ورځني ژوند کې متدين او پر وطن مين خلک وو. باچا خان يو کارېزما ټيک رهبر وو، په لنډه موده کې يې ۳ لاکه غړي خدايي خدمتګارانو ته راجذب کړل. باچا خان د يو انسان په توګه محض انسان ته ښه ژوند غوښت، هغه د نړۍ مسلمانانو سره خواخوږی وو، د هندوستان مسلمانانو ته يې هم تر خپل وسه د اصلاح او تغير برنامې په پام کې لرلې.

نېشنل عوامي پارټۍ چې د خپل سياسي ژوند په اوږدو کې کومې تېروتنې وکړې دا هم يو خوندي تاريخ دی، دوی په نظرياتي برخه کې چپي ايډيالوژي واخېسته او له دين سره يې د ټکر په پاليسۍ کې د خپل ګوند سياست رهبري کړ. باچا خان په دې برخه کې د ګوند سياستونه سمې خوا ته توجيه نه کړل، له بده مرغه نوموړي هم د خدايي خدمتګارانو له پېره تر پايه د ګوند په ادبياتو کې اسلامي لېټرېچرو ته ځای نه وو ورکړی او باچا خان د ګوند په چپي سياستونو کې همغږی ورسره ولاړ.

په افغانستان کې د کمونېستي کودتا او شوروي اشغال په موده کې نېشنل عوامي پارټي د افغان ملت د ارادې پر خلاف د کودتا او اشغال په خوا کې ودرېده، د تاريخ دا حادثه د افغان ملت په تاريخ کې  ډېره ترخه ده.

د يو تاريخي واقعيت په توګه باچا خان د خپلې مبارزې په تاريخ کې يوه کرښه هم د لوی افغانستان د ارمان لپاره نه لري، باچا خان د هند تر وېش مخکې د لوی هند د ازادۍ مبارزه کړې خو د پښتنو حقونه يې په کې خوندي غوښتل او د هند د وېش پر مهال يې د لنډ وخت لپاره د ازاد پښتونستان غږ پورته کړ، وروسته بيا د پاکستان د پارلمان د غړي په توګه يې پاکستان او د پاکستان اساسي قانون ومانه او د پاکستان په جغرافيه کې يې د پښتنو د فډرالي حقونو غوښتنه شروع کړه.

[1]خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۲۸۲ مخ

[2]خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۲۸۶ او ۲۸۷ مخونه

[3]اټرچند، پاچا خان او د ازادۍ مبارزه، ژباړن زبير ژمن، ۴۷ مخ

[4]خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۲۵۷ مخ

[5]خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۲۵۶ مخ

[6]اټرچند، پاچا خان او د ازادۍ مبارزه، ژباړن زبير ژمن، ۶۰ مخ

[7]خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۲۶۰ مخ

[8]خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۴۷۱ مخ

[9]خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۶۶ مخ

[10]خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۲۵۹ مخ

[11]خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۶۷مخ

[12]اټرچند، پاچا خان او د ازادۍ مبارزه، ژباړن زبير ژمن، ۱۱۵ مخ

[13]اټرچند، پاچا خان او د ازادۍ مبارزه، ژباړن زبير ژمن، ۱۱۱ او ۱۱۲ مخونه

[14]اټرچند، پاچا خان او د ازادۍ مبارزه، ژباړن زبير ژمن، ۱۶۷ مخ

11 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *