Categories

اعلان

Loading…

برمک او ستانکزی پاکستاني چارواکو ته اسناد سپاري

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت ريیس نن اسلام اباد ته ورسېدل چې پاکستاني چارواکو ته د کابل د وروستیو حملو او په پاکستان کې د مېشتو ترهګرو د ارتباط په اړه اسناد وسپاري.

د ولسمشر غني یوه ویندوی شاه جسین مرتضوي رسنیو ته وویل، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت ريیس محمد معصوم ستانکزی د دې لپاره پاکستان ته تللي چې د دغه هیواد مشرانو ته د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې او د اسلام اباد له لوري د تروریستي ډلو د ملاتړ په باب اسناد وښيي.

ارګ وايي چې ولسمشر غني دوې ورځې وړاندې د پاکستان له صدراعظم خاقان عباسي سره ټېلفوني خبرې ونه کړې.

د ارګ د سرچینو پر اساس خاقان عباسي ولسمشر غني ته ټېلفون کړی و او ظاهراً یې غوښتل چې د کابل د وروستیو تروریستي حملو په خاطر غمرازي وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت ريیس د پاکستان له صدراعظم، د استخباراتو رييس او نورو چارواکو سره وویني.

250 total views, 1 views today

2 comments

  1. ببرک Reply

    ژوندی دی وی غنی خان!ا افرین! ا د ا سّی خو هر وخت را غاپی خو پروایی مه کوی!ا کاروان ّه مخ بوزی!

  2. بشير Reply

    پر پاکستانيانو دا اسناد اوشواهد کوم تاثير نه کوي موږ خپله ځه کولائ سو چه ددي تروريزم مخه ونيسو؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸