Categories

اعلان

Loading…

صفر صفر دو نوي

د غرمې لس باندې، دوولس بجې دي.

د شپږو ځانمرګيو توره کرولا د جومات مخې ته ودرېده.

يوه ځانمرګي ښيښه لږه ټيټه کړه، د باندې يې ناړې تو کړې، د يوه لاس چپه خوا يې پر شونډو تېروله، په بل يې له جېبه موبايل راوکيښ.

  • ته راکړه د مولوي صاحب نمبر
  • صفر صفر دو نوي، درې …..
  • اسلام عليکم مولوي صاحب
  • وعليکم السلام ورحمة الله. ان شاالله تاسې به محفوظ ياست؟
  • الحمدلله، خدای دې اجر درکړي. مولوي صاحب موږ د خدای په حفاظت کې، سلامت جومات ته را ورسېده اوس شروع ورته کوو.
  • نه نه اوس شروع مه کوئ، تر اوسه خو غرمه ده. همدلته لږ انتظار وکړئ چې دا کفار ننوځي، له شا ورپسې ورشئ.
  • والله څه ووايو نو مولوي صاحب د انډيوالانو هم داسې تلواره ده. که دې خوښه وي زه به ننوځم اذان به وکړم چې دوی راشي، شروع به يې کړو.
  • نن جمعه ده، حورې په حوض کوثر کې لامبي، ايله دې تر مازديګره ولامبي او ځان دې درته جوړ کړي.
  • بيا نو سمه ده، هلته چې دوی ته د حوض پر غاړه ناست يوو، تر هغه انتظار مو د دې دنيا انتظار خوښ دی.

    سيدشاه سقيم

22 total views, 2 views today

2 comments

  1. محمداسلام یاری Reply

    سقیم جانه په قلم دی برکت شه دیر موده پس ستاسی یو لیکنه مو ولستولو هفه دماښام لمونڅ لیکنه مو هم لا تراوسه زما په یاد دی چی په رښتیا سره دیر شه لیکنه وه که هغه لیکنه مو په لاندی بریښنا لیک که راته واستوی نو ستاسی دیر مهربانی وی
    هرچیرچی روغ او ښاد اوسی

  2. احمد توانا Reply

    ډیر اعلی ، ډیر ښه انځور دې کښلی واقعاً چې دا بې خبره ټول دغسې د جهالت په تیارو کې اوسیږي او د غټو لیوانو د سیاسي هوسونو لپاره د اور خوراک کیږي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *