Categories

اعلان

Loading…

په راتلونکو انتخاباتو کې به د رایکارتونو پر ځای له الیکترونیکي تذکرو کار واخیستل شي

تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، په راتلونکو انتخاباتو کې به د الیکترونیکي تذکرې د رایکارت پر ځای وکارول شي.

د انتخاباتو د خپلواګ کمیسیون ویندوی معاذالله دولتي نن /یکشنبه/ وویل، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې په انتخاباتو کې درغلي ونه شي.

له بلې خوا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغسي وايي چې د رای ورکوونکو لیستونه به د الیکترونیکي تذکرو پر اساس جوړ شي.

دې همداراز وویل چې د رای ورکوونکو د لیستونو لپاره به د راروان ۱۳۹۷ لمریز کال د حمل له پنځلسمې نوم لیکنه پیل شي.

د مېرمن بادغیسي په وینا د رای ورکوونکو د فهرست د برابرولو لپاره به لږترلږه ۴۰ زره تنه موقتاً وګومارل شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د عملیاتي مرسیتیالي په وینا د رای ورکوونکو د لیستونو لپاره تر نوم لیکنې وړاندې به د نفوسو د احوالو د ثبت اداره د الیکترونیکي تذکرو وېش پیل کړي.

خو دا لا څرګنده نه ده چې کله به د الیکترونیکي تذکرو وېش پیل شي او که ژر پیل هم شي، دا امکان ډېر لږ ښکاري چې د انتخاباتو لپاره تر ټاکل شوې نېټې پورې دې ټول خلک، په تېره بیا د ولسوالیو او کلیو خلک الیکترونیکي تذکرې ترلاسه کړای شي.

159 total views, 1 views today

2 comments

  1. الکوزی Reply

    که دا غیرت حکومت وکړ چی بریښنایی تدکری توزیع کړی نو دا به یی ډیره لویه لاسته راوړنه وی ځکه چی د افغانستان داخلی او خارجی دښمنان غواړی چی دا پروسه سبو تاژ کړی

  2. مجیب الرحمن Reply

    انتخابات پیشرو بر اساس تذکره چاپی موجود می شود چون تاریخ انتخابات نزدیک است و تذکره الکترونیکی تا آن زمان معلوم نیست که توزیع شود. فهرست رأی دهندگان نیز بر اساس تذکره ساده می شود. در این مورد کمیسیون انتخابات اعلامیه و اخبار زیادی به نشر رسانده است.
    http://www.iec.org.af/ps/2012-06-23-06-41-38/press-ps/882-vr-plan-share-with-government-ps

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *