Categories

اعلان

Loading…

ډسکورس او ځواک

ليکوال: ستوارت هال

ژباړن: اجمل ښکلی

سريزه  

دا د (غرب او نور: ډسکورس او ځواک) په نامه د نوميالي ټولنپوه استوارت هال د ليکنې ژباړه ده، چې (Formations of modernity / د مدرنيته رغښت) په نامه کتاب کې راغلې ده.

دا ليکنه ما ولې وژباړله؟

ډسکورس ته په ژبپوهنه کې استاد نجيب منلي د بيان اصطلاح کارولې ده او ما ته په رااستولي برېښليک کې  ورته په لينديو کې (خبرو ته شکل- انسجام ورکول) ليکلي.څرنګه چې بيان د enunciation لپاره هم استاد کارولی، ځکه نو ما په دې ليکنه کې ورته د ډسکورس نومونه وکاروله، چې په اوسنيو رسنيو کې عامه ده؛ خو بيا هم په پښتو کې د نويو اصطلاحاتو لپاره د نوېزونو د جوړولو ډېره اړتيا ده.

د شلمې پېړۍ له شپږمې لسيزې نه ژبپوهنه ورو ورو د ژبې پر رغښتي اړخ تکيه کمه کړه او پر ټولو هغو ژبنيو او برژبنيو(Metalinguistic) چېنلونو يې بحث شروع کړ، چې د ژبې د جوړښتونو تر شا موجود دي او له ژبې سره د پوهاوي راپوهاوي په چاره کې مرسته کوي. په دې چېنلونو کې د انسان د ادراک قوه هم وه، چې له دې لارې په انساني اعصابو کې د ژبې د توليد پر مرکزونو بحث پيل شو، چې انسان درک څنګه کوي؟ پر دې بنسټ ادراکي ژبپوهنه(Cognitive Linguistics) وغوړېده.

څرنګه چې د ژبې مانا ټولنيزې ريښې لري؛ نو ټولنپوهيزه ژبپوهنه رامنځته شوه، چې په فرهنګ کې د ژبنيو توکيو مانا وپلټي. کله چې يو کس خبرې کوي؛ په ژبه کې د خپل روان او هدف، عاطفې يا … له مخې انتخاب کوي، چې له دې سره د بيان ژبپوهنه پيدا شوه.

د شلمې پېړۍ دويمه نيمايي د ژبپوهنې لپاره پرثمره ثابته شوه. اوس نو ژبپوهنه هغه علم نه دی، چې له نورو علومو سره دې چندان اړيکه ونه لري او يوازې د فعل تر ګردان او د فونيم او مورفيم تر تعريفه دې محدوده وي، بلکې ژبې ته له بېلابېلو زاويو وکتل شو او ژبپوهنې له نورو علومو سره په ګډه د ژبې شننه پيل کړه، ځکه چې ژبې له نورو ټولنيزو پديدو سره ژورې او نېژدې اړيکې درلودې .

د نوې ژبپوهنې په اصطلاحاتو کې يوه ډسکورس هم ده، چې په تاريخ، فلسفه، ژبپوهنه او … کې په ګډه کارېږي. په ژبپوهنه کې به پرې بله ورځ خبرې وکړو. اوس يې پر سياسي اړخ خبرې کوو.

معاصره پوسټ ماډرن نړۍ د ډسکورسونو نړۍ ده. هره ډله ځيني ډسکورسونه لري، چې د همدې ډلې د افرادو په ليکنو او خبرو کې يې وينو او دا راسره د دوی په شناخت کې مرسته کوي. مثلا: د طالبانو ترهګر ګڼل يو ډسکورس دی، چې د بېلابېلو ډلو او د افغانستان د حکومت استازي کوي؛ خو پر وړاندې يې طالبان ځان مجاهدين ګڼي او له له بېلابېلو ډسکورسونو سره د خپلو مخالفانو سيالي کوي.

د ډسکورس يوه مانا بحث هم دی. ډسکورسونه په بحثونو کې رامنځته کېږي او وده کوي او ورو ورو د افرادو پر نړۍ ليد او ايډيالوژۍ باندې مسلطېږي، ځکه چې د چا پر خلاف د افرادو د رااوچتولو نننۍ وسله ډسکورس دی. په خپل هېواد او نړۍ کې ډېر سياسي ډسکورسونه ليدای شو، چې په خواله رسنيو کې له خپل ټول شدت سره راښکاره کېږي. ډسکورس د نننۍ نړۍ داسې وسله ده،چې په موثره او منظمه کارونه يې خپل دوښمن ته ماته ورکولای شو.

د اوسنۍ پوسټ ماډرن او پخوانۍ نړۍ يو توپير دا دی، چې اوس د ايډيالوژيو ځای زياتره ډسکورسونو نيولی. پخوا د امپرياليزم پر وړاندې سوسياليزم موجود و؛ خو پوسټ ماډرنيټي په ټولو هغو ايډيالوژيو کې نيمګړتياوې راوايستې، چې د انسانيت د نجات لويې دعوې يې لرلې. اوسنی انسان دا غوره ګڼي، چې له خپلو وړو ډسکورسونو سره ژوند وکړي او ژوند مانا کړي؛ خو په ايډيالوژۍکې يو ايډيل تصور او يو ارمان وينو.

سره له دې چې ډسکورس د ايډيالوژۍ پر خلاف دا دعوه لري، چې د نړۍ له واقعي څېرې نه پرده پورته کوي؛ خو دا ځکه سمه نه ښکاري، چې ډسکورسونه د ژبې په چوکاټ کې رامنځته کېږي او ژبه چې نړۍ څنګه ده، هغسي نه، بلکې چي څنګه يې زړه غواړې، هغسې راپېژنې. په ليکنه کې به ولولئ، چې فلسطينينان ترهګر دي که د ازادۍ مبارزان؟ دا پرېکړه د ژبې په چوکاټ کې کوو او له دې نه معلومېږي، چې ژبه د ډسکورس په ايجاد کې اساسي نقش لري، ځکه چې پر يوې موضوع په يوه ځانګړي طرز خبرې کول هم د ډسکورس په تعريفونو کې راځي. مطلب دا چې د ژبې ځانګړې کارونه د ډسکورسونو په ايجاد کې لوی لاس لري.

کله چې د واقعيت پر ځای ژبه د ډسکورس په جوړښت کې اهميت پيدا کړي؛ نو د هغه څيز په اړه چې ډسکورس رامنځته شوی وي، انتزاعي شي. يو لوری فکر کوي، چې زما خبره پر واقعيت ولاړه ده او بل لوری وايي، زما خبره سمه ده؛ خو واقعيت دا دی، چې د بهر نړۍ په اړه د دواړو تعريفونه سم نه دي او همدا د پوسټ ماډرن نړۍ يوه ځانګړنه ده، چې يو انتخاب نه لري، دي کله راته آن د معاصرې نړۍ هر څه متناقض ښکاره شي. پخوانۍ نړۍ د انتخاب نړۍ وه. مثلا: د جنس په مساله کې نر انتخاب و؛ خو اوس يوازې د نر د نه انتخاب خبره مطرح نه ده، بلکې ښځه هم په حاشيه کې ده او جنسونه هم دومره ډېر شوي دي، چې يوازي پر نر و ښځه او آن نرښځي نه ختمېږي. د بېلګې په توګه: غرب او شرق دوه ډسکورسه دي. د غرب ډسکورس ته چې د غرب له زاويې ګورو، سم ښکاري؛ خو چې د شرق له زاويې ورته ګورو، ناسم. همداسې که شرق ته د غرب له زاويې ګورو، ناسم؛ خو شرق پخپله ځان ته ناسم نه وايي. يعنې که درېيمه زاويه پيدا هم کړو، چې دې دواړو ډسکورسونو ته ترې وګورو؛ نو هغه به هم همدومره انتزاعي وي، لکه دا دوه نورې؛ نو چې د پوخلا کېدو امکان کم دی، بيا څه کول پکار دي؟ لويديځ ورته يوه مثبته لار موندلی او هغه بحث دی. د هر ډسکورس والا د ځان د منلو لپاره ليکنی او ګړنی استدلال کوي او هر يو چې ډېرو خلکو ومانه، هغه پر مسلط ډکسورس او حقيقت اوړي.

 خو د ډسکورس د تسلط لپاره ځواک پکار دی. دا به هم په دې ليکنه کې ولولئ، چې اصلا: د ډسکورس په رامنځته کېدو او تسلط کې سياسي او اقتصادي ځواک پکار دی او همداسې د يوه ځواک د عملي کولو لپاره يو ډسکورس پکار دی.

افغانستان او هند دوښمن ګڼل د پاکستان ډسکورس برخه دي او همدا راز دا هم يو ډسکورس دی، چې څوک په پاکستان کې چاودنه کوي، بد؛ خو که په ګاونډيو هېوادونو کې يې کوي، دوی ښه دي، ځکه چې د دين خدمت کوي او د پاکستان دوښمنان وژني. د ددې ډسکورسونو تر شا د پاکستان نظام ولاړ دی او تل د همدې محور په شاوخوا د پاکستان رسنۍ خپلې خپرونې جوړوي.

مطلب دا چې ډسکورسونه د پوځ له خوا د رسنيو د کنترول موثرې وسيلې او رسنيو ته سرې کرښې دي، ځکه ډسکورسونه فکري اړخ لري او د خلکو په ذهنونو کې کېني، چې له مخې يې د خلکو ذهنونونه کنترولېږي.

اوسنۍ نړۍ د رسنيو نړۍ ده، چې حقايق د ډسکورسونو په چوکاټ کې مسخه کوي او پر راروانو پېښو ژور اغېز لري، بلکې د انسانانو سياسي ژوند رهبري کوي. رسنۍ پخپله هم ډسکورسونه ايجادوي او هڅه کوي، چې د خلکو بهير ورمات کړي. برېښناييزې او چاپي رسنۍ چې د نظام له خوا کنترولېږي، په ګډه د منظمو ډسکورسونو لپاره تبليغ کوي؛ خو په خواله رسنيو کې چې ازادې دي، انتشار وينو؛ خو بيا هم ځينې ځواکمن خلک چې د ډسکورسونو د ايجاد وړتيا لري، خپله ډله او کړۍ لري او هڅه کوي، چې د مخالف لوري کړۍ ماته په خپلو ډسکورسنو ماته کړي او خپله ډله پرې لويه کړي.

زما سريزه ترې ژباړې اوږده شوه؛ نور صبر درباندې نه کوم او ژباړې ته مو رابولم:

په عامه ژبه کې ډسکورس منظمو او معقولو ويناوو، ليکنو، خبرو او وعظ ته وايي؛ خو له دې اصطلاح نه څانګواله(تخصصي) استفاده کېږي(وګ: د پنګوين ټولنپوهنې وييپانګه: ډسکورس). په دې توګه، ډسکورس هغو څرګندونو ته وايي، چې په مناسبه ژبه- او مثلا په ځانګړي طرز- لوستونکي ته د يوې موضوع په اړه ځانګړې پوهه(معرفت) ورکوي. کله چې په يوه ځانګړي ډسکورس کې د وينا (Statement) د  موضوع خبره کوو؛ نو وايلای شو، چې ډسکورس موضوع ته بڼه او چوکاټ ورکوي. همدا راز په ډسکورس کې دننه په بېلابېلو بڼو د موضوع د څرګندېدو امکان ختمېږي.

ډسکورس له يو ډول ويناوو(Statements) نه جوړ نه وي، بلکې د فرانسې د ټولنپوهنيز تيورسن ميشل فوکو(۱۹۲۶- ۱۹۸۴) په اند،  څو ډوله ويناوې له يو بل سره په همغږۍ(ډسکورسي رغېدنه) رامنځته کوي (وګ: د پنګوين ټولنپوهنې وييپانګه). دا ويناوې له يو بل سره همغږي لري، ځکه چې يوه وينا له نورو ويناوو سره دروني اړيکي ښيي: «دا ورته موضوعاتو ته اشاره کوي، سبکونه يې ورته وي او د يوې ستراتېژۍ … سياسي انحراف او مشابه بنسټ ملاتړ کوي.» (کزن و حسين، ۱۹۸۴، ۸۴-۸۵مخ)  

د ډسکورس په اړه مهمه خبره دا ده، چې د اند و چلن، ژبې او کړن(عمل) ترمنځ توپير نه کوي او دواړه يو ګڼي. ډسکورس د ژبې په مټ د پوهې(معرفت) توليد ته وايي. خو پخپله ډسکورس له عمل نه راپيدا کېږي: «ډسکورسي عمل»- یا د مانا د توليد عمل. څرنګه چې ټول ټولنيز چلنونه(عملونه) ماناوې له يو کس نه بل ته لېږدوي؛ نو دا ټول چلنونه ډسکورسي اړخ لري. د بېلګې په توګه: د فوکو د استدلال پر بنسټ ويلای شو، چې د نورو په اړه د لويديځ ډسکورس (۲) ټاکلې عملي پايلې لري، چې ساري يې له نورو ملتونو سره د لويديزو هېوادونو په چلنونو کې ليدلای شو.

د فوکو د ډسکورس پر تيورۍ د پوهېدو لپاره لاندې ټکو ته پام وکړئ:

  1. دسکورس زياتره وګړي په بېلابېلو بنسټونو(لکه کورنۍ، زندان، روغتون، پناهځی) کې رامنځته کوي. د ډسکورس نظم په يوه ځای، يوه جرار کس او «سوژې» پورې نه دی تړلی. په دې توګه، هر ډسکورس داسې څرګندونې رامنځته کوي، چې په يوازې ځان د پوهاي وړ وي. څوک چې له کوم ډسکورسه استفاده کوي، د همغه ډسکورس سوژه هم وي. مثلا، ښايي موږ د غرب پر ذاتي برترۍ باور ونه لرو؛ خو که {اروپا محور} «لويديځوال» ډسکورس ومنو؛ د هغه ډسکورس طبيعي برخه کېږو، چې د لويديځ د تمدن پر ذاتي برترۍ باور لري. د فوکو په اند، «ويناييزه تشريح د ليکوال د اړيکو شننه او خبرې نه رانغاړي؛ خو په يوه ډسکورس کې د فرد هغه تمايل ته وايي، چې دا يې يوه اړخ ته ښيي يا يې بايد وښيي او يا يې په واقعيت کې سوژه(۱)وي.»(فوکو، ۱۹۷۲، ۹۵-۹۶مخ)
  2. ډسکورسونه تړلي مانيز نظامونه نه دي، بلکې ترمنځ يې اړيکه موجوده وي او په يوه مانيز جال کې په يو بل پورې اړوند وي. په دې توګه، د «اروپا» ډسکورس پر «مسيحي{لويديح}» ولاړ دی او خپل مانيز توکي{له تېرو ډسکورسونو سره په تړاو کې}اصلاح کوي او ژباړي. د تېرو ډسکورسونو نښې د «غرب/لويديځ»۲ د مفهوم اړوند په وروستيو ډسکورسونو کې ليدلای شو.
  3. د ډسکورس په جوړښت کې موجودې ويناوې بايد ګډې وجهې او ناڅاپي او خپرې ورې نه، بلکې منظمې او منسجمې اړيکې ولري. فوکو دې ته «ګرځند نظام»(System of Dispersion) وايي: « کله چې څوک د څو ويناوو ترمنځ {خپلمنځي اړيکې} توصيف کړي، مثلا: سيال نظام ورته ووايي … کله چې څوک اصل(قاعده) تعريف کړي، مطلب دا چې موږ له ډسکورسي رغونې سره مخ يو.»(فوکو، ۱۹۷۲، ۳۸مخ).

ډسکورس او ايډيالوژي

ډسکورس هغه څه ته ورته دی، چې ټولنپوهان ورته ايډيالوژي وايي: د ويناوو يا باورونو هغه ټولګه، چې پوهه(معرفت) توليدوي او د يوې ځانګړې ډلې يا پوړ په خدمت کې وي. پوښتنه دا ده، چې د ډسکورس پر ځای ولې ايډيالوژي نه وايو؟

لکه څنګه چې فوکو وايي، ډسکورس ته ايډيالوژي ځکه نه وايو، چې ايډيالوژي د نړۍ(علمي حقايقو) اړوندو حقيقي او باطلو ويناوو(ايډيالوژيکو حقايقو) ترمنځ پر توپير ټينګار کوي. پر دې بنست {علمي} واقعيتونه راسره مرسته کوي، چې په حقيقي يا باطلو ويناوو کې يو وټاکو. خو د فوکو پر وړاندې استدلال کېږي، چې د ټولنيز جهان اړوند سياسي او اخلاقي ويناوې په ندرت د حقيقي او باطل پر دوو ډولو وېشلای شو. همدا راز «حقایق» راته په اسانه د حق و باطل تشخيص نشي کولای، ځکه چې حقايق په بېلابېلو طرزونو جوړېدای او کارېدای شي. کومه ژبه چې راته واقعيتونه او حقايق توصيفوي، هغه زموږ د فعاليت پر څرنګوالي او ډول اغېز کوي او پر بنسټ يې موږ يو څيز واقعي او بل خطا بولو.

د بېلګې په توګه فلسطينيان پر باختري غاړه د خپلو ځمکو د بېرته اخيستلو لپاره له اسرييلي ځواکونو سره جنګېږي، چې ځينې يې «د خپلواکۍ مبارزين» او ځينې يې «ترهګر» بولي. د دوی جګړه واقعيت دی. خو د دې جګړې مانا څه ده؟ پخپله واقعيت دلته ټاکنده نقش نه لري، بلکې ژبه، چې موږ پکې خبرې کوو، راته دا جګړه توصيفوي – د خپلواکۍ مبارزين/ ترهګر-  يوه ستونزوره  مساله ده. پر دې سربېره، ژبه آن که زموږ په اند، يوه وينا، يو توصيف ناسم وي، عملي يې راسموي، ځکه چې فرد د خپلې وينا پر واقعيت د باور له مخې يو عمل کوي او دا عمل يې ټاکلې پايلې لري. څوک چې فلسطينيان څنګه(ترهګر/د خپلواکۍ مبارزين) بولې، همغسې چلن ورسره کوي او د عمل تر شا يې د ترهګر/د خپلواکۍ مبارزين ګڼلو خبرتيا(فهم) او «معرفت» پروت وي. که پر ترهګر ګڼلو يې باورمن وو؛ نو د ترهګرو غوندې عمل ورسره کوو، ځکه چې زموږ د چلن د څرنګوالي تر شا همدا خبرتيا(آګاهي) او معرفت ولاړ دي. لکه دلته چې وينو، ژبه(ډسکورس) زموږ پر چلن واقعي اغېز لري: «توصیف» په «واقعیت» اوړي.

البته فوکو د «ډسکورس» د اړوندې ناحلېدونکې معما غوټې نه پرانيزي: د سمو او عملي او ناسمو او ايډيالوژيکو ډسکورسونو ترمنځ څرنګه توپير کولای شو؟ د ټولنيزو علومو زياتره پوهان دا مني، چې کله زموږ ارزښتونه، د بهر نړۍ په اړه د انساني توصيفونو دايري ته ورننوځي؛ نو زياتره څرګندونې(بيانونه) که مستند هم وي- ايډيالوژيک اړخ پيدا کوي. فوکو دا وايي، چې د فلسطينيانو د ستونزې اړونده خبرتيا(فهم) او معرفت د متضادو ډسکورسونو- «د خپلواکۍ مبارزين» او «ترهګر»- زېږنده دي، چې دا هر ډسکورس د ځواک(قدرت) پر سر د لانجې برخي دي. په اصل کې، د دې ډسکورسونو د پلويانو «د باور سموالی» د ځواک(قدرت) پر سر د مبارزې له پايلې ټاکل کېږي. (يعنې د باورونو د سموالي تر شا ځواک وي. چې د کوم باور تر شا ځواک وي، هغه سم او چې نه وي، ناسم وي: ژباړن)

«ډسکورس» د ايډيالوژۍ حقيقت/ باطل يو اړخ ته ږدي؛ خو د ځواک پر موضوع غلی نه پاتېږي. ډسکورس ځواک ته ډېر اهميت ورکوي، ځکه چې د واقعيت اړوند شواهد نه، بلکې همدا ځواک دی، چې د شيانو «سموالی نا سموالی» ټاکي: « دا بايد ومنو، چې معرفت د ځواک زېږنده دی… ځواک(قدرت) او پوهه(معرفت) يو بل ته نېغ په نېغه لار ښيي؛ له معرفت پرته ځواک او د ځواک له اړيکو پرته معرفت نشته.»(فوکو، ۱۹۸۰، ۲۷ مخ)

ډسکورس ګنې عاجز (بې غرضه) وي؟

{مثلاً} پر لويديځ مسلط ډسکورس له نورو خلکو او فرهنګونو سره د ځواک له چوکاټ (The framework) بهر عمل کولای شي؟ له دې ليده، دا ډسکورس ګنې علمي ارزښت او ايډيالوژيک صداقت لري؟ او که د يوه ټاکلي پوړ تر اغېز لاندې دی؟

فوکو ډسکورس مازې د وينا هېنداره نه بولي او نه يې تش د يوه ځانګړي پوړ(قشر) د دريځ په توګه راپېژني. ځکه چې داسې ډلې هم ورته ډسکورسونه کارولای شي، چې ګټې يې بېلې او آن متناقضې او پوړونه يې مختلف وي. خو دا د دې مانا نه لري، چې ډسکورس ګنې له ايډيالوژيک پلوه ناپېيلی يا «معصوم» دی. مثلا، له نوې موندلې نړۍ(بېلابېلې وچې چې اروپايانو کشف کړې. ژباړن) سره د لويديځ چلن ته وګورئ. مختلف دليلونه وايي، چې د لويديځ دا کشف ناپېيلی او معصوم نه و. په دې توګه له شاوخوا نړۍ سره د اروپايانو تعامل او مخامختيا هم معصومه او ناپېيلې نه وه.

يو، تر هر څه مخکې {د استعمار د وخت} د نورو فرهنګونو او وګړيو په اړه اروپايانو خپله فرهنګي ډلبندي، ژبه، انځور او ځانګړې ايډياوې درلودې، چي پر بنسټ يې نور(other) توصيفول او هڅه يې کوله، چې بهر نړۍ په خپله انګېرلې او جاجلې(مفهومي) محدوده کې ونغاړي، د خپلو ارزښتونو پر بنسټ يې طبقه بندي کړي او له غربي دوده ورته وګوري. البته، دا کار دومره د تعجب وړ نه و: موږ د بهر نړۍ د سپړنې(توضيح) او تعريف لپاره ډېره تکيه پر خپل معرفت او معلوماتو کوو. دا داسې ساده هم مه ګڼئ، چې ګنې لويديځ بهر نړۍ ته له خپلو مخ‌انګېرنو(پيش‌فرض‌ها) کتلي او کټ مټ يې د خپلو مشاهداتو له مخې تعريفونه وضع کړي.

دوه، اروپا د د بهر نړۍ- چې هغه مهال يې « شين او تياره بحر» باله، د کشف او لاندې کولو لپاره ځانګړې موخې، غوښتې، انګېزې او ستراتېژۍ درلودې. دا انګېزې او ګټې په يو بل کې پېچلې وې. مثلا، اسپانيايانو لاندې موخې درلودې:

  1. د سرو او سپينو زرو ترلاسی؛
  2. د خپلو مسيحي واکمنو په نامه د ځمکو لاندې کول؛
  3. د بومي خلکو مسيحي کول

دا موخې زياتره له يو بل سره په ټکر کې وې. خو دا تصور سم نه دی، چې ګنې د نوې نړۍ په اړه د اروپايانو خبرې د دوی د ګټواو اغراضو پر مخ غوړېدلې پردې وې. د پرتګال شاه لومړي مانويل د اسپانيا شاه او ملکې فرديناند او ايزايل ته وليکل چې « هند ته {د پرتگالي بحرګرځي} واسکا دوګاما د يون انګېزه د خدای خدمت او زموږ د ګټو تامين و»، نوموړي ښه په وضاحت سره غوښتل، چې هم خرما وخوري او هم ثواب وګټي او د دې دواړ موخو ترمنځ يې هېڅ ډول تضاد هم نه ليده. په مسيحيت سرشارو دغو مذهبي حاکمانو پر خپلو خبرو ټينګ باور هم لاره. د دوی په اند، د خدای خدمت او د « دنیوي ګټو» تامين له يو بل سره ټکر نه لري او په دې توګه ويلای شو، چې پر دې ايډيالوژۍ يې باور او عمل دواړه کول.

پر دې بنسټ، که څه د شخصي ګټو مقام ته د اروپايانو د ويناوو يا دريځونو(موقفونو) راټيټول سم نه دي، خو هممهاله يې ډسکورس د هغو ګټو او انګېزو(motives) تر اغېز لاندې و، چې په ټول بياني نظام(ژبه) کې ځان ښيي. انګېزې او ګټې هېڅکله د بشپړې خبرتيا(آګاهۍ) له مخې نه رامنځته کېږي او نه عقلاني وي.  د ځواکمنېدو تمايل (او هوس، ژباړن) اروپايان هڅوک چې نور هم ځواکمن شي؛ خو ځواک يي تل د عقلاني شمېرو(محاسبو) له مخې نه و. «د ختيځ د زېرمو » په اړه د انګېزې د ورکولو لپاره د مارکوپولو يونليک بس و. خو دې غولوونکي محرک، چې د اروپايانو څو نسلونو ته يې جذايبت لاره، دوی يې د ختيځ په اړه افسانوي فکر ته وروبلل. همدا راز، کوم سره زر چې کلمبوس له بومي وګړيو غوښته، ډېر ژر په ديني عرفاني ارزښت بدل شول.

بالاخره، «د غرب او نورو۳» ډسکورس چې د انسانانو پر برابرۍ يې باور نه درلوده، ناپېيلی او عاجز(معصوم) نشو پاتېدای. اروپايان په نظامي، بحري او خلاقي برترۍ له داسې خلکو سره مخ شول، چې له «کشفېدو» سره يې هېڅ مينه، «موندل کېدو» ته يې هېڅ اړتيا او «استثمارېدو» ته يې هېڅ مېل نه لاره. اروپايان د نااروپايانو پر وړاندې له يوه برلاسي ځواکمن دريځ سره ودرېدل، چې دې وضعيت د اروپايانو پر ليدلوريو، او د نظر او عمل پر څرنګوالي اغېز وکړ.

د ميشل فوکو د پاسني استدلال پايله دا ده، چې که د ډسکورس تر شا ځواک وي، نو د ځواک تر شا هم ډسکورس ولاړ وي يا به داسې ووايو، چې ډسکورس داسې يو نظام دی، چې ځواک ترې چورلي. ډسکورس چې کوم معرفت توليدوي، هغه له ځواکه ډک وي او پر هغو کسانو پلی کېږي، چې د ډسکورس والاو يې پېژني او ورته «آشنا» وي.

کله چې معرفت پلی شي، «آشنا» افراد(مثلا د غرب په ډسکورس کې د شرق خلک، ژباړن) د ډسکورس پر موضوع اوړي. له ډسکورس سره د ځواک اړيکه تل ټينګه وي(وګ: فوکو، ۱۹۸۰، ۲۰۱مخ). څوک چې ډسکورس توليدوي، د ډسکورس د  رښتيا کولو- مثلا د ډسکورس د باوري کولو او علمي مشروعيت ورکولو-  ځواک هم لري.

دې برداشت فوکو د حقيقت د مسالې په اړه د نسبيت‌پالنې په يوه سخت موقعيت کې واقع کړی، ځکه چې د ډسکورس اړوند د نوموړي د سمې او ناسمې وينا (statment) او د علم او ايډيالوژۍ ترمنځ د توپير تصور ګډوډ کړی. د معرفت پېژندنې دې مسايلو(د علم د مقام، حقيقت او نسبيت پالنې په اړه) دلته خبرې ڼه کوو. پر هر حال، مهمه خبره دا ده چې فوکو د ډسکورس، معرفت او ځواک ترمنځ ژورې او نېژدې اړيکې کشف کړې. د فوکو په وينا، ځواک عمل کوي او يو لړ ويناوې او دريځونه د«حقیقت» په نامه باوروړ کوي، نو ډسکورس«د حقیقت رژيم» رامنځته کوي.

د پايلې په توګه ويلای شو، چې ډسکورس په يوه ځانګړي طرز خبرې، فکر يا د يوې سوژې تصوريا پر يوې موضوع غږېدلو ته وايي. ډسکورسونه د سوژې په اړه له مانا ډک معرفت توليدوي. دا معرفت پر ټولنيز چلن اغېز پرېباسي او له دې پلوه واقعي اغېزې او پايلې لري. ډسکورس پوړيزو ګټو ته راټيټولای نشو، خو تل د ځواک په چوکاټ کې فعاليت کوي او د چورليځ برخه وي. د ډسکورس د سموالي ناسموالي مساله دومره مهمه نه ده، لکه څومره چې يې اغېز مهم دی.(مطلب، د هر ډسکورس تر شا ځواک ولاړ وي. په يوه ټولنه کې د مسلط ډسکورس په سموالي يا ناسموالي پسې دومره خلک نه ګرځي، بلکې څومره چې يو ډسکورس اغېزمن وي، پلويان يې هم زيات وي او همدا اغېز د ډسکورس د حقيقت او ځواک ښکارندويي کوي). که ډسکورس اغېزناک و، يعنې د ځواک(قدرت) اړيکې (لکه د لويديځ ا او نورو/ The West and the rest ) يې ښې سمې منظمې کړې؛ نو بيا ورته «د حقيقت رژيم»۴ وايي.

سرچينې

۱- Cousins, M. and Hussain, A. (1984) Michel Foucault, London,

Macmillan.

۲- Foucault, M. (1972) The Archeology of Knowledge, London, Tavistock.

۳- Foucault, M. (1980) Power/Knowledge, Brighton, England, Harvester.

۴- Hale, J.R. et al. (1966) Age of Exploration, The Netherlands, Time-Life

International.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *