Categories

اعلان

Loading…

وړې خبرې، چې ژوند ګډ تريخوي/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

ځینو وړو، خو اړینو مسایلو ته پام نه کول، ښايي ګډ ژوند تریخ کړي. نرمې او په دقت خبرې کول مو ګډ ژوند ښایسته کولی شي. له بده مرغه باید ووایو چې ځینې جوړې نه شي کولای په دقت او ارامۍ سره خبرې وکړي، ځکه د خبرو کولو پر مهال ترې تېروتنې کېږي او دا چاره د دې لامل کېږي چې له یو بل سره خبرې په دعوه او جنجال بدلې شي. کېدای شي تاسو هم له یوې داسې پېښې سره مخ شوي وی چې خبرې کوی خو یو دم مو مقابل لوری (خاوند/مېرمن) غوسه کېږي. کېدای شي له ځانه وپوښتی چې ما خو کوم داسې څه نه دي ویلي چې د غوسې لامل شي. اصلي خبره دا ده چې کېدای شي تاسو سمې خبرې کړې وي خو هغوی ترې بل ډول برداشت کړی وي او همدا د دوی په اند بد برداشت یې د دې لامل شوی چې غوسه شي او له تاسو سره دعوه پیل کړي. د لته ځینو هغو تېروتنو ته اشاره کوو چې په ګډ ژوند کې د خپګان لامل کېږي.

د خاوند او مېرمنې تېروتنې:

۱- د «تل» او یا «هېڅکله» کلمو کارول؛ د بېلګې په توګه «ته تل بد خویه یې!» یا « ته هېڅکله له ما مننه نه کوې!».

۲- پټې خو، نېشداره خبرې؛ د بېلګې په ډول: رفتار دې سم کړه!، ډېره هڅه وکړه چې ځان سم کړې!، ما درک کړه!، پر ما ډېر پام کوه! پر ما مهربانه اوسه!

۳- کنایه، طعنه او سپکاوی کول؛ د بېلګې په ډول:

په خبره دې سر نه خلاصېږي!؟

انسان باید په نيمه پوه شي. او داسې نور…

۴- د غوسې پر مهال د احساساتو شريکول؛ که د غوسې پر وخت مو له خولې بد او رد ووځي معلومه خبره ده چې مقابل لوری هم چوپ نه پاتې کېږي او هغه شرم چې له تاسو یې لري نور ورته بې ارزښته کېږي او په ورته عمل لاس پورې کوي.

۵- له اندازې ډېرې پوښتنې او قضاوتونه کول؛ د بېلګې په توګه: «ولې دې دا کار کړی؟» «ولې دې هغه کار کړی؟» او دې ته ورته نورې پوښتنې.

۶- د دې پر ځای چې ستونزو ته د حل لارې پیدا شي، د مقابل لوري د ګرمولو لپاره دلايل لټول کېږي؛ د بېلګې په ډول: که د دروازې کيلي مو له د ننه په قلف کې پرې اېښې وي، د دې پر ځای چې د وره د پرانيستلو هڅه وکړی، په دې شخړه پیلوی چې «کيلي  ولې په قلف کې پاتې شوې ده». په همدې ډول جنجال اوږدېږي.

۷- له نورو سره پرتلنې کول، د بېلګې په ډول: «له فلاني څخه زده کړه، د خپلې ښځې لپاره څه نه دي چې نه یې کوي؟» یا «د فلاني له ښځې یې زده کړه چې له خاوند سره یې څه ښه چلند کوي!»

۸- له يو بل سره سيالي کول؛ د بېلګې په ډول: «تا تېر کال زما په حق کې ظلم کړی و، نو زه هم غواړم چې اوس خپل غچ واخلم».

۹- ډېرې خبرې کول؛ د څو دقیقو په موده کې مو خپلې خبرې سره تبادله کړئ او اضافي توضیحات مه ورکوئ، ځکه ښايي ستاسو د ژوند ملګری/ملګرې دومره وخت او حوصله ونه لري چې ستاسو بې ځایه خبرو ته غوږ ونیسي.

۱۰- د شرط په ډول د ځینو خبرو کول؛ د بېلګې په ډول: «تا خو ویلي وو چې نور به خپلو ماشومانو ته پوره پام کوم، نو ولې بیا!»

۱۱-  د یوه او بل په خبره کې ورلوېدل، چې دا یو بد عادت دی.

۱۲- سکوت او یا ډېره غوسه؛ د بېلګې په توګه: تاسو په غوسه یاست او وایی «که خبرې وکړم، ښې خبرې به مې له خولې ونه وځي، په همدې دلیل زه یو ساعت خبرې نه کوم، کله مې چې غوسه سړه شوه بیا به خبرې وکړم». هېڅکله د اوږدې مودې لپاره غوسه مه کوئ. او یا هم هېڅکله بې له دې چې په کور کې مو احوال نه وي ورکړی له کوره مه وځئ. ستاسو په اند که مو فکر سم نه وي کولای شی چې د خپل مور او پلار او یا هم له یوه نږدې دوست کره ولاړ شی، د ژوند ملګري/ملګرې ته ووایئ چې فکر مو سم نه دی. نن د فلاني کره ځی څو وضعیت مو سم شي!

هېڅ هوښیار کس دا ډول تېروتنه نه کوي او که یې وکړي نو دا به لویه بې ادبي وي. ښه ده چې د غوسې پر مهال په خپل کور کې پاتې شی او یو د بل په څنګ کې و اوسی. که خدای مه کړه د لنډ وخت لپاره خپل کور پرېږدی دا به لویه بې ادبي وي. په داسې وخت کې تاسو یوه او بل ته اړتیا لری او بايد د یو بل په څنګ کې واوسئ. له یو بل سره داسې چلند وکړئ چې احساس کړی یو بل ته پوره احترام لری.

تمرین:

د اونۍ له سره مو خپلو خبرو ته پام وکړئ، داسې خبرې مه کوئ، چې په وسیله یې ستاسو د ژوند ملګری/ملګرې خواشینې او یا غوسه شي. هره شپه د خپلو هغو خبرو په اړه فکر وکړئ چې د ورځې په اوږدو کې مو کړې دي. هغه تېروتنې چې د ورځې په اوږدو کې درڅخه شوې یادداشت کړئ.

لومړی د خپل ځان په اړه فکر وکړئ او د ژوند ملګری مو مه مجبوروئ چې خپلې خبرې اصلاح کړي. کېدای شي دغه څه چې یادداشت کړي مو دي په یوه داسې ځای کې کېږدئ چې د ژوند د ملګري/ملګرې سترګې مو پرې ولګېږي.

ژوند ښکلی دی، په خپل لاس یې مه بدرنګوی.

14 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *