Categories

اعلان

Loading…

د پښتنو احتجاج پاکستاني اداره وارخطا کړې ده | سید ابرار صمیمي

د پاکستان مطبوعات کله کله وړه خبره لویوي خو په اسلام اباد او نورو ښارونو کې یې د پښتنو د اوسني احتجاج رپورټونه یا ډیر لږ ورکړي دي او یا یې د احتجاج د بې اهمیته کولو کوښښ کړی دی.

 د پاکستان مطبوعات تر ډیره حده د پنجابیانو په کنټرول کې دي او په ځینو مسایلو کې بیا د پوځ له هدایت سره سم چلیږي. د پښتنو له روان احتجاج سره د دوی سلوک د دې ښودنه کوي چې د پاکستان پوځ او پنجاب د پښتنو اوسني حرکت په تشویش کې اچولي دي.

 په پاکستان کې د مطبوعاتو ازادي نسبتا زیاته ده او ډیر وخت به د پاکستان په تلویزیونونو کې او ورځپاڼو کې د حکومت او ادارې په خلاف ډیرې ترخې خبرې واورو او ولولو خو دغه ازادي د پښتنو په برخه کې ، د کشمیر د لانجې په برخه کې او د بلوڅو په برخه کې خپل خاص محدودیتونه لري.

 څو وخته له مخه د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د مشال پښتو راډیو په فعالیت یې بندیز لګولی دی. د دې راډیو مرکز په پراګ کې دی او د پاکستان استخباراتو ته یې کنټرول طبعا مشکل دی. له مشال راډیو سره د پاکستان د حکومت چلند ته که وګورو نو د پاکستان د رسنیو، پنجاب او استخباراتو په هغه چلند به لا ښه پوه شو چې د پښتنو له روان احتجاج سره یې کوي.

 د پاکستان استخباراتي ادارې چې د پنجاب په خدمت کې دي، د پښتنو له اوسني احتجاجه ولې په ویره کې دي؟

 د دې پوښتنې یو ځواب خو دا دی چې پاکستان په تیرو څولسیزو کې غوښتي دي چې د ډیورند دواړو غاړو ته پښتانه یوازې او یوازې وحشي او ترهه ګر معرفي کړي او اوسنی احتجاج چې په مدني او سوله ایزو او منطقي طریقو  د حقونو غوښتنه ده، د پاکستان د څو لسیزو د هڅو او امیدونو په خلاف یو حرکت دی نو ځکه ورڅخه په ویره کې دی.

 د پښتنو په سیمو کې د افراط د ناروغۍ د خپرولو لپاره پاکستاني استخباراتو په لسګونو کلونو کار کړی دی. پنجاب چې د پښتنو، بلوڅو او سندهیانو له هویتونو وېره لري، له هر یوه سره یې د مقابلې شیطاني لارې موندلې دي.

 د سندیانو د ځبلو لپاره لویه دسیسه دا وه چې د دغه ایالت تر ټولو لوی ښار او تر ټولو ستر اقتصادي، صنعتي او تجارتي مرکز یعنې کراچي کې له هند څخه راغلي مهاجر ځای په ځای کړای شول او هغوی ته په دې ښار کې دومره لویه برخه ورکړای شوه چې سندیان اوس په کراچۍ کې مازې یو اقلیت دی.

 سند اوس هغه مست آس ته ورته دی چې قیزه یې د بل چا په لاس کې ده او که هر څومره مستي هم وکړي، له کنټروله نه شي وتلای.

 پښتنو ته د جزا ورکولو لپاره د پنجاب استخباراتي سیاست دا و چې په پښتنې سیمو کې مدرسې ډیرې شي او ان په هغو مدرسو کې هم پښتنو طالبانو ته ځای ورکړ شو چې په پنجاب کې ودانې شوې وې.

 مدرسو ته د پښتنو ماشومانو له استولو یو مقصد دا و چې دوی ملي فکر هیر کړي او د پنجاب باداري ته په اسانه غاړه کیږدي. په مدرسو کې بل پټ مقصد دا و چې دوی ته د اسلام یو نوی تعبیر تدریس شي، داسې تعبیر چې پنج بنای مسلماني پکې اهمیت ونلري خو د جهاد په نوم تشدد او وژل راوژل پکې اصلي چاره وګڼل شي.

 د پاکستاني مدرسو تر تاسیس پخوا به چې یو چا ځان ته ښه مسلمان ویل نو لمونځ به یې په جماعت کې کاوه، روژه به یې خامخا نیوله او په کال کې څو ورځې یا په هره اونۍ کې یوه ورځ به یې په بوزه کې هم روژه نیوله. دغه راز ښه مسلمان به که شتمن و، خامخا ذکات ورکاوه او د بیت الله شریف د حج فریضه به یې ادا کوله. له بلې خوا ښه مسلمان به هغه څوک و چې بل مسلمان او بل انسان ورڅخه ازار نه شي.

 خو په پاکستاني مدرسو کې پنج بنا، اصلي عبادات او د اسلام اخلاقي سبقونه هیر شول او اصل کار دا وګرځېد چې طالب د انتحاري واسکت فضایل زده کړي او بمونه والوزوي.

 د اسلام د دغه پاکستاني تعبیر په نتیجه کې په تیرو څو لسیزو کې د دیورند د کرښې دواړو غاړو ولسونو ته بې حده تاوانونه ورسیدل. د دوی ښوونځي په بمونو والوځول شول، د دې لپاره چې وحشي معرفي شي د نجونو تعلیم یې منع شو، د منورینو، تعلیم یافته وو، قومي او سیاسي مشرانو او علماوو وژل او ترور پکې عام شول او د جهاد په نوم د دغو سیمو له ترقي سره مخالفت وشو. د پاخه سړک جوړول، د برق د لاین تېرول او ان ماشومانو ته د پولیو د واکسین ورکول هم تر ډیره حده ناسم اقدامات وګڼل شول چې د دغو ظلمونو او وحشتونو په نتیجه کې له یوې خوا پاکستان وتوانېده چې پښتانه له پښو وغورځوي او له بلې خوا یې په داسې ډول تباه کړي چې د تباهي مسولیت پنجاب ته نه بلکې پښتنو طالبانو ته متوجه شي او په دې ډول دنیاوال دا ونه وایي چې پنجاب ملامت دی، بلکې ووایي چې پښتانه پخپله په ځان ظلم کوي ځکه طالبان هم پښتانه دي.

 د بلوڅو د ځبلو لپاره پاکستاني ادارو کوښښ وکړ چې هغوی په قبایلو وویشي خو چندان ګټه یې ونکړه. وروسته بیا د ګوادر پروژه راغله او پنجاب وغوښتل چې په بلوچستان کې یوه بله کراچي جوړه کړي او د بلوڅانو د کنټرول لپاره هماغه چل وکړي چې په سند کې یې په موفقیت سره عملي کړی و خو بلوڅانو مقاومت وکړ.

بلوچستان چې د پاکستان د ټولې خاورې پنځه څلویښت فیصده تشکیلوي او تر ډیره حده له صحراګانو او غونډیو رغیدلی وطن دی، د نظامي کنټرول لپاره یې په لکونو عسکر پکار دي او په همدې وجه د بلوڅانو د ملي مقاومت ځبل سخته دي. که څه هم د پاکستان استخباراتو او پوځ په تیرو څو کلونو کې په زرګونو بلوڅ ځوانان او فعالان نیولي، وژلي او تري تم کړي دي خو داسې ښکاري چې د بلوڅانو قیام نه دی مات شوی.

 پاکستان د بلوڅانو د ځبلو لپاره له نورو وسیلو هم کار اخیستی دی. مثلا کوښښ یې کړی دی چې د بلوچستان پښتانه او بلوڅ د یو بل غاړې ته واچوي خو د دواړو غاړو د مشرانو د هوښیاري په برکت دغه توطیه کامیابه شوې نه ده.

 په وروستیو درې، څلور کلونو کې  د پاکستان پولیس هغه افغان مهاجر ډیر په تنګ کړي دي چې په خیبر پښتونخوا کې اوسي خو د بلوچستان صوبې له افغان مهاجرو سره یې هغومره تریخ چلند نه دی کړی. دا ولې؟ دا ځکه چې پنجاب په تمه دی چې بلوڅان به له دغو مهاجرو سره چې پښتانه دي، جنجال وکړي او د بلوچستان پښتانه به د مهاجرو خوا ونیسي او په دې ډول به د بلوڅو او پښتنو تر منځ دښمني راپیدا شي.

 په بلوچستان کې د پاکستان د پټو ادارو بله ذریعه دا ده چې هلته هم مدرسې زیاتې کړي خو په بلوچ میشتو سیمو کې لا تر اوسه پورې د دغو مدرسو تعداد هغومره ډیر نه دی لکه په پښتني سیمو کې چې دی.

 د پاکستان استخبارات د ایران په خاطر په بلوچي سیمو کې د مدرسو زیاتولو ته زړه نه ښه کوي او له احتیاطه کار اخلي. څرنګه چې د پاکستان ماډل مدرسو کې تعصب او خشونت تدریس کیږي نو دا هغه شی دی چې ایران او تشیع ته هم پکې صدمه رسېدای شي او څرنګه چې ایران په خپله خاوره کې په میلیونونو بلوڅان او اهل تسنن لري نو له ایران سره وېره ده چې که بلوڅان مذهبي افراطیان شي، بیا به یې ایران ته صدمه ورسېږي.

 که راشو، بیرته د پښتنو روان احتجاج ته. دغه احتجاج چې په مدني اصولو ولاړ حرکت دی، که دوام ومومي او کامیاب شي، د پنجاب د لسګونو کلونو خواري په اوبو لاهو کولای شي. ځکه خو پکار ده چې ملاتړ ورڅخه وشي.

54 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *