Categories

اعلان

Loading…

د نصيراحمد احمدي د کيسه ليکنې سبک | عزیزالدین یوسفزی

څرګنده خبره ده چې د ساينس له پرمختګ سره د ژوند نورو برخو هم پراختيا ومونده، ادبيات او اړوندې څانګې يې هم تر اغېزې لاندې راغلې، که ساينس يوې خواته کېږدو، د وخت غوښتنه هم همدغه ده، چې هر څه دې ورسره جوخت روان وي.

موږ په ننني دور کې قرار لرو، له کيسه لیکوالو د همدې دور مناسبه غوښتنه لرو، موږ ته دې هغه پېښې بيان کړي، چې پېښېدل يې امکان ولري، کرکټرونه يې دې زموږ له منځ څخه وټاکي. او يا خو يې تر منځ داسې منطقي تړاو ورکړي، چې په پېژندلو کې يې له کومې ستونزې سره مخ نه شو.

خبرې مې د همدې برخې ليکوال ښاغلي نصيراحمد احمدي په کيسه ليکنې دي، دی د ننني دور يو نوموتی کيسه لیکوال ګڼل کېږي، چې د افغانستان د ځوان نسل په کيسه ليکوالو کې د کم ساري قلمي قوت څښتن دی. د لڼدو کيسو ټولګې، ژباړې او يو شمېر ناولونه يې پښتو ادب ته ډالۍ کړي دي، چې د لوستونکو له تود هر کلي سره مخ شوي او کېږي.

ښاغلی احمدي ولې له دومره تود هر کلي سره مخ دی او د هر نوي کتاب چاپ ته يې شېبې شمېرل کېږي؟

د دې پوښتنې ځواب به لږ وروسته په راتلونکو کرښو کې ومومئ! سربېره پر دې چې احمدي صيب د نننۍ کيسه ليکنې ټول اصول په نظر کې نيولي، يو شمېر فردي سبکي ځانګړنې هم لري، چې د نوموړي کيسه يې د رياليزم او رښتينولۍ تر پولو رسولې.

ښاغلی احمدي کوښښ کوي، چې د نثر جملې د امکان تر حده رالنډې کړي، پر دغه لنډون د کيسې ټول توکي ژوندي کېږي، د کيسې ماحول حرکت پیدا کوي، متن د ساده ګۍ او روانۍ خواته ځي او لوستونکی د يوې رښتينې کيسې د لوستلو موډ تر لاسه کوي، که متن يا پراګراف يې هر څومره اوږد وي؛ نو په لوستلو به يې د ستړيا او بې خوندۍ پر ځای ذهني تازه ګي واخلئ. زه يې دلته د بېلګې په ډول د (قاتل) تر سرليک لاندې د يوې لنډې کيسې يو ډيالوګ (محاوره) رااخلم:

(( ګوره! موږ دومره وخت نه لرو! زه ستا وکيل یم، په محکمه کې بايد له تا څخه دفاع وکړم، کېدای شي چې سزا دې راکښته شي، خو اول بايد په خبره پوه شم،کيسه څه وه؟ تا ولې ډاکټر وواژه؟ )).

د پورتنيو جملو پر لنډون سربېره، د دوی تر منځ منطقي ترتيب هم د پام وړ دی، دلته ګورو چې ټولې جملې له زماني منطق سره برابرې دي، لومړی د وکيل يادونه، محکمه، د سزا کمول؛ خو بيا د موضوع پوښتل او ورپسې قتل… دا هر څه د ښاغلي غضنفر په وينا چې د جملو منطقي ترتيب د نثر وضوح زياتوي او په لیکنه کې خوند او تلوسه ډېروي.

د احمدي صيب د کيسې موضوعات تر ډېره حده پورې تراژيديک دي، په تېره چې مې يو څو ناولونه ورته لوستل؛ نو په پای کې به مې زړه غوښتل چې د کيسې له کرکټر سره ښه په چيغو وژاړم، چې دا د يو  تکړه کيسه ليکوال د کيسه ليکلو مهارت پورې اړه لري، ځکه ما ته يې کيسه د يوې رښتينې پېښې تصویر مخې ته ودراوه، تر ډېرې مودې به مې له ذهنه نه لرې کېده.

پښتو ژبه د کلماتو او نومونو له پلوه يوه غني ژبه ګڼل کېږي، د مترادفو کلماتو په لرلو سره، ډېرو نورو لپاره وړ او مناسب بديلونه هم لري، که لیکوال د خپلې ليکنې په پرګرافونو او يا هم جملو کې ډېر نږدې د ځينو کلمو تکرار وکړي؛ نو دا به يې خپلې ليکنې ته په لوی لاس د خو ګوتې نيولې وي. خبره په دې کوم چې د احمدي صيب د لیکنې له ځانګړنو څخه يوه ډېره مهمه يې همدا په لنډه فاصله کې د لومړۍ کلمې د تکرار د مخنيوي لپاره بل وړ او مناسب بديل پيدا کول دي.

دی خپله هم په همدې خبرې ټينګار کوي، وايي:

(( په کيسه کې داسې ډېر يو رنګه توري په لنډو فاصلو کې سره راغلي وي، دا په مفهوم او مانا کې کوم بدلون نه راولي، ټولو ته د پوهاوي وړ دي او د عادي لوستونکو دومره پام هم نه ور اوړي، خو توري او کلمات د خښتو په څېر دي، که په يوه دېوال کې يوه خښته راوتلې وي او يا هم په خپل مناسب ځای نه وي ايښودل شوی، ټول دېوال بد ښکاري، ځکه نو په هره لیکنه کې د تورو او کلماتو ټاکل او مناسب ځای ته دقت په کار دی)).

معنا دا چې که په يو ځای کې (وويل) ليکو، بل ځای چې نږدې وي او دې مفهوم ته اړتيا پیدا شي؛ نو (خوله يې وخوځېده) ښه راځي، (شونډې يې وخوځېدې)، (راغبرګه يې کړه) هم همدا معنا ورکوي.

موږ وايو، چې په لیکوالۍ کې بايد د يوې سيمې يا فردي لهجې څخه ډډه وکړو، ځکه ليکنه مو په ټوله کې عام رنګ لري او مخاطبين مو د يوې سيمې نه دي، زه د ښاغلي احمدي په کيسو دغه مسئله وینم؛ خو ډېر کم، کله ـ کله له داسې کلماتو او نومونو سره مخ شم، چې موږ ورته ډېر کارول شوي بديلونه لرو او يا خو هم په لومړي ځل يې اورم. لکه مونډه، بمبره، زوټه او نور. نه پوهېږم،که دا زما ناپامي نه وي؛ نو بیا تاسې يې هم راسره ومنئ. ځينې وخت بيا په لوی لاس د دري ژبې يو دوه کلمات هم کيسه کې دننه کړي، چې د (شغال) کلمه مې پکې ډېره تر سترګو کېږي…

تر کومه حده چې مې د احمدي صیب په کيسه کې د تصويرانو د ترسيمولو مهارت ليدلی، د بل چا په کيسه کې مې دغه تنده نه ده ماته شوې، زه يې لومړی دلته د (زرو) ناول د يوې برخې پيل راوړم:

(( د سړي پښه وښويېده، ټوپک له تيږې سره ولګېد، له پورته غټه ډبره راغله، سړي ځان څنګ ته کړ، پر اړخ ولوېد، لاندې ورغړېد، له اغزو ډک بوټی يې اوږې ته سيخ شو، (آخ) يې کړل، تېرې تيږې ته يې لاس ور واچاوه، تيږه ښویه وه، ګوتې يې بېلې شوې، د يوې ونې تر تنې يې غبرګ لاسونه راتاو کړل، همالته اوږد وغځېد…).

څه فکر کوئ؟ ذهن ته مو دغه لنډه شېبه څه ډول درغله؟ هو! ځواب به مو دا وي، چې کټ مټ لکه د تلويزيون پردې ته چې ګورئ، همدغه خو ژوندي تصويران دي، چې د يادې شېبې ټول چاپيريال ته يې حرکت ورکړی، په دې جملو کې دومره قوت شته چې د لوستونکي په ذهن کې يې ټول ياد شوي اړخونه روان کړي او داسې ښکاري چې هر څه مو سترګو ته مخامخ ترسره کېږي.

په کيسه ليکنه کې مې تر هر څه لومړی تصويرونه خوښيږي، که د کيسې لوستلو ته مې زړه وشي، لومړی يې د تصويرونو د ترسيمولو مهارت لټوم، که موضوع يې څومره په زړه پورې او نوې وي؛ خو چې تصويرونه يې مړه او بې حرکته ترسیم شوی وي، بيخي يې نه لولم. زموږ د ډېرو کيسه ليکوالو تصويرونه همداسې مړه او بې حرکته دي او يا هم تشريحي بڼه لري، د يو ځای يا يوې شېبې تشريح به يې کړي وي، کټ مټ لکه په دېوال کې چې یو ځړېدلي کاغذي تصوير ته ګورې…

ښاغلی احمدي نه يوازې دا چې په تصوير راوړلو کې بريالی دی، تر څنګ يې د تصويرونو نوښت او باريکيو ته هم ګوري، هغه څه ته پام کوي، چې د چا پام ورته نه کېږي. لکه دلته وګورئ:

((ښځو منډه واخيسته، يوې تفدانۍ په پښه ووهله، د بلې د ټيکري پيڅکه د بدنۍ په څوکه کې بنده شوه، ټولې له کوټې ووتې…)).

دا یې يوه وړه بېلګه ما راواخيسته، په غير شعوري ډول تفدانۍ په پښه وهل يا لګېدل، د ټيکري پيڅکه د بدنۍ په څوکه کې نښتل، هغه څه دي چې په ليکلو کې د نورو پام ورته نه اوړي؛ خو که دې باريکيو ته پام کول نوښت وبولو، تر څنګ يې دا چې کيسه مو هم د رښتينولۍ تر پولو رسوي او د يوې ژوندۍ پېښې استازولي کولی شي.

موږ په لومړي سر کې وویل، چې لیکوال بايد هغه موږ ته بیان کړي، چې د پېښېدو امکان يې وي، خبره مې د (جوجو) پر ناول ده، موضوع يې زموږ د ټولنې د بدو دودونو يو تريخ حقيقت دی، خپله (جوجو) چې د ياد ناول اصلي کرکټر هم دی، د يوې بلې سيارې موجود ګڼل شوی، ځمکې ته راځي او هغه څه چې د ځمکې د سيارې په اړه د تحقيق دنده ورته سپارل شوې، ټولوي او بېرته خپلې سيارې ته ځي. سره له دې چې احمدي صیب پورته خبره ماته کړې ده او د يو داسې موجود يادونه يې کړې ده، چې په لومړي سر کې لوستونکو ته د منلو وړ نه ښکاري؛ خو تر څنګ يې بيا داسې منطقي اړخونه راوړي دي، چې لوستونکی تر پايه پورې له ځان سره کشوي، کله يې په خندا کړي، بېرته يې وژړوي، د توقع خلاف اړخونه ورته وړاندې کړي او کله يې نو بیا داسې حد ته ورسوي، چې د دې هر څه د منلو لپاره ورته خپل سر ښکته او پورته وخوځوي.

د ښاغلي احمدي په کيسه ليکنه کې نوې تشبېه ګانې وينو، له تکراري تشبېه ګانو څخه ډېر لرې ښکاري، لکه بادامي سترګې، ګلابي مخ، تورې زلفې او نور. مګر دی ورته له يوې نوې زاويې ګوري، سرې سترګې له سرو رګونو ډکوي، په ګلابي اننګو ځای ـ ځای مړه خوله څڅوي…

د کیسې کرکټر که هر ډول وي، ځوان، بوډا، ښځه، جلۍ، ښايسته، بدرنګه، خان، غريب… لومړی يې د سترګو پر وړاندې دروي، په بشپړ ډول يې پېژني او بيا يې په کيسه کې دننه کوي.

او په اخره کې دغه يوه تخنيکي ځانګړنه يې هم د يادولو ده، دا چې ښاغلی احمدي د خپلو ډېرو کيسو کمپوز او ليکل په خپله کوي؛ نو ځکه د کيسې پاڼې ته هم ځانګړی پام کوي، ډيالوګ (محاوره)، تصويرونه او هره برخه يې له بلې جلا ليکي، چې همدا بېلوالی او سر د کرښې  د ليکوالۍ د اصولو له مخې د لوستونکو د زړه تنګون مخه هم نيسي.

لکه داسې:

***

مازيګر جمعه ولاړه وه چې يو چا غږ کړ:

ــ يو مړی موندل شوی دی.

غوث الدين سلام وګرځاوه،شاته يې وکتل،د کلي ګوروان و.

غوث الدين په بيړه وویل:

ــ څه چټياټ وايې؟!!

ګوروان وراخطا شو:

ــ زه،زه نه يم خبر،يو کوچی راغلی دی.

غوث الدين په بيړه له جوماته ووت،دباندې يو سړی ولاړ و،لښته يې په لاس کې وه،پر ږيره يې شنه نصوار پراته ول.

غوث الدين ور مخته شو،ویې پوښتل:

ــ څه خبره ده؟

سړي په ډډ کوچياني غږ ځواب ورکړ:

ــ خدايزده،د غونډۍ په لمنه کې مې رمه پيوله چې سپی سره خوله راغی،ما ويل چې کوم مړزګه (مړحيوان) به يې موندلی وي،خو چې ورغلم،له خاورو د يو چا په وينو لړلی لاس راوتلی و…)).

***

سرچينې (ماخذونه):

۱ـ احمدي، نصيراحمد، ۱۳۹۰ لمريز کال، راځئ کیسه وليکو، مومند خپرندويه ټولنه، ننګرهار.

۲ـ احمدي، نصيراحمد، ۱۳۸۹ لمريز کال، خونکار (ناول)، مومند خپرندويه ټولنه، ننګرهار.

۳ـ احمدي، نصيراحمد، ۱۳۸۸ لمريز کال، د واورې سړی، مومند خپرندويه ټولنه، ننګرهار.

۴ـ احمدي، نصيراحمد، ۱۳۹۲ لمريز کال، جوجو (ناول)، مومند خپرندويه ټولنه، ننګرهار.

۵ـ احمدي، نصيراحمد، ۱۳۹۴ لمريز کال، زرو (ناول)، مومند خپرندويه ټولنه، ننګرهار.

۶ـ غضنفر، اسدالله، ۱۳۹۱ لمريز کال، د نثر لیکلو هنر، مومند خپرندويه ټولنه، ننګرهار.

74 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *