Categories

اعلان

Loading…

د لور په پیدا کیدو ولې خفه یو؟ | ډاکتر فاروق اعظم 

     نن په فیس بوک کې چا لیکلي و؛ زموږ په سیمه کې چې جینۍ پیدا سي مور او پلار یې ډیر خفه وي. دا تکلیف زموږ په ټولنه کې عام دی. ما دا لنډه تبصره دلته په همدغه منظور کړیده.

     د لور په پیدا کیدو خفه کیدل موږ ته تر اسلام د مخه د جاهلیت د زمانې رواج پاته دی. په یو ځای کې چې امن نه وي، دولت او د قانون حاکمیت نه وي او ټولنه د ځنګل په قانون چلیږي، هلته د زورور برخه غټه وي. په چور کې د زورور ګټه ده. په ځنګل کې زمری ځکه پاچا دی چی لویې داړې او زورورې مټې لري. په یو بدوي ټولنه کې خلک زوی غواړي دا ځکه چی سړی تر ښځې په بدن قوي دی او د چور په چاپیریال کې کور ته ګټه راوړلای سي. قرآن کریم دغه حالت د جاهلیت د زمانې یو قبیح عمل ګڼي او د غندلو په ترڅ کې یې فرمائي: و اذا بشر أحدهم بالأنثی، ظل وجهه مسودا و هو کظیم. سورة النحل آیه ۵۸ ( او کله چې  د لور زیری پر یو چا وسي نو مخ یې له قهره تور واوړي). او ښځه ملامتوي چې دا عار دې ماته له کومه راوړی. معلومیږي چې موږ تراوسه لا د اسلام تعالیم پوره نه دي خپل کړي، …

     خپله یوه کیسه درته کوم. زه یو وخت د پوهنې وزیر وم. د علماء کرامو ډیر قدر و او تلاښ دا و چې ټولنه بیله تشدده اصلاح کړو او اسلام خلکو ته په صحیح معنی ورسوو. نو دیني مدارسو او عصري ښوونځیو دواړو ته جدي توجه وسوه او په نصاب او منهج کې یې هم ډیر مثبت بدلون راغی. یوه ورځ ملایان راسره ناست و او پر یوه علمي مسئله مو بحث و، چې زما یو پخواني آشنا ملا وویل: زړه مې نه غواړي له مجلسه ولاړ سم خو حیا دې وي ښځه مې هلته د سرک پر غاړه ګوښه کښینولې ده، ډیره انتظار سوه، باید ورسم. که اجازه راکړئ! ما ورته وویل: اول ولې په مجلس کې دومره ډیر کښینستلی؛ تاته تر دغه مجلس د هغې د انتظار ختمول ضرور و. ته باید له هغې معذرت وغواړې، ولو درباندې ثقیل هم وي. زما په خاطر یې وکړه! دوهم داچې د ښځې د نوم سره دې (حیاء دې وي) ولې وویل؟ هغه وویل: ښځه بعضې اوقات چټله وي‌‍. حیض و نفاس ته یې اشاره وه. ھغه وویل: دا (د حیاء دې وي) اصطلاح زموږ خواته عامه ده. وروسته ما ټول مخاطب کړل او ورته ومې ویل: هغه چاته چې الله (ج) او د هغه رسول (ص) اوچت مقام او عزت ورکړیدی، موږ یې په کوم حق توهینوو؟ و لقد کرمنا بني آدم (صدق الله العظیم). نر او ښځې دواړو ته یو ډول خطاب دی او د پوښتنی په ورځ به موږ ته په یوه نظر کتل کیږي‌؛ داځکه قرانکریم نر او ښځه یو ډول خپلو مکلفیتونو ته متوجه کړیدي‌‌ (إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا ) سورت الأحزاب، آیه ۳۵.

      زه او ته چې مځکه او اسمان پیژنو لمونځ به کوو؛ په ولاړې به یې کوو. که نه، په ناستې به یی کوو. که نه په پروتې او حتی د سترګو په اشارو به یې کوو. چې ترڅو مو سد په سر کې  وي، له لمانځه نه خلاصیږو. خو د ښځي چې محضې مزاج خراب سي، لمونځ ورته معاف دی، روژه همداسې ده. ته یې نه سې خوړلای چې په سفر کې نه یې او یا شدید ناروغ نه یې. خو د هغې که مزاج خراب وو روژه ورته معطل ده؛ که اولاد یی په نس وو او ور باندې تکلیف و، خوړل ورته روادي؛ که اولاد یې پر تي و او پر خپل یا د کوچني پر صحت ویریده ورته معاف ده او چې هر وخت یې بیا حالت سم وو قضایي دې راوګرځوي. موږ او تاسې ته دغه امتیازات یو هم نسته.  جنت د مور (ښځه)

282 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2