Categories

د منیر احمد احمدي دوې لنډې کیسې

ماستر صاحب
په اقتصاد کي یې ماسټري لرله، د غونډي برخه والو ته یې د افغانستان د اقتصادي پراختیا په اړه ښې خبرې وکړې؛ خبرو یې خوند راکړ، د غونډې په پای کې له تالار څخه ګډ راښکته شوو، راته یې وویل غزني ښه هوا لري په جلال اباد کې ډېره ګرمي وه.
په خندا مې ورغبرګه کړه ستاسو بیا په ژمي کې مزې دي.
نیکټایي یې په غاړه کې وښوروله او د سړک د څنګ یوې رېړۍ ته وروګرځېد معدني اوبه یې ورواخیستې نېټې ته یې وکتل ورته لیکلي و تاریخ انقضاء: یک سال بعد از تولید ساخت: ایران
اوبه یې وڅښلې رېړۍ وال ته یې مخ ورواړاوه ورته یې وویل پیسې یې څو شوې؟
_ سي افغاني
_څو کلداري کېږي؟
_ پنجاه

زاڼې
سرکښې زاڼې وویل: کتار مات او ارتفاع لوړه کړئ چې افغانستان دی!
زاڼې په هوا کې د اتڼ په څېر کړۍ شوې. لاندي به ځمکه ماشومانو په یوه غږ چیغې ورته وهلې
«زاڼې ، زاڼې اتڼ واچوووو!!! زاڼې ، زاڼې اتڼ واچوووو!!!»
سرکښه زاڼې ملګرې ته ور په څنګ شوه او ویې ویل: ښایسته وطن دی، مینه ناک ماشومان لري، په بل هېڅ وطن کې ماشومان دومره ډېر نه راته خوشحالېږي. خو…….. زاڼې لا خبره نه وه خلاصه کړې چي د کلاشینکوف مرمۍ یې تر سینه ووته ډزي زیاتي شوې، ملګرې یې مخکي شوه، او له اوښکو په ډکو سترګو یې وویل:
نه مي وو درته ویلی چې لاره به بدله کړو!!! ۱۳۹۵ – ۱ – ۲۳

1 comment

  1. Attal Reply

    سلام
    واقعا چی لوی داستان پکشی پروت دی
    په قلم دی برکت سه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *