Categories

اعلان

Loading…

جنګي فرهنګ (جهادي فرهنګ) || زبیر افغان

نوټ: دلته له جهاد څخه مو هدف اوسني جنګونه دي چي د جهاد تر نوم لاندي د مشروعیت صبغه ور کول کېږي، نه د انبیاء علیهم السلام هغه وظیفه چي د خدای لخوا پرې ګومارل سوي وو.

جنګ هيڅ شریعت، ايډیالوژۍ او قانون د خپل ذات له مخې ښه نه دی ګڼلی. جنګ که مقدس وي یا نامقدس، له ځان سره تخریب او انساني مرګ ژوبله لري. دا چي په دونیا کي هر ارزښت د انسان لپاره دی او هيڅ ارزښت هم بې انسانه نه مفهوم لري او نه يې بل مخلوق د ارزښت مرتبې ته رسوي. له دې امله، نو وايم چي تر انسان مقدس او ارزښتمن شی نه سته. جنګ چي لومړی وار يې د انسان پر روغتیا او ژوند وي، ځکه نو د خپل ذات له مخې هر جنګ کرغېړ ن دی؛ خو د انساني قانون په شمول شرعي قانون هم ځيني وخت جنګ ته جواز ور کړی دی. دلته یو بل لامل سته چي د ذات له مخې نامشروع شي(جنګ) ته جواز ور کوي.

د اسلامي شریعت له مخې دوه شیان داسي دي چي له امله يې شریعت جنګ روا ګڼلی دی. یو تر اتمام حجت وروسته د یوه رسول په مقابل کي د خپلو مخاطبینو ناحقه درېدا او دویم له خپله حقه د دفاع په خاطر که انسان جنګ ته اړ سو، دا جنګ يې روا دی او شریعت يې د مقدستوب انګېزه هم ور کړې ده.

اسلامي شریعت چي د ډېر واړه کار ګټې او زیان ته په پام یا هغه روا کړی او یا يې ناروا، نو جهاد چي له نورو ټولو زیانونو او تخریبونو سره د انسان مرګ او ژوبله هم پکي رامنځته کېږي، په دې اړه يې پر ېکړه ډېره له احتیاطه ډکه او یو لړ شرایط يې هم ورته وضع کړي دي. قران کریم او نبوي سنتو دا شرایط په واضحو الفاظو بیان کړي چي د هغو شرایطو په نه شتون کي د جنګ رواوالی هم ختمېږي. دلته په دې اړه خبره نه کوم، البته هغه ایاتونه را اخلم چي د مقاتل په مقابل کي د جنګ اجازه ور کوي:

وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ (البقره: ۱۹۰)

ژباړه: او د الله په لار کي له هغو سره وجنګېږئ چي له تاسو سره جنګېږي او تېری مه کوئ، بېشکه الله تېريګري نه خوښوي.

یو بل ځای هم وايي:

وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ (التوبه: ۳۶)

ژباړه: او مشرکان ټول داسي وژنئ لکه دوی چي تاسو له یوې مخې وژني او په دې پوه سئ چي بېشکه الله د متقیانو مل دی.

قران د ضرورت له مخې جنګ ته جواز ور کړی. کافر وي که مسلمان چي د یو چا وژلو ته يې مټې بډوهلې وي، د خدای قانون هم انسان ته د خپلې دفاع جواز ور کړی. د قران او سنت له مخې دلته پر نورو شرایطو نه ږغېږو، یوازي په دې یادو ایاتونو کي شته مفاهیم را سپړو.

د اسلام له مخې جنګ او قتال هغه اپشن دی چي د اړتیا له مخې جواز ور کړل سوی. د لوړو ایاتونو مطلب دا دی چي جنګ بايد مسلمانان د خپل دین،شریعت او کلتور برخه ونه ګڼي. دا یوازي د ظلم خلاف یو ډال دی، د حق تلفي مخنیوی دی، له خپله ځانه، ماله او ارزښتونو دفاع ده. د قران او پيغمبر په سنتو کي هيڅ ځای هم د نورو انسانانو د عقیدې، کلتور، قانون او ارزښتونو خلاف د جنګ اعلان نه سته. نه کفر او ارتداد د جنګ اسباب دي، نه شرک او منافقت هغه لاملونه دي چي له امله يې شریعت د جنګ جواز ور کړی. د قران له مخې نننی جنګ د شرایطو په پو ره کېدا کي یوازي یو مجوز لري چي هغه صرف دفاعي قتال دی.

موږ دلته د مقدسو جنګونو په اړه خبره کوو. کنه د مسلمانانو په تاریخ کي د اصحابو له زمانې بیا تر ننه بیخي ډېر جنګونه سوي دي چي اسباب يې کله اقتصادي ګټې وې، کله د واک غوښتونکو د خپل واک دایره پراخول وو، کله دفاع وه او کله هم نور لاملونه. لاکن زموږ د تاریخ یوه نیمګړتیا دا ده چي له مسلمانانو سره شويو زیاتره جنګونو ته يې د تقدس جامه ور اغوستې. مسلمانانو نه یوازي دا چي له نامسلمانو سره د شریعت پر سر جنګونه نه دي کړي او ګڼ دونیوي لاملونه يې در لودل، بلکي په خپله د مسلمانانو ترمنځ هم سوي دي چي هيڅکله شریعي اختلاف د جنګي عامل رول نه دی ادا کړی.

د تاریخ همدې اختلاط  په مسلمانانو کي د جنګي کلتور پدېده رامنځته کړه. د مسلمانانو حکومتونو له پيله د نورو هیوادونو د لاندي کولو تګلاره خپله کړه چي په لنډ وخت کي يې شرعي جنبه هم خپله کړه او د مسلمانانو د کلتور جز هم سو. د امویانو او عباسیانو په وخت کي د دې لپاره نور هم کار وسو او د رواياتو په سلسله کي داسي رواياتو ځای وموند چي د جنګ له لاري ر اغلی مال يې تر ټولو مالونو زیات حلال وګاڼه، مینځې او غلامان يې د بشري ګټې په توګه ورته ورا کړه، پر مسلمانانو يې د تل لپاره جنګ د کفایه او فرض عین په توګه لازمي کړ او مسلمان واکمن يې په دې مکلف کړ چي د ارام ژوند سا اخیستل پر هغه حرام دي، تل به یا د کافرانو پر هیوادونو یرغل کوي یا به د هغوی د حملو دفاع ته ولاړ وي. په دې ضمن کي خلګو د قراني ایاتونو تعیبر داسي وکړ چي د کفر تر ورکولو پر مسلمانانو جهاد فرض دی او تر څو چي کفر پر ځمکه موجود وي جهاد به ادامه لري. دا مفهوم هم ښه په پيخر د کتابونو متونو ته ځان ور ساوه چي جهاد به تر قیامته روان وي، دا هر څه په داسي حال کي چي د الله په کتاب کي راغلی د قتال مفهوم لا هم تر هغه وخته مسلمانانو په سم ډول تعبیر کړی نه وو. د همدې ځان، واک او اقتصاد غوښتنې په اوج کي مسلمانو مفسرینو، محدثینو او فقهاؤ داسي څه په خپلو کتابونو کي ولیکل چي یوازي د هغه وخت له افکارو سره يې سمون در لود. دا لیکل سوي کتابونه او قوانین نه د ابد لپاره وو، نه له هر کلتور، مکان او زمان سره برابرېدای سي او نه د مسلمانانو لپاره ګټور واقع کېږي. یو مهم ټکی د دنن او پرون دا هم دی چي نن د علومو ساحه ډېره پراخه سوې ده، هغه فقه چي ډېره وخت یو بشپړ کتاب او فتاوا یوازي یوه کس لیکلې. نو څنګه به هغه کتاب د نن لپاره بسنه وکړي چي پرون یوازي یوه دیني عالم لیکلی دی او له دینه تر سیاسته، اقتصاده، نړۍ والو اړیکو، سولي او جنګونو، معاملاتو او … ټول موضوعات يې را نغاړلي؟ نن که یو کس عالم وي او په دې ټولو موضوعاتو کي کتابونه ليکي، نو خلګ يې نه کتاب ته ارزښت ور کوي او نه ده ته. ځکه نن تخصص مهم دی نه پر عمومي مالوماتو برلاسي؛ زموږ پخوانی فقه نه یوازي دا چي د نن له نویو مسلو سره برابره نه ده، بلکي تر ډېره حده له یوه بل کتاب څخه نقل سوی دی او داسي مسایل هم کم نه دي چي د مذهبي عالمانو ترمنځ پکي دومره اختلاف دی چي د حرام او حلال تر کچې رسېږي. د هغه وخت د فقهې یوه مسله همدا د جهاد، خلافت، تر ژونده د یوه مسلمان امیر په واک کي پاتېدل،مینځو، غنایمو، بې پولې یوه اسلامي هیواد در لودل، تر ملت امت ته ترجیح ور کول، د سود بې تعریفه او تل پاتې اختلافي مسله په مختلفو بڼو داسي بیانول چي نن يې له امله د مسلمانانو زیاتره بانکي کارونه ملایانو حرام کړي او ځيني د مجبوریت له مخې اوس بیرته لګیا دي سخت مسایل يې سکڼي چي خلګو ته د کاروبار لار خلاصه کړي. داسي ډېري نوري مسلې هم.

هغه لیکل سوي کتابونه د خدای له قانون څخه د هغوی یو تعبیر وو چي د خپلو غوښتنو موافق يې کړی وو. موږ هم حق لرو چي خپلو حالاتو، مکان او زمان ته په کتو له شریعت څخه خپل ځانګړی تعبیر ولر و. داسي نه سي کېدای چي د نړی هر څه دي بدل سي، خو له شریعت څخه د نوي تعبیر اړتیا دي پيدا نه سي. نن موږ تر هر څه ډېره اړتیا همدې ته لرو چي د شریعت داسي تعبیر رامخته کړو چي همدا نن د مسلمان امت اړتیاوي رفعه کولای سي.

زموږ د پخواني تعبیر له مخې شریعت یوازي د مکلفیتونو قانون وو. په دې قانون کي یوازي مسوولیتونه وو. هغه دور چي په ټولو انساني ټولنو کي همدا فرهنګ عام وو، ځکه نو له اسلامي شریعت څخه هم داسي تعبیر حتمي وو. نن چي تر مسوولیتونو مخکي هر انسان د خپلو انساني حقونو غوښتونکی دی، له دې امله حتمي ده چي له دې نوي کلتور او ذهنیت سره سم داسي شرعي تعبیر وکړو چي تر مکلفیتونو مخکي د حق غوښتنې لوری پکي جوت وي.

دا ځکه وایم چي د شرعي متونو یو خاصیت خپله شارع هم دا بیان کړی چي مجدد يې خپلو حالاتو، غوښتنو او اړتیاو ته په پام نوی کولای سي. همدا اړتیا د فقهې اصولینو هم درک کړې وه:

لا يُنكر تغيُّر الأحكام بتغير الأزمان (القواعد الفقهیه وتطبیقاتها فی المذاهب الاربعه، ۵۲ قاعده)

له دې انکار نه سي کېدای چي د زمانې تغییر احکامو ته تغییر ور کوي. تر همدې لوړ عنوان لاندي د مشهور حنفي عالم ابن عابدین شامي دا قول نقل سوی:

قال ابن عابدين: كثير من الأحكام تختلف باختلاف الزمان لتغير عرف أهله

لحدوث ضرورة أو لفساد أهل الزمان، بحيث لو بقي الحكم على ما كان أولاً، للزم المشقة والضرر بالناس، ولخالف قواعد الشريعة المبنية على التخفيف والتيسير ودفع الضرر والفساد، ولهذا نرى مشايخ المذهب (الحنفي) خالفوا ما نص عليه المجتهد في مواضع كثيرة بناها على ما كان في زمنه، لعلمهم بأنه لو كان في زمانهم لقال بما قالوا به، أخذاً من قواعد مذهبه. (تېره حواله)

ژباړه: ابن عابدین ویلي: د خلګو د رواج بدلېدا، د اړتیاو پيښېدا او په فساد د خلګو د ککړېدا له امله ډېری احکام بدلېږي. ځکه که پر هغه لومړي حالت پاته سي، نو سختي به جوړه، خلګو ته به ضرر پيښ او د هغو شرعي اصولو مخالفت به وسي چي د تخفیف، اساني، ضرر او فساد د مخنیوي لپاره جوړ سوي. له دې امله زموږ د مذهب مشایخ وینو چي له ډېری هغه څه يې مخالفت کړی چي مجتهدینو په خپله زمانه کي اجتهاد او صراحت کړی. ځکه دوی پوهېدل چي که هغوی د دوی په زمانه کي وای، نو هغه څه به يې ویل چي دوی ویلي او دا خبره يې هم د مذهب له قواعدو اخیستې.

همدې قواعدو ته په کتو نن زموږ اړتیا ده چي ځيني په پخواني تعبیرونه نوي کړو.یوه بله قاعده هم ډېره مشهوره ده:

درء المفاسد مقدم على جلب المصالح.

د مصالحو تر جلب د فسادونو مخینوی مخکي دی.

نن د حالاتو تقاضا ده چي ځيني مفاهیم بايد یا بدل سي او یا يې تعبیر نوی سي. د ملي هویت او ديني هویت موضوع هم له دې جملې څخه ده. د ملي هویت موضوع پخوا ډېره مطرح نه وه. اما نن تر بل قومي، ديني او بل هر هویت همدا د ملي هویت موضوع ګرمه ده. دا موضوع د ډېرو نورو وړو خبرو مور ګڼله کېږي. د دې ديني هویت له امله نن افراطیان د اسلامي خلافت نارې وهي، د یوه بې سرحده امت ږغ کوي، هر ځای له نامسلمانو سره سیاسي او اقتصادي جنګونو تر همدې نوم لاندي توجیه کېږي. که موږ نن له شریعت څخه د پخوانو پر دې تعبیر ډېر ټینګار ونه کړو او د فساد د مخینوي په خاطر نوي تعبیرونه او جدید احکام رامنځته کړو، تر دېره به هم د هغه تور مخینوی کړی وي چي دین د جنګونو لامل بلل کېږي او نن جنګ بیخي د اسلام لاینفک جز بلل سوی او د مسلمانانو د کلتور او هر وخت تاریخ یوه نه بېلدونکې برخه جوړ سوی.

زموږ په هیواد کي دا ۴۰ کاله تر همدې نوم لاندي انسانان وژل کېږي. له دې پرته چي جګړه مار وګوري په دې کار سره موږ د مفاسدو مخنیوی کوو او که مصالح جلبوو؟ دا هم له پامه غورزول سوی چي هره زمانه کي د شریعت احکام پر یوه حال نه پاتېږي. د جهاد قراني تعریف او شرایط هم له پامه اچول سوي. موږ ته دې ناسمو جهادي رهبریو دا تاوان وکړ چي د نوري اسلامي نړۍ په نسبت اوس د جهادي فرهنګ تر ډېره حده یوازي موږ ته را پاته دی. نه یوازي دا چي په خپل هیواد کي د هر نظام پر خلاف یوې ډلې د جهاد او شرعي نظام تر نوم لاندي وسلې ته لاس کړي بلکي د هیواد زیات شمېر وګړي په نورو هیوادونو کي هم ايډیالوژیکو جنګونو ته لېږل کېږي. د خدای په حضور کي د دې شاهدي ور کوم چي د طالبانو په لیکو کي داسي سړي خواره ما په خپلو سترګو لیدلي چي د ښار په هره چاودنه به يې الحمد لله ویله او د کابل چاوندې ورته د اصحابو جهاد مالومېده. دا نن (۲۰۱۸/ ۱/ ۲۷) چي په کابل کي کومه چاونده سوې، زه په سل فیصده باور وایم چي ډېری طالبانو په دې جهاد خدای ته شکرونه کښلي وي او هغه ځانمرګي ته به يې د فردوس جنت او حورو غوښتنه کړې وي چي دا جنایت يې وکړ. دا حالت ښيي چي موږ نور د اسلامي، مذهب او انسانيت له لاري وزو او بلکي وتلي يو. که په یوه انسان کي د اسلام یوازي یوه حکم ته درناوی پاته وي داسي جنایت د خدای په ذات قسم که تر سره کړي. که مذهب ته احترام ولري، نو داسي جرم ته به زړه ښه نه کړي او که انسانيت پکي یوه ذره هم پاته وي، نو د بل انسان وژل او زخمي کول خو پر لویه لار ایله کړه، د هغه د خپګان سبب هم خپل ځان یا ځان ته منسوب عمل والله که جوړ کړي. نو دې وروستیو جنایتونو په ډاګه کړه چي دلته له یادو دریو واړو زموږ په افراطیانو کي نور هيڅ هم نه دي پاته.

جنګ له نورو تاوانونو سره دا ستر زیان هم لري چي انسان له انسانیته باسي او وحشي کوي يې. دا تجربې ثابته کړې او موږ يې ژوندي مثالونه په خپلو سترګو وینو.دا نن زموږ په هیواد کي جګړه مارو  هيڅ ډول انساني اخلاق نه لري. ټول شرعي، کلتوري او ملي ارزښتونه جګړه مارو تر پښو لاندي کړل. نور دلته داسي کوم ارزښت نه دی پاته چي جګړه مار ورته درناوی ولري او د هغه د نوم په ور کولو هغوی له جنګ، فساد او بغاوت څخه را وګرزول سي.

جګړه که د اقتصادي، سیاسي او یا نورو موخو لپاره کلتوري بڼه واخلي دومره خطرناکه نه ده، مګر که دا کار د مقدسې ايډيالوژۍ تر نوم لاندي وسي بیا ډېر زیان لري. ځکه د لومړۍ خلاف ږغ کول د خدای او رسول د مخالفت په نوم نه دپ کېږي، اما دویمه تر همدې نوم لاندي اول د مخالفت وړ بیخي نه ده او که يې بیا تر شرعي پوښښ لاندي د ریفورم غوښتنه وسي، هم يې ايډیالوژيک جګړه ماران د خدای او رسول مخالفت بولي او د هر هغه انسان وژل د ځان مسوولیت بولي چي د ریفورم غوښتونکی وي.

زموږ په هیواد کي همدا نن دا هر څه موږ په خپلو سترګو وینو او تر مخ مو دا ټول حالات تېرېږي. دلته شرعي ارزښتونه سپک کړل سول. مسجد، قران، مدرسه، مکتب ديني علماء او ديني غونډې په لسګونو واره د افراطیانو له لوري په نښه سوې او نه یوازي دا چي بمونه پکي چودلي، بلکي ځانمرګي بریدګر يې ور لېږلي او پړه يې هم په هسکه غاړه منلې ده.

کلتوري ارزښتونه هم وشرمول سول. د میرمنو افغاني حجاب او جامې د ناوړه کارونو لپاره وکارېدل. د نارینه لنګوټه د بم لپاره استعمال سوه. پر کلتوري میلو د حرمت ټاپې ولګېدې او تر دې وروسته انفجارات پر وسول. ورغلي خلګ د مرګ مستحق وګڼل سول او لسګونه پلا افراطیانو ښه په لویه زړه دا کارونه تر سره کړل.

ملي ارزښتونه افراطیانو ته بیخي د ريشخند وړ ښکاري. ملي بیرغ ته له دې امله مختلف الفکره افراطیان درناوی نه لري چي د هغوی په اند د اسلام  سپين، یا تور یا برګ یا هم شین بیرغ له دې وجې ښه دی چي هم شرعي جنبه لري، د خدای او رسول يې خوښ دی او هم کولای سو چي د دې ترڅنګ يې ملي هم کړو. ملي سرود يې د بدعت او غربي په پديدې په نوم وختي لا د حرمت په ټاپه نازولی. د هیواد اساسي قانون يې اتومات د خدای او رسول د قانون په مقابل کي بللی او هره فیصله يې د خدای او رسول له پريکړي سره ټکر ګڼلې؛ ځکه يې نو تر هغو پر ځانو جنګ واجب بللی چي تر کله همدا قانون نافذ وي.

نه یوازي دا؛ بلکي د نن زمانې ډېر ارزښتونه يې د شریعت تر پخواني او زاړه تعبیر قربان کړي دي. د هماغه تعبیر په روڼا کي دا نن د بشر د حقوقو پر مدافع سازمانو حملې ورته روا ښکاري. د ماشومانو د ساتنې موسساتي په نښه کوي. د هیواد عامه تاسیسات ورته د نړولو وړ مالومېږي. په بازار کي ورته جنګ او چاودنه د ثواب کار دی. شخصي ودانیو ته د جنګ او کمین لپاره ختل او بیاد مورچل په توګه کار ترې اخیستل خو د زاړه تعبیر په هر ژړ ورکي کتاب کي ورته روا سوي دي.

له دې امله نو وایم چي د جنګ او جهاد په اړه زموږ زاړه تعبیرونه لازما بايد نوي کړل سي. کنه تر دې به هم سختې ورځې راته انتظار وي. څومره چي دا زوړ تعبیر په دې نوې نړۍ کي د خپل عمر شیبې اوږدوي، ور سره جوخت به زموږ له ژونده موسکاوي اخلي، سختۍ به راته ایجادوي او د ژوند په ډېرو بروخو کي به مو ستونزې یو په لسه کړي. موږ دا جرم کړی دی چي په نوې نړۍ کي لا زوړ تعبیر بس بولو، ځکه نو اړ یو چي د خپل جرم د جبیرې په توګه هره ورځ د ټولو ارزښتونو تر څنګ بشري قرباني هم ورکړو. موږ جرم کړی دی. مجرم ته هر څوک او هر قانون یوه سزا ټاکلې وي. زموږ د جرم په دې نوې نړۍ کي همدا جزا ده چي د ټولو ارزښتونو له سپکاوي سره جوخت به مو وژني هم. موږ چي په خپل چاپيریال کي هر څه تقریبا نوي وینو، له هغو وسایلو چي فرد يې شخصي کاروي بیا تر هغو چي دولت يې کاروي؛ ټول نوي دي. خو په دې زمانه کي هم زموږ په فکر همدا زوړ سلګونه کاله مخي شرعي تعبیر بسنه کوي. تر هره وخته چي موږ په همدې بسنه کوو نو سزا مو همدا ده چي د مقدسې ايډيالوژۍ تر نوم لاندي به وژل کېږو، مرګ به مو روا وي، بلکي روا څه کړې؛ واجب به وي.

د هغې ورځې په تمه چي زموږ پوهانو په دې هیله له شریعته د نوي تعبیر اړتیا احساس کړې وي، چي په دې سره هم د دین د بدنامۍ مخه ونیسي، هم هیوادوالو ته سوکالي راولي او هم یې ټول ارزښتونو پکي خوندي کړي وي.

زبیر افغان

۲۰۱۸/ ۱/ ۲۷

72 total views, 2 views today

1 comment

  1. مصطفی Reply

    ښاغلې زبیر افغان، الله دې ستا ته ډیر اجرونه نصیب کړي. ستا مبارزه او دې لارې ته دعوت زما په آند د یو قول اردو عسکرو له طاقت او قوې څخه مهم دی، دلته اړتیا ده چې ددښمن هغه ایډیالوژیکه مشروعیت کوم چې دوی خپلې جګړې ته ورکړې هغه چلنج شی. یوازی د نظامی ځواک کاریدل بسنه نکوي. هیله مندیم چې زموږ دغه بی واکه چارواکې دغو ټکو ته متوجه شي او دغه ددینی ریفورم لاره او لارویان لا پسې غښتلی کړی او ددوی هرراز مرسته وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *