Categories

اعلان

Loading…

دری د فارسی تر یرغل لاندې، شاهد شفق

دټانک او توپ یرغل لیدونکي او پیژندونکي ډېر داسې هم شته دي چې فرهنګي او کلتوري یرغلونه د ولسونو تر منځ د راکړې ورکړې په نوم یادوي په داسی حال کښې چې تر ډېره دا راکړه ورکړه د ځنو په تر پښو لاندې کولو پای مومي او په غلې توګه یې په کلتور او ژبو د مرګ کرښه کښل کیږي.

یو له هغو ژبو څخه چې سخت تر ګواښونو او بریدونو لاندې ده د افغانستان له ځایی ژبو څخه دري ده چې په وروستیو کښې د ایران په هڅو د فارسي په لاس یې د زندۍ کولو ګړندی هڅې روانې دي له بده مرغه چې زمونږ د ولس د پوهې د سطحې کموالی دې یرغل ته نوره هم زمینه جوړوي او ځنې خو قصدا او د ایران په غوښتنو او ځنې بیا په ناپوهۍ سره د دري په له منځه وړلو کښې ونډه اخلي.

په وروستیو څو کلونو کښې ایران د افغانستان په دننه کښې ډېرې کړۍ د همدې لپاره په کار اچولي دي تر څو ایراني کلتوري، ژبنیز او مذهبي فعالیتونه وکړي،افغانستان ته د ایراني کتابونو پراخ دننه کېدل او په تلویزونونو او مېډیا کښې د فارسي واکمنه کېدل د دې نښه ده چې د افغانستان ژبې په خاصه توګه دري د ایران تر کلک څار او یرغل لاندې دي،د ایراني ترمینولوژی د واکمنۍ لپاره پراخ نشرات کیږي او په وړاندې یی د ځایی ژبو د ساتنې هېڅ کومه هڅه نه ترسترګو کیږي.

د دري او فارسي په اړه هغه ادعا چې وایی دا یوه ژبه ده تر ډېره د ایراني پراخو تبلیغاتو تر اغېز لاندې ترسره کیږي د دوی په خبره چې دري او فارسي یواځې په لهجو او کم شمېر لغتونو کښې سره توپیر لري خو که مونږ له همدې کسانو وپوښتو چې ایا کله مو د کردي او فارسي ژبې د یو کېدلو ادعا کړې ده؟ ایا منی چې کردي ژبه او فارسي ژبه یوه ژبه ده؟ په داسی حال کښې چې نېږدې تر اتیا دا دواړه ژبې یو له بل سره ورته او د یوې د زده کړې په صورت کښې په دوهمه پوهېدل ناشوني ندي! او دا دواړې ژبې یو له بل خپلواکه ژبې منل کیږي توپیر یې هم په لهجه او کم شمېر لغتونو او ووییو کښې تر سترګو کیږي، که د دې ډلې ادعا ومنو چې دري او فارسي په لهجه او لغتونو کښې کې توپیر لري او یوه ژبه ده نو له همدې ځایه ویلی شو چې کردي او فارسي هم یوه ژبه ده!

همدا راز که د لهجې او لغتونو همدا معیار را وړاندې کړو نو ازري او ترکي ژبې او عثماني ترکي او فارسي ژبه هم یو له بل سره پراخ مشترکات لري. ایا ویلی شو چې ازري او ترکي یوه ژبه ده؟ ځکه چې یو بل ته ورته دي په داسی حال کښې چې هغوی د خپلواکو او مستقلو ژبو په توګه منل شوي دي، په همدې ډول د هند او پاکستان په خاوره کښې د ګڼ شمېر ژبو د موجودیت شاهدان یو چې ټولې یو په بل کښې ننوتې دي خو یو له بل څخه خپلواکې او هیڅوک هم نه وایی چې دا ژبې یوه ژبه ده.

استاد اسدالله شهاب په دې اړه لیکي چې: «که چا په هند او پاکستان کې وخت تېر کړی وي او د هغه ځای له ادب او کلتور سره بلدتيا لري، نو وبه ګوري چې د اردو، هندي، پنجابي، هندکو، سرايکي، ګوجري او د يادو سېمو ځينو نورو ژبو د لغاتو اساس يو دی، مګر د لهجو بارز توپیرونه يې سبب شوي چې جلا او مستقل نومونه ورته ورکړل شي. يادې ژبې فعلاً په سيمه او نړۍ کې جلا جلا ژبې شمېرل کېږي، هيڅ پنجابي ژبی دې ته اماده نه دی چې ژبې ته يې د اردو، هندي يا د بلې کومې ژبې نوم او عنوان ورکړل شي، په دوی کې هر يو د خپلو ژبو په استقلال قائل دي، بلکې په دغه استقلال يې وياړي.

زه په اردو پوهېږم، مګر کله چې د هندکو ژبو سېمو ته ولاړم، په لومړنيو ورځو کې پرې هيڅ نه پوهېدم، سره له دې چې اساس يې يو دی، مګر د يو څو ورځو په تېرېدو سره بيا په ډېرو لغاتو پوه شوم او د لهجې په درک کولو يې موفق شوم، او دا هم ځکه چې د دواړو ژبو بنسټ يو دی. عينِ حال د دري او فارسي دی، زه په دري پوهېږم، خو ډېر ځل ايراني سريالونه او فلمونه مې کتلي، خو په لومړنیو شېبو کې پرې نه پوهېدم، مګر د وخت په تېرېدو سره په ډېرو لغاتونو بيا پوه شوم. البته زه په ادبياتو او په ځانګړي توګه د ژبو په خصوصياتو ډېر نه پوهېږم، خو زما په فکر کله چې يوې ژبې ته مستقل نوم ورکړل شي او دغه جلا نوم يې د سيمې او نړۍ په کچه وپېژندل شي، دا د يوې ژبې په خپلواکۍ دلالت کوي، پر دې اساس ويلای شو چې د دري ژبه له فارسي جلا ژبه ده؛ هم يې نوم جلا دی او هم يې سيمه.»

په نړۍ کښې پراخ مثالونه وړاندې کولی شو په دې اړه او بېلا بېلې ژبې یو له بل سره خورا ډېر شریک ټکي لري او د کمو توپیرونو له موجودیت سره هغوی مستقلې ژبې منل شوي دي،دري او فارسي هم څوک له دې بهیر څخه نه شي راګرځولی او هیڅوک دا حق هم نلري چې د دري موجودیت د فارسي په لاس پای ته ورسوي. ایراني فارسي دم ګړۍ د ایرانیانو له پراخو تصفیوي عملیاتو سره مخ ده ځکه چې فارسي عاجزه له عربي اصطلاحاتو پرته بل څه نلري او اوس ایرانیان ورته بې خونده او نوي لغتونه تراشی او عربي لغتونه له منځه وړي، ایرانیان د دې نوو لغتونو د منل کېدلو لپاره هڅه کوي په افغانستان کښې پر دري هم دا بې خونده او نوي جوړ شوي لغتونه وتپي چې دا به د دري له اصلي بڼې سره یو ستر ظلم وي او زمونږ د هېواد د ځایی ژبو په وړاندې به یو تېری وي،له بله اړخه زمونږ د هېواد ژبې یو له بل سره پراخ مشترکات لري او یو د بل ډېر کلمات یی په خپلو کښې په هماغه ډول سره منلي دي ،دري له پښتو او پښتو له دري څخه کلمات اخستي اوس چې کله ایراني یرغل او د فارسي واکمنه کېدل پیل شي د ځایی ژبو تر منځ دې اخوت ته به ژوره صدمه ورسوي .

دوهم هغه کړۍ دي چې ادعا کوي چې مونږ له ایران سره فرهنګي او کلتوري ارزښتونه لرو نه باید د دې ژبو د بېل والي خبره مطرح شي چې نفاق ته لمن وهل کیږي دوی ته باید وویل شي چې کلتوري او فرهنګي مشترکات په دې معنی هیڅکله ندي تعبیر شوي چې د یوه هېواد ژبې د دبل هېواد د ژبو په لاس له منځه ولاړې شي دا منو چې ژبې یو له بل د ضرورت ترکچې لغتونه اخلي خو هیڅکله هم باید د بلې ژبې په واسطه تر پښو لاندې نه شي ځکه بیا د هغه ژبې په نوم څه نه پاتې کیږي. مونږ خپل کلتوري ارزښتونه هغه وخت پیاوړي کولی شو چې د خپلو ژبو د ساتلو وړتیا ولرو او کوم ولسونه چې خپلې ژبې نه شي ساتلی هغوی هیڅکله هم خپلواک او پرمختللی نه شي اوسېدلی.

د همدې لپاره ضروري ده چې د یرغل او کلتوري اړیکو تر منځ توپیرونو ته پام وکړو که نه وي د دري په نوم زمونږ د هېواد خوږه ژبه به مو د فارسي په یرغلګره چاړه قرباني کړي وي. و من آياته اختلاف ألسنتكم و ألوانكم ….. او هغوی چې د قرانکریم دا ایت د استدلال په توګه راوړي هغوی ته باید یادونه وکړو چې همدا ایت د ژبو د تنوع په اړه بحث کوي او دري او فارسي ژبې له دې تنوع څخه ځانونه نه شي ژغورلی. د خپل هېواد د ځایی ژبو ساتنه د حکومتونو او ولسونو دنده ده دا اختلاف نه بلکې د ژوند له اړتیاوو څخه دي له همدې کبله له فارسي څخه د دري د ژغورلو د هڅو ملاتړ کوو تر څو زمونږ د وطني ژبو تر منځ فاصلې ایجاد نه شي او همغه د اخوت فضاء چې موجوده وه وساتل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *