Categories

اعلان

Loading…

د برايان ټريسي ژوند ته لنډه کتنه او د هغه ۴۰ غوره ويناوې

ژباړن: محمد عزيز پردېس

بريان ټريسي د ۱۹۴۴ د فبرورۍ په پنځمه د کاناډا پرنس اډوارډ ټاپو د شارلوټ ټاون په سيمه کې وزېږېد. د هغه مسلک نوښتيزې ويناوې وړاندې کول دي، ۷۴ کلن ټريسي ۴ اولادونه لري، ښځه يې بارباراټريسي نومېږي.

نوموړی مشهور بریتانیايي ليکوال دی چې لاندې اثار يې تر دې دمه چاپ شوي دي:

۱- د جذبې قدرت. ۲- د وخت مديريت ۳- د پروګرام جوړونې قدرت. ۴- د بحران مديريت. ۵- څېنډښه دې ښکل کړه …

نوموړي خپل ډېری اثار د سيمينارونو په بڼه په ژوندي ډول خلکو ته وړاندې کړي دي، معمولا د هغه د سيمينارونو موضوعات په لاندې ډول وي:

رهبري، پلورل، د کسب او کار په اړه ګټورې ستراتېژيانې…

بريان ټريسي د برايان ټريسي نړيوال شرکت عمومي مدير دی، هغه د دې شرکت  د بنسټ ډبره په کال ۱۹۸۴ کې د کاناډا په ونکوور ښار کې کېښوده. دا شرکت خلکو ته د رهبرۍ، خرڅلاو، پر نفس اعتماد، موخه ټاکل، ستراتېژۍ، نوښتونو او ارواپوهنې برخو کې مشورې ورکوي.

ټريسي تراوسه د پانګې اچونې، جوړونې، وارداتو او صادراتو او د مديريت په هکله په لسهاو کتابونه ليکلي دي. هېره دې نه وي چې د ټريسي ګټور کتابونه د نړۍ مختلفو ژبو ته ژباړل شوي دي او لا ژباړل کېږي، چې په دې کاروان کې زموږ پښتانه ژباړونکي هم له چا کم نه دي او تر دې دمه يې د ټريسي ډېر شمېر کتابونه پښتو ته ژیاړلي دي او لا يې ژباړي.

دا هم تاسو او د برايان ټريسي ۴۰ غوره ويناوې:

۱- زموږ ارزښتناکه شتمني د عوايدو د لاسته راونې وړتيا ده، نه هغه پيسې چې موږ يې لاس ته راوړو. ممکنه ده څو ځلې شتمني له لاسه ورکړو، خو وړتيا مو له لاسه نه وځي.

۲- برياليتوب يوې زينې ته ورته دی او زموږ مهارتونه د هغې پلې جوړوي، که پلې بشپړې نه وي، نو موږ نشو کولی چې په زينې پورته شو.

۳- موږ کولی شو چې هرڅه زده کړو او په هره برخه کې متخصص واوسو.

۴- زده کړه د برياليتوب کیلي ده، خو چې ستونزمنه او وخت نيوونکې ده او ډېری انسانان ټنبله دي، نو څوک يې په اهميت نه پوهېږي.

۵- په دې عصر کې نه يوازې دا چې بايد په هوښيارۍ سره کار وکړو، بلکې بايد په هوښيارۍ سره سخت او ډېر کار وکړو، ترڅو برياليتوب او شتمنۍ ته ورسېږو.

۶- په ژوندانه کې د کلماتو اهميت ډېر مهم دی. ښه کليمې، ښه فکر رامنځ ته کوي.

۷- بريالي کسان د ستونزو د حل او د له منځه وړلو په اړه فکر کوي، خو عادي او متوسطه خلک بيا د هغه چا په اړه فکر کوي چې ستونزه يې زېږولې.

۸- زمونږ د ژوند څرنګوالی او اصلي موخه، زمونږ احساس پورې اړه لري.

۹- موخه لرل، د موخې ټاکلو سره توپير لري. د موخو ليکل لوړ اهميت لري. هغه کسان چې مکتوبي (ليکل شوي) موخې لري، نو لس برابره د نورو په پرتله بريالي دي.

۱۰- هغه څوک بريالي دي چې لوړ او پراخ فکر لري، عادي خلک لنډ او سطحي فکر کوي.

۱۱- بريالي کسان لوړ او ستونزمن کارونه ترسره کوي، خو عادي خلک تل د اسانه او معمولي کارونو په لټه کې وي.

۱۲- مونږ هر يو بايد يوه شل کلنه نقشه ولرو او د دې پرځای چې د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه تشويش وکړو، بايد د خپلو موخو د تر لاسه کولو پر لور ګړندي ګامونه واخلو.

۱۳- هغه څوک چې مالي وړتياوې لري نو بريالي کېږي. تاسو بايد د ورځې په اوږدو کې حداقل دوه ساعته د اقتصاد او پانګه اچونې په اړه مطالعه وکړئ.

۱۴- د ډېرو برياليتوبونو راز په سخت کارکولو او مقاومت کې دی، بايد خپل ځان سره ژمنه وکړئ چې ماتې به نه منئ او خپلې موخې به څارئ.

۱۵- زمونږ د نفس اعتماد بايد دومره لوړ وي چې بايد هېڅ څه زمونږ د موخې پر وړاندې خنډ واقع نشي.

۱۶- که غواړئ ښه خرڅلاو ولرئ، نو خپلې اړيکې او تماسونه مو ډېر کړئ.

۱۷- د نه د نه اورېدلو په اړه تشويش مه کوئ، نه يانې پيسې.

۱۸- هغه څوک تر ټولو ډېر (نه) اوري، نو تر ټولو زيات (هو) هم اوري.

۱۹- بايد په خپلو محصولاتو او خدماتو ، چې وړاندې کوو يې باور او اعتماد ولرو، که باور ولرئ چې محصولات مو لوړ دي، نو په ناخبرۍ سره مو پېرېدونکي دا موضوع درکوي. ( او په برعکس ډول هم ).

۲۰- بريالي خرڅوونکي د خپل کار، شرکت يا ادارې او د خپلو محصولاتو مئينان دي.

۲۱- د دې پرځای چې پلورونکی واوسئ، نو يو زړه سواندی مشاور واوسئ، هغه وخت به خرڅلاو خپله ترسره شي.

۲۲- يوازې دا مهمه نه ده چې تاسو دې پلورل وکړئ، بلکې بايد لومړی وګورې چې پېرودونکی ستا محصول ته اړتيا لري او که نه.

۲۳- قدرت د هغه کسانو په لاس کې دی چې ترټولو ښه د يادښت نيولو وړتيا ولري.

۲۴- د پلورلو لپاره لومړی بايد د اعتماد او رښتينولۍ فضا ورغول شي.

۲۵- ستاسو نننۍ ټاکنې ( انتخابونه ) ستاسو د راتلونکي ژوند څرنګوالی ټاکي. تېر هېر کړئ او د سبا په اړه فکر وکړئ.

۲۶- هېڅکله مه ووايئ چې اوس وخت تېر دی. د پرېکړې نيولو لپاره هېڅکله ناوخته نه ده.

۲۷- د لمر پر لور تمرکز وکړئ، ترڅو سيوری ستاسو شاته موقيعت ونيسي.

۲۸- مونږ بايد بدلون ومومو، که بدلون ونکړو، نو د ژوند کنټرول به له لاسه ورکړو.

۲۹- د ژوند د هرې برخې لپاره بايد ټوليزه برنامه جوړه کړو. بايد پراخ ليدلوری ولرو او د راتلونکې په اړه تمرکز وکړو.

۳۰- هغه کسان چې بريالي دي او په ټولنه کې ورته ټول احترام کوي، دوی هغه کسان دي چې خپل ډېر وخت د راتلونکې لپاره په برنامې جوړونې تېروي.

۳۱- د دې لپاره چې خپله راتلونکې روښانه کړو نو اړينه ده، چې د اوسمهال خوندونو څخه لاس واخلو.

۳۲- د ماتې لوی لامل، د اصلي موخې څخه لرې کېدل دي.

۳۳- بريالي کسان سخت او په هوښيارۍ سره کار کوي.

په هوښيارۍ يانې دا چې، داسې کړنې ترسره کړو چې زمونږ د موخو سره په ټکر کې نه وي.

۳۴- ساده، اسانه او راحته کارونه مه ترسره کوئ، ځکه پرې عادت کېږئ. د سختو او لويو کارونو څخه ګټه پورته کړئ‌.

۳۵- بريالي کسان داسې کړنې ترسره کوي چې د پايلو ارزښت يې ډېر لوړ وي.

۳۶- تل د هر کار د ترسره کولو لپاره برنامه جوړه کړئ، ترڅو وشئ کولی چټک ګامونه واخلئ.

۳۷- د هر کار د ترسره کولو څخه وړاندې، خپل برنامه په لنډيز ډول وليکئ.

۳۸- په ميلياردونو خلک دا عادت لري چې د ورځې په اوږدو کې موخې وټاکي.

۳۹- په ميلياردونو خلک عادت لري چې خپل کارونه بشپړ کړي. خپل کار په نيمياي کې مه پرېږدئ.

۴۰- په ميلياردونو خلک عادت لري، چې خپله ورځ د مهمو کارونو په ترسره کولو سره پيل کړي.

11 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *