Categories

اعلان

Loading…

د مرګ پر پوله بيده پښتون د ويښېدو پر لور

ليکوال: محمود مرهون

که چيري د نن پښتانه د پاکستان او تروريزم په مقابل کي له نن څخه پنځه څلوېښت کاله وړاندي درېدلي واى نن به افغانستان د اسيا تر ټولو پر مختللى هيواد واى. د ډيورنډ د کرغېړني کرښي ها خوا ته د پښتانه اولس ډېره لويه برخه چي اوسمهال يې تخميناً نفوس څلوېښت ميليونه ته رسېږي يرغمل پاته سول.

مګر دغه لويي پرګنې کولاى سواى چي متحد سي او د وخت د هر جابر په وړاندي يو لاس پاته سي مګر د قوم او خيل په مرض اخته او د پيسو وږي پښتانه هيڅ وخت پر يوه بيرغ را ټول نه سول. که خان غفار خان ږغ پورته کړى اوازيې په ستوني کي خف سو او که خان لالا صمدخان د يوالي ږغ وکړى په خپلو وينو و لمبيدئ.

مګر په پاکستان کي د پښتانه اولس له دربردرى کور ورکئ او بې ناموسۍ وروسته  کرار کرار پښتانه را و ټکېدل اميد کېږي چي دا به يو ښه پيل وي مګر زه له دې بېرېږم خداى مه کړه بيا قرنيل امام پيدا نه سي او د پښتانه پر سر قمار و نه وهي او يا هم د مولانا فضل الرحمن په توګه يو پښتون مفتي پر پښتانه د جهاد فتوا ور نه کړي او خداى مه کړه داسي يو بل ساينس پوه ډاکټر عبدالقدير خان پيدا نه سي چي د پښتان جوړه کړې کيمياوي اسلحه پر پښتانه و نه چلوي.

د ډيورنډ کرغېړني کرښي ها خوا ته پروت اولس که له يوې خوا د تاريخ جبر ځب ځب کړى له بلي خوا يې معمله ګرو مشرانو همېشه دوى پر يوه او بل لوري خرڅ کړي دي کنې که چيري د پښتانه اولس ږغ په پاکستان کي پورته سي ليري نه ده چي د پنجاب څخه به د تل له پاره ازاد قبايل او لويه پښتونخوا ازاد کړي مګر بدبختي دا ده چي اسفنديار ولي خان يې يوې خوا ته کشوي محمود خان اڅکزي بلي خوا ته هى کړي دي مولانا فضل الرحمن بيا پر بلي خوا تناو کړي او عمران خان خو سم دم ډريو ته اچولي دي.

په محکوم افغانستان(د ډيورڼډ ها خوا پښتانه) له يوې خوا خداى وهلي له بلي خوا دغه مشرانو ټوټه ټوټه کړي او هر چا د خپلو سياستونو قرباني کړي دي. ازاد قبايل او يا هم د ډيورنډ کرښي ها خوا ته پراته پښتانه د افغان هيواد په اړه تر ټولو زيات ملامت خلک دي. پنځه څلوېښت کاله کېږي چي افغانستان ته د هر دور بلا د دوى له منځه د دوى په مرسته را تېرېږي او د افغان وجود ته يې او ور ورته کړى دئ.

که چيري د بري خوا پښتنو ځان د لري خوا د پښتونو ورونو بللاى يو بم نه يوه مرمۍ ولاکه ځني را تېره سوې واى مګر بدبختي خوا دا ده چي د افغانستان د تباهۍ تر ټولو ستر طراح او عامل جنرال حميدګل که پښتون نه وو څوک وو؟ د افغانستان د داخلي جنګ هيرو قرنل ايمام که پښتون نه وو څوک وو؟، په افغانستان کي د جهاد د فتوا ورکونکى مولانا فضل الرحمْن که پښتون نه وو نو څوک وو؟

داسي نو تاسي د پاکستان د ايجاد او په افغانستان کي د هغوى د منافقانه طرحو عملي کوونکي اکثره پښتانه او افغانان وه، نو اوسنى خوځښت چي د پاکستان له لوستو ځوانانو او قومي منورينو له خوا را منځ ته سوى ډېر ناوخته دئ خو بد نه دى که چيري دا مخکي سوى واى نه به ازاد قبايل چي نږدې نه نيوي سلنه يې پښتانه دي ګور به ګوره کېدل، نه به د وزيرستان ښاغلي له منځه تلل او نه به پاکستان په دونه سپين سترګۍ ازاد قبايل په خپلو سيمو ګډول.

اوس هم لا سري وخت دئ د نړۍ او سيمي تحولات او حالات ښيي چي ازاد قبايل او وزيرستان ځکه له دونه تشدد سره مخامخ سو چي خلک له سيمي فرار ته اړ او دغه سيمه چي له جغرافيوي اړخه د جنګي تمريناتو او اکمالاتو له پاره تر ټولو مساعد ځايونه لري د اسلامي دولت او داعش له پاره(چي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي يې ماته خوړلې) د وروستي مرکز، يوه ښه پټنځاى او په منځنۍ اسيا کي د اړو دوړو د جوړلو له پاره مساعد سنګر و اوسي بيا به په دغه سيمه(ازاد قبايلو) کي نه چا ته کور پاته وي او نه د کور غړي د اسلامي دولت منشور دا دى چي نارينه يې يا له ځان سره کړي او يا يې و وژني او ښځي يې د مينځو په څېر د جنسي تمايلاتو له پاره د يوې ښې وسيلې په توګه و کاروي.

دغه جنګيالي به وروسته  د افغانستان د مشرقي او جنوبي ولايتونو له لاري د هيواد شمال ته ځي او په شمال کي به د طالبانو له ځپلو وروسته خپل مرکزونه جوړوي او له دغه ځايه به په چين ، روسيه او نورو ور څېرمه سيمو کي ګوريلايي جګړې پيلوي.

نو که چيري د پښتانه اولس دغه پيل سوي مارچونه او مظاهرې يوازي د نقيب الله محسود د انتقام پر پار وي نتيجه به يې لنډه وي مګر که چيري د نقيب الله محسود شهادت د تبرک پر پار و کارول سي او له دغه شهادته د لر او بر پښتون د خلاصون پر پار کار واخستل سي دا به يې د پښتانه او افغان اولس د تل پاتي خلاصون له پاره يو ستر انقلاب وي.

زه د افغان پښتنو ځلمو په ږغونو او نارو کي د يوه روڼ سباوون څرک وينم ماته د يوه لوى انقلاب ږغونه تر غوږو را رسېږي نن که د بر پښتنو د لر پښتنو د وژنو د مخنيوي پر پار لاس سره ورکړ هغه سبا ليري نه دى چي د جنوبي او شمالي المان په څېر به يو واحدى لوى افغانستان منځ ته راځي.

دا و منئ چي په سيمه کي د بل سوي اور د سونګ توکي يوازي افغان او په خاصه توګه پښتون ولس دئ جګړه  او اهداف د نورو دي، هغه ورځ چي کابل اور اخستى وو پيښورى پښتون ورته ناست وو او هيڅ يې نه ويل او دغه اور له پېښوره بلېدى، کومه ورځ چي افغان خاروه د پردو تالان مرکز وه زما د بر پښتون چوپ وو مګر نن د دې وخت را رسېدلى چي لر او بر پښتون دواړه تر يوې چړې لاندي وژل کېږي فقط فرق دا دئ چي دغه چړې د بېلابيل خلکو په لاس کي دي مګر غاړه ټوله د يوه افغان پښتانه ده.

په ازاد افغانستان کي د نقيب الله محسود غايبانه جنازې او فاتحې او په محکوم افغانستان يعني بر پښتون کي روان خوځښت د دې زيرى ور کوي چي افغان پښتون اولس چي د تروريزم په تور بدنام دئ نور د نړۍ له ابر تروروستي قوتونو څخه خلاصېږي مګر يوازي ډار له مشرانو دى چي خداى مه کړه يو ځل بيا دا ساده اولس څو ځايه سودا او معمله نه کړي.

د دې وخت راغلى چي محمود خان اڅکزى له بلوچستانه، مولانا فضل الرحمن د اسلامي مدرسو له مبرونو او اسفنديار ولي خان د خپل عظيم نيکه خان بابا غفارخان له مسنده د پښتانه د يوالي ږغ پورته کړي او د هر ابر قدرت په وړاندي و درېږي او د لر غل ته په بر کي جزا ورکړي او د بر غله په لر کي هغه وخت به د لوى افغانستان هدف په حقيقت بدل سي او ورځ تر بلي زيات وژلى کېدونکى پښتون به له روان ناورين څخه خلاص سي.

د نقيب محسود وينه ارزانه مه خرڅوى د انتخاباتو ټکټونه دي ستاسي سر و خوري، د مشرۍ چوکۍ دي ارو واخلي او د پردي اجنټتوب دي تباه سي که به د محسود او زرګونو افغان پښتنو وزيرو، باجوړيو، خټکو او نورو ټولو ويني ته به په سپکه ګورئ.

يوازي ږغونه مه پورته کوى بلکي لاسونه سره ورکړى که پرون د وزيرستان د کور کور دروازه پاکستاني سپاهي ماته کړه او د وزير سپين ږيري غاړه يې ور څيري کړه سبا دغه اور او دا چا ستاسي تر غاړي هم در رسېږي.

ملتونه تاريخونه بدلوي مګر زموږ بد بخت ملت يو ځل د ډېورنډ ښامار نيم کړئ بيا کور په کور ترپګنۍ او بيا د مشرانو د چوکى حب ځب ځب کړي يو که له مشرانو ستړي ياست تر ستوني يې و نيسې ايسته يې کړئ که مو مشر مخه نيسي مشر له مخه ايسته کي خو د هغه پنځه زر کلن تاريخ لاپي چي وهى د هغه پر پار هم د لر او هم د بر افغانان را ويښ سى تر څو راباندي تپل سوى د تروريست نوم، را تحمل سوې د ترويزم جګړه او د پردي په لاس راکړې اسلحه له لاسه ليري کړو او د واحد لوى افغانستان د ارمان د بشپړېدو له پاره سره و درېږو.

131 total views, 1 views today

1 comment

  1. Hilo Reply

    په پاښتو کې وایې “اوبه په ډا نګ نه جالا کیږی ” د لر او بر پښتا نه یو وه او یو به سې. خو موږ باید خپل دوست او دوشمن وپیژنو. د آفغانستان د لستونی ماران وپیژنو. بیا به موږ امپاراتوری جوره کړو او بیا بۍ دوۍ په خپل منا فقت سره خرابه کی. بیا به موږ د چاپلوسانو په مکر کی خطا سو. وخت د دی چه موږ اول
    متحده سو ، بیا دې و طن فروشانو څخه د وطن فروشی اختیار واخلو ، ا و بیامنا فق چاپلوسانوتا اجازه ور نه کو د دنڼه څخه مو بربآد کړی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *