Categories

اعلان

Loading…

د خوشـحــاله ژونــد ۲۰ لارې چارې

ژباړه: حضرت عثمان نوري  

خوښ او ښېرازه ژوند د ټولو انسانانو هیله وي، ځکه ژوند ښکلی دی او له هرې لحظې یې خوند اخیستل مو ژوند له رنګینوي. دغه راز د خوښ ژوند سره ستاسو ذهني روڼتیا پراخه او چلند مو ورسره بدلیږي. موږ دلته ۲۰ هغه لارې چارې روښانه کوو چې ستاسو ژوند ته خوښي ورکولی شي، تاسې دغه عناصر په بشپړه توګه په نښه کړئ، څو یو خوښ ژوند ولرئ.

لومړی: ځان د خوشحاله خلکو په دائره کې وساتئ او هڅه وکړې چې د خوښۍ مراسم مېس نه کړئ.

دوهم: کله چې د ستونزې سره مخ کېدلئ، د فکر او صبر نه کار واخلئ او په منطق سره یې حل لاره پېدا کړئ. 

دریم: همېشه مثبت فکر کوئ او خوشبینه اوسئ، همداراز په دې فکر وکړئ چې څنګه خپل شخصیت ته بدلون ورکړئ، او د کومو لارو خپل هدف ته رسېدلی شئ.

څلورم: هڅه وکړئ چې د خپل ځان په اړه ښه ټاکنه وکړئ؛ څو له آینده افسوس او ناهیلۍ څخه وژغورل شئ.

پینځم: د خوښ حالت څخه خوند واخلئ؛ د جدیت او تاو تریخوالي څخه په کلکه څان وساتئ.

شپږم: ځان باوري کړئ، چې تاسې خوشحاله یاست. هغه خلک چې خوښي حس نه کړي او خوند ترې وانه خلي، دوی به هېڅکله ددې وړتیا ونه لري چې خوښي ولمانځي، تجربه یې کړي او خپل پام پرې بدل کړي. هره ورځ ځان ته ووایاست چې زه خوښ یم او زه باید خوشحاله شم.

اووم: ژوند لېست ته مو په خوښۍ تر هر څه ډېر لومړیتوب ورکړئ.

اتم: خپل قوت مو تشخیص کړئ او هېڅکله د چا تر تاثیر لاندې مه راځئ.

نهم: هڅه وکړئ چې په خوښۍ سره ژوند وکړئ او د ژر پرېکړې څخه ځان وساتئ.

لسم: د خپلې انرژۍ او وخت څخه ښه ګټه پورته کړئ؛ ځکه انرژي په ښو او اړینو فعالیتونو مصرفول ستاسو خوښ ژوند ټارګېټ کوي.

یوولسم: د ملګرو/کورنۍ او نورو خلکو سره ښه چلند وکړې؛ هڅه وکړئ چې له احساساتو ډډه وکړئ.

دولسم: منفي افکار له پامه وغورځوئ او تل ښه فکر ولرئ، دغه راز چا ته بده او منفي مشوره مه ورکوئ.

دیارلسم: کافي خوب او آرام وکړئ؛ ډاکټران سپارښتنه کوي چې په ټاکلي وخت باید خپل خوبځای ته ولاړ شئ او په خوبځای کې له ځان سره بریښنایي آلات (کمپیوټر، سمارټ فون او نور وسایل) مه پرېږدئ، ځکه دا ستاسو د خوب د تخریبولو ترڅنګ ستاسو صحت هم زیانمنوي.

څوارلسم: د هغه څه مسؤلیت په غاړه واخلئ چې ستاسو په وس وي او د داسې شیانو مسؤلیت پر غاړه مه اخلئ چې سبا یا بله ورځ تاسو تر پوښتنې لاندې راولي.

پینځلسم: که کار نه لرئ او خوشې یاست، نو کوښښ وکړئ چې ځان مو په یو څه بوخت وساتئ؛ که کوم کار مو بیخي نه تر سترګو کېده، نو په خپلو تېرو پلانونو او فعالیتونو له سره غور وکړئ.

شپاړسم: خپلې دندې ته په ټاکلي وخت ولاړ شئ، هڅه وکړئ چې له ټاکلي وخت وړاندې حاضري ورکړئ، خو که بیا هم ټرافيکي ستونزې او یا ورځنۍ بوختیاوې تاسې ډېر بوختوي؛ نو په خپل وخت دندې ته حاضري ورکړئ.

اوولسم: د نورو خوښي خپله خوښي وګڼئ او دا مه وایئ چې دوی ولې خوښ دي؟ بلکې په دې اړه فکر کړئ چې زه له دویو سره څه ډول مرسته وکړم، څو د دویو په خوښۍ کې زه له یوې خوا خپل مسؤلیت (مرسته) اداء کړم او له بله اړخه خوښي ورسره یو ځای ولمانځم.

اتلسم: څه نا مُسکا وکړئ؛ آرواپوهان وايي: مُسک کېدل د ذهن د پراخۍ سبب ګرځي او تاسې خوښۍ ته رابولي، دا چې تندی مو پراخه او حوصله مو زیاته شي، نو مُسکا وکړئ او له جدیت څخه پرهېز وکړئ.

نوولسم: د چا زړه مه بدوئ او تل له نورو سره ښې او ټولنیزې اړیکې وپالئ.

شلم: د خوښېو په لټه کې اوسئ او هڅه وکړئ چې له یواځیتوب ځان وژغورئ، ځکه اصلاً رواني ناروغۍ او ستونزې له یواځېتوب را مېنځته کیږي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــ

پای

   February 10, 2018

101 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *