Categories

اعلان

Loading…

په کیسه کې کلایمیکس | محمد خالص ادیب

له ملګري سره مې له کابل څخه مزارشریف ته روان وم، زما او دده یو عادت و، کله به چې سره یو ځای شو؛ نو په یوه موضوع به مو بحث کولو، په همدې ورځ مو هم موټر کې یو دم په  کیسه باندې بحث شو، کله چې په کیسه کې د کلایمیکس یا د معلق له نقطې څخه خبره یاده شوه، دلته له کوټسنګي څخه راتېر شو، د سیلو تعمیر ته راورسېدو، نو د سیلو ژیړ تعمیر ته یې ګوته ونیوله، کړل یې:” په کیسه کې د معلق نقطه داسې ده فرض کړه ته په یوه موضوع باندې کیسه پیل کوې، کله چې شروع ورباندې وکړې، مرحله په مرحله مخکې ځې تر څو چې کیسه تلوسه،کشش او تجسس پیدا کړي وروسته له هغې  لوستونکی له کیسې سره نور هم دلچسپي ښيي کله چې کیسه هغه اخري نقطې ته ورسېده هماغه د معلق یا کلایمیکس  نقطه ده چې وروسته له هغې ستونزې ته د حل لاره لټول کېږي یا هم فرض کړه، د ظلم په اړه کیسه لیکو، لومړی په کیسه کې د ظلم لږ یادونه کوو،وروسته ورو په ورو زیاتېږي، همداسې مو خبره زور اخلي کله چې اخري نقطې ته ورسېږي،  هغه بېرته په ځوړند راوانېږي همدغه لوړې نقطې ته په کیسه کې د اوج یا معلق نقطه وایي”.

یاهم که چېرې موږ په رېسپان یا پړي (رسۍ) باندې یو کس وتړو  ورو ورو یې د تعمیر بام لوري ته  پورته کوو په داسې حال کې چې نوموړی تړل شوی کس داسې ښکارېږي، ته به وایي چې اوس به  لوېږي، نو په  دغه صورت کې به د لیدونکو څومره تلوسه وي چې اوس به لوېږي اوس به لوېږي کله مو چې تر کومه ځای هدف وي ورسولو، وروسته له هغې بېرته یې مخکې په ځوړند روان کړو. په داسې ډول چې د لیدونکو د توقع خلاف یې په ځمکه خوشی کړو. هغه نقطه چې نوموړی کس مو بېرته په ځوړند تر روان کړ،  هماغه د معلق نفطه ده.

یا هم داسې ووایو اوج په  کیسې د پېښو له هغه بحراني او نهایي حالت څخه عبارت دی چېرته چې غوټه په کې پرانستل کېږي، مثلاً که چېرې موږ یوه ډبره د هوا په لور ګذار کړو، نو تر هغې به په هوا کې سره  اوړي او را اوړي، په کومه اندازه چې موږ ورباندې د لاس قوه وراده کړې وي، چې څومره قوه وارده شوې وي او تر هغه وړاندې نشي تلای؛ نو هماغه آخري نقطه یې د اوج نقطه ده او په کیسه کې  همدغه ځای دی چې غوټه په کې خلاصېږي، کیسه مخ په ځوړند روانېږي، خو ښه او قوي اوج یا کلایمیکس هغه دی چې د لوستونکي احساسات هم راوپاروي.

خو سره له دې کله چې یوه کیسه قوي پلاټ ولري، پېښې په  سم ډول په کې تنظیم یا  ځای پر ځای شوې وي، په هماغه صورت کې زموږ کیسه یوه ښه د اوج نقطه  لرلای شي؛ خو سره له دې  باید د کیسې هره پېښه یوه د معلق نقطه ولري، په کیسه کې لوړټکی هم باید دومره مخلق  نه وي چې لوستونکی یې په اسانۍ سره ونه پېژني یا دوی فکر کولو ته اړ کړي.

لیکوال په کیسه کې دې کلایمیکس برخې ته اړ دی چې زیاته توجو وکړي، ځکه د ښه اوج لرونکې کیسه ډېره اسانه خبره نه ده بلکې زیاتې خوارۍ ته اړتیا لري.

په  کیسه کې اوج د مشکلات د ستونزو اخري مرحله ده، وروسته له دې مشکلاتو ته د حل لاره لټول کېږي، کومه یوه یا څو غوټې چې په کیسه کې له لوستونکو څخه تر دې ځایه پورې پټې وي په خوار ښه مهارت سره یوه په بله پسې ورو ورو خلاصېږی تر دې چې کیسه پای یا ختمه ومومي.

د نظر خاوندان په دې اند دي، چې د معلق نقطې لپاره باید لاندې ځانګړینې په پام کې ونیول شي.

  • د کیسې لوړټکی باید د هغې تر ټولو لوړ د لطف او علاقې نقطه وي.
  • د کیسې د پېښو منطقي پایله او نتیجه وي، یا په بله وینا د کیسې د پېښو د رښتینولۍ ثبوت وي.دې ته مو باید پام وي امکان لري چې دا برخه حیرانوونکې ښکاره شي، خو هغه باید د کیسې د پېښو منطقي اړیکه او رشته یالړۍ وي، چې لوستونکی د هغې په پېښدوشکمن نه کړي.
  • له غو کړکیچونو سره چې د مخه راغلي ټینګه اړیکه ولري.
  • د اوج ټکی باید روښانه او قانع کوونکی وي.
  • ترهغه چې لوستونکی هغې ته نه وي رسېدلی هغه باید ونشي لیدلای
  • د اوج ټکی باید ډېر لنډوي، بې ضرورته اوږدوالی ددغې برخې اغېزه پوره بې خونده کولای شي.

کله چې پورتنۍ ځانګړتیاوې مو په نظر کې ونیولې په دې صورت کې به توانېدلي و، چې کیسه مو ښه لوړ ټکی یا کلایمیکس ولري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *