Categories

اعلان

Loading…

د پښتنو اعتراض ولې او د څه لپاره | میروس جواد

د پاکستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پښتنو خپل غږ اوچت کړی دی. دغه غږ چې د عدالت غوښتنې پر محور راڅرخي پداسې حال کې پورته شوی چې له بل هر وخت څخه زیات، پښتانه د پاکستان د پوځ او پوځي استخباراتو لخوا ځپل شوي او په سیستماتیکه توګه بنسټ پاله افراطیت ته ورټیل وهل شوي دي.

په پاکستان کې د افراطیت پروژه

پاکستان د دین په نامه رامنځته شوی هېواد دی. که څه هم د پاکستان لومړني مشران بخصوص د دغه هېواد قاید  اعظم په اړه ویل شوي چې اسلامي ارزښتونو ته پابند کس نه و، خو د دغه هېواد وجودي فلسفه پر اسلام راڅرخي. د پاکستان د دویم واکمن ایوب خان لخوا د پاکستان اسلامیزاسیون لپاره لومړني کارونه تر سره شول چې وروسته د یحیی خان لخوا ورته دوام ورکړل شو. خو کله چې په ۱۹۷۸ میلادي کال کې جنرال ضیاالحق قدرت ترلاسه کړل په پراخه توګه یې هڅه وکړه چې پاکستان په یو اړخیزه توګه اسلامي کړي؛ اما دغه هڅې پر بنسټ پاله افراطیت واوښتې.

ضیاالحق د لومړي ځل لپاره د اردو دننه تبلیغي ډلو ته د ورتګ اجازه ورکړه. همداراز د جماعت اسلامي سربازګیرۍ ته یې زمینه برابره کړه چې ورسره جوخت په پوځ کې د بنسټ پاله افراطیت څپې خورې شوې. بل لور ته نوموړي، د دیني مدرسو پر جوړولو هم تمرکز وکړ. دا چې قبایلي سیمې قصدا وروسته پاتې پرېښودل شوې وې، نو د مدرسو تمرکز هم پر همدغو سیمو وو. له بلې خوا په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد غږ پورته شوی و او نړیوالو جهادیانو چې ډېره برخه یې عرب سلفیان وو، د افغانستان جهاد کې د ګډون په هدف د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته رامات شوي وو.

مدرسې د افغان جهاد لپاره د جلب و جذب ښه سرچینه شوه. د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د عرب سلفیانو موجودیت پر دې منتج شو چې په قبایلي سیمو کې پښتانه د بنسټ‌ پاله افراطیت پر لاعلاجه مرض اخته شي. له افغان جهاد وروسته لدغو روزل شویو بنسټ پاله افراطیانو څخه د هند پر وړاندې په کشمیر کې هم کار اخیستل شوی دی. همداراز د افغان دولت پر وړاندې د وسله والو طالبانو د سربازګیرۍ یوه اساسي برخه هم همدغه مدرسې او په قبایلي سیمو کې پر افراطیت اخته کسان دي.

پاکستان په سیستماتیکه توګه د قبایلي سیمو او په مجموع کې د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو کې پر مېشتو پښتنو افراطیت او بنسټ پالنه تحمیل کړې چې بالاخره د دغو سیمو اوسېدونکي ترې په تنګ راغلل او خپل غږ یې پورته کړ.

اعتراض له کومه پیل شو؟

په کراچۍ کې د وزیرستان اوسېدونکی نقیب مسید د دغه ښار د پولیسو لخوا و وژل شو. په لومړیو کې یو شمېر پښتنو د دغه ځوان پر وژنه اعتراض وکړ او د دې غوښتونکي شول چې د پولیسو مشر باید له دندې ګوښه او محاکمې ته راکش کړی شي. د پاکستان حکومت د پولیسو مشر له دندې ګوښه کړ؛ خو لا محاکمه شوی ندی. اعتراضونه ورو، ورو په خورېدو شول او خواله رسنۍ په ذریعه یو شمېر ځوانانو وپتېیله چې د پاکستان په پلازمینه اسلام‌اباد کې به د حکومت پر وړاندې اعتراض کوي.

په لومړیو کې د اعتراض کوونکو شمېر کم؛ خو له لومړنیو دوو ورځو وروسته د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه جوپې جوپې پښتانه له اعتراض کوونکو سره یوځای او د پښتنو د حقونو غوښتونکي شول. یوه نیمه اونۍ کېږي چې دوی خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي او لا هم پر خپلو غوښتنو ولاړ دي.

د اعتراض احتمالي پایلې

ستونزمنه به وي چې په پاکستان کې د پښتنو اعتراض کوونکو ټولې غوښتنې دې د پاکستاني سټبلشمنټ لخوا ومنل شي؛ خو دغه اعتراض پر دې منتج شو چې د نړۍ ګوټ ګوټ ته څرګنده شي چې پښتانه د پاکستاني پوځ او پوځي استخباراتو لخوا یرغمل شوي او په سیستماتیکه توګه بنسټ پاله افراطیت ته ورټیل وهل شوي دي.

په پاکستان کې د پښتنو اعتراض د دې ښودونکی دی چې لا هم د پښتنو ترمنځ د عدم تشدد فلسفه واکمنه ده او د خان عبدالغفار لخوا د عدم تشدد کرل شوی تخم اوس هم حاصل ورکوي.

په مجموعي توګه دغه اعتراض د پښتنو د بیدارۍ پیلامه ده چې پایلې یې د پښتنو د ټولیز وضعیت ښه کېدل، په خیبر پښتونخوا کې د قدرت بیرته ترلاسه کول او د پاکستاني پوځیانو او پوځي استخباراتو د سیستماتیک تبعیض پر وړاندې درېدل دي. لدې سره به د پښتون په روح کې نوی پوکی شوی او دا روح به لا تاند شي.

300 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2