Categories

اعلان

Loading…

د چاغښت د کمېدو لپاره نوي درمل

تاند- ډېر خلک له چاغښته زیات په تکلیف دي. د چاغښت د مخنیوي او د وزن د کمېدو لپاره له سپورته رانیولې د درملو تر خوړلو پورې هیڅ هڅه نه سپموي.

اکثره درمل جانبي عوارض یا تاوانونه لري او له ځینو کسانو سره سپورت هم مرسته نه کوي.

د امریکا د ټکساس پوهنتون طبي څېړونکي وايي چې یو نوی درمل یې جوړ کړی چې ډېر اغېزمن دی.

دوی وايي چې دا درمل یې پر چاغو موږکانو ازمویلی او ښه نتیجه یې ورکړې ده.

د ټکساس د طبي علومو د څېړونکو په وینا دوی دا درمل پر موږکانو په داسې حالت کې وازمایه چې هغو ته یې د پخوا په شان خواړه ورکول.

د موږکانو په بدن کې د وزن له زیاتېدو سره په یو وخت د چاغښت په حجرو کې د این این ایم ټي په نوم پروتین تر اندازې زیاته ترشح کوله. دا پروتین د یوه بریک په شان عمل کوي او د چاغښت د حجرو میتابولیزم کموي.

نو که دا پروتین هرڅومره زیاته ترشح وکړي د چاغښت په حجرو کې د وازګې سوځېدا ډېرېږي.

خو نوی درمل این این ایم ټي پروتین نه پرېږدي چې د وازګو یا سپینې غوښې په حجرو کې فعالیت وکړي او په دې ډول د غوړو د سوځېدو میتابولیزم زیاتېږي.

څېړونکو لومړی موږکان چاغ کړل، بیا یې دا درمل ورپیچکاري کړل. له ۱۰ ورځو وروسته یې د بدن په سلو کې ۷ وزن او دغه راز په سلو کې ۳۹ وازګه او د چاغښت د حجرو اندازه کمه شوه.

د موږکانو د وینې د کلسترول اندازه هم عادي حالت ته راورګرځېده. 

974 total views, 1 views today

1 comment

  1. بشير Reply

    دا ډول درمل سايډ ايفکټ لري چه دانسان دبدن لپاره ورسته مضر تماميږي.تر ټولو بهترينه لاره. دغوړو،وچي ډوډئ او بوري څخه خان وژغوري او کالوري بايد محاسبه کړي که نارينه وي تر ۱۱۰کالوري اضعافه ښه نه وي او که ښخه تر ۹۰کالوري اضعافه نه سي کوښښ دي وکړي چه سره لوبيا ،ترکاري او دماهي غوښو خخه استفاده وسي.په ورځکي ذيادي اوبه تر ۶ ګيلاسو کم نه وي او هم دي شني چائ نوشجان کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2