Categories

اعلان

Loading…

د کانتینیټل هوټل د حملې په تړاو ۴ تنه ممنوع الخروج شول

تاند- د افغانستان حکومت د کابل د انترکانتینینټل هوټل د حملې په تړاو ۴ تنه ممنوع الخروج اعلان کړل.

حکومتي سرچینې وايي چې د کانتینینټل هوټل د حملې په اړه څېړنې لا دوام لري او ژر به یې پایلې اعلان کړي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ نن /شنبه/ وویل، د دې هوټل د حملې د تحقیقاتو په لړ کې یې د یوه بهرني په ګډون له هیواده د څلور تنو پر وتلو بندیز لګولی دی.

په دغو کسانو کې د کابل – بلخ د امنیتي شرکت خاوند او د هغه مرستیال، د کانتینینټل هوټل رييس او د هوټل د امنیت امریکايي منېجر شامل دي.

د کانتینیتل هوټل په حمله کې د ۱۴ بهرنیانو په شمول ۲۲ تنه ووژل شول.

د کابل- بلخ امنیتي کمپنۍ د دغه هوټل امنیت په ټېکه اخیستی و.

پر کانتینینټل هوټل د حملې مسوولیت طالبانو په غاړه واخیست.

36 total views, 1 views today

2 comments

  1. mohammad ehsan Reply

    سبا ورته بیرته د وتلو اجازه ورکول کېږي .

  2. سلیم Reply

    دی ورځو کۍ حکومت زر زر قبضیت کیږي، مواد یې ممنوع الخروج شي خو د هغه سفارت دې کور آباد وي چې یوه جمالکوټه ټابلیت ورکړي بیا داسې روان شي چې سړی ډاریږي که کولمې یې هم لکه افغانان خارج ته تښتي ههههه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *