Categories

اعلان

Loading…

هندوییزم |لیکوال: عبدالجمیل ممتاز

د مړي سوځول

هندوان خپل مړي د ځانګړیو سنتونو او مراسمو له مخې سوځوي.

دوی د خپل مړي د سوځولو په مراسمو کې د ګډون لپاره ټولو دوستانو او خپلوانو ته بلنه ورکوي، څو د اړوند مړي د جسد سوځېدل پر سترګو وویني او تر هغو ورته پاتې کیږي، چې د مړي جسد په ایره بدل شي.

له همدې امله، لرګیو او خسو ته د هندوانو اړتیا حتمي ده، چې دې اړتیا په هند او د دې عقیدې اړوندو ځایونو کې د لرګیو سوداګرۍ ته زیاته وده ورکړې او کاروباریان یې ښه ګټه کوي. په دې مراسمو کې د لرګیو کارول د مړي په کورنۍ پورې اړه لري، هغه داسې چې که کورنۍ بیوزله وي، نو لږ لرګي او که شتمنه کورنۍ وي، نو د خپل مړي د سوځولو لپاره زیاته لرګي پیري.

هندوان د خپل پنډت (مذهبي مشر) سره خپل مړی د ګنګا سیند غاړې ته وړي او هلته د سوځولو مراسم ترسره کوي.

دوی لومړی لرګي یا خس ږدي، ورپسې مړی ورباندې غځوي او پر سر یې نور لرګي هم ورته ږدي، وروسته بیا پنډت اور ورته کوي، البته له کورنۍ څخه یې هم یو څوک کولی شي، چې دا اور ورته کړي، خو دا کار هغه څوک کوي چې مړي ته یا ډیر نږدې وي او یا ډیر ورته خوږ.

موږ مخکې د زیاتو او کمو لرګیو یادونه وکړه، چې ځینې کورنۍ د بیوزلۍ له کبله کم لرګي کاروي، خو ځينې بیا چې شتمنې کورنۍ دي، هغوی خپل مړی په لرګیو کې پټوي. د دې کار دلیل دا دی، چې په کمو لرګیو کې د سوځېدو پر مهال د مړي بد حالت او بد انځور لیدل کیږي او د دې لپاره چې هغه په ځنډ سوځي نو بد بوی یې تر ډیره دوام کوي. خو په ډيرو لرګیو کې دا ستونزې تر ډیره حل وي.

په پای کې چې کله د مړي جسد پر ایره بدل شو، هغه بیا په ګډه اخلي او د ګنګا په سیند کې خوشې کوي، وروسته بیا هر څوک پر خپله مخه ځي.

نڅا

نڅا د هندو دین یو جز دی چې په هغه کلتور کې ځانګړی ا ولوړ مقام لري. ځکه چې نڅا هغه مقدس کار دی چې له خدایانو نه انسان ته پاتې دی. شیوا په دې عقیده و، چې ټول کاینات په پرلپسې او همیشنۍ توګه د نڅا په حال کې دي او هغه دا نڅا رامنځته کړه چې پخپله به نڅېد.

هندي نڅا چې زیاتره حرکات یې د یوګا دي، د هندوانو په عقیده یوازې د تفریح لپاره نه، بلکې یوه باایمانه نڅاګره یا نڅاګر د نڅا پر مهال خلسه (له عادي حالته بهر) ته ځي او په همدې کې خپل ارام مومي، یعنې دا نڅا د روح او روان د خوښۍ او نشاط موجب هم ګرځي.

ویدايي فرهنګ

ویدايي فرهنګ له میلاد نه مخکې په شپږمه پېړۍ کې د هندو روحانیونو په واکمنۍ کې چې د برهمن Brahman په نوم یادېد،د ټینګ طبقاتي نظام په توګه ومنل شو او ۲۵۰ کاله یې د هغه وخت پر پراخ هندوستان کې دوام وموند چې لا تر اوسه یې هم نښانې پاتې دي.

څېړونکي اجتماعي طبقو ته کاسټ caste وايي، دا کلمه پرتغالي ده او د نژاد معنا ورکوي.

په دغه نظام کې څلور اصلي کاسټونو شتون درلود:

۱- برهمنان Brahmanans: د روحانیونو ډله.

۲- کشاتریان kshatrias: د پاچاهانو او جنګیالیو ډله.

۳-  ویشایان Vaisyas: د سوداګرو او بزګرانو ډله.

۴- شوډران Sudras: د نوکرانو او کارګرانو ډله.

د دغو ډلو تر منځ په شرعي او عرفي توګه د اړیکو ساتلوحق، چا نه درلود. په ځانګړې توګه د پاسنیو ډلو وروستۍ ډلې سره د لوړو طبقو خلکو اړیکه او ان کتل هم ورته لویه ګناه بلل کېدله.

له دغو څلورو نه یوه بله ټیټه ډله هم وه چې غیر ارایايي او د هندوستان بومي اوسیدونکي ول او په نجسانو untouchablesباندې یادېدل. دغو خلکو هیڅ حق نه درلود چې د یادو څلورو ډلو په سیمو کې تردد وکړي او چې کله به د اړتیا له مخې د بوټو یا خسو وړلو لپاره د هغوی سیمو ته ورننوتل، اړ ول چې باید په لوړ غږ سره هلته خپل حضور وښيي. که چېرې په ناپام حالت کې به د لوړو طبقو خلکو پر دوی باندې سترګې ولګېدې، نو د پاکېدا لپاره یې هرومرو غسل کاوه؛ همدارنګه د دوی تر منځ راکړه ورکړه به په داسې ډول تر سره کېدله چې پیسې به یې په یو لېرې ځای کې اېښودلې، بیا به د توکي یا متاع د تقاضا لپاره چې ښه به یې ځانونه هم پیچلي ول، په چیغو او لوړو غږونو سره به یې یو بل پوهول.

پر دوی باندې د هغوی د مقدسو کتابونو د تلاوت اورېدل هم حرام ول، که چېرې له دوی نه چا دغه تلاوت اورېد، نو د ټاکلې سزا پر بنا به یې په غوږونو کې سرپ وراچول کېدل.

عجیبه خو یې دا ده چې نجسان هم له دغسې حالت څخه نه رنځېدل او ان تر دې چې خپل حق یې باله او د خپلې عقیدې پر بنیاد یې داسې انګېرله چې ټوله بدمرغي یې د دوی په مخکني ژوند کې د بدو کړنو زېږنده ده، چې د تناسخ له لارې یې اوس په برخه شوې ده.

د دوی او د څلور ګونو ډلو تر منځ د واټن کېدا لپاره هر ډول هڅه، تر هغه وخته پورې ناروا وه چې کله په ۱۹۵۵ کال کې په رسمي توګه دغه ټولنیز دود لغو اعلان شو چې اوس یې یوازې ځینې نښانې پاتې دي.

80 total views, 2 views today

1 comment

  1. غ.حضرت Reply

    عقل هم یو لوی نعمت دی
    اصلاً عقل د ایمان یوه برخه ده
    زما ځوی 747بوئینګ طیاره د نیویارک څخه تر ډهلی پوری الوزوی
    کله چه د پیلوټ پتوګه د الوتکی څخه کوز شی، کور ته د رسېدو نه مخکی یا غوا ته سجده کوی یا ئې د خوشیو څخه د پزی د نصوارو غوندی کار اخلی
    دې ته وائي په تمدن کی حماقت
    خیر دی، سیل به ئې کوو
    د خدای پاک د حیرانوونکی نقاشی یوه حیرانوونکې برخه ده دا د ډول ډول انسانانو ډول ډول فرهنګونه او رواجونه
    البته د هندوانو د رواج سره ددې خطر احتمال هم شته چه څو کاله وروسته به د ډېزلو او تیلو پر ځای درختی او لرګی وارد کی
    اته سوه میلونه مړی
    اته سوه میلونه خرواره بوټی
    راګرځوه ئې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *