Categories

اعلان

Loading…

څراغ/ اجمل پسرلی

( رابرت) وروسته تر دې بستر شو  چې له خپلې میرمنې بیل شو. ده ته تازه ډاکټر ویلي دي چې نور په روغتون کې مه پاتیږه. عمر دې زوال دی، په کور یې تیر کړه. رابرت زما د اپارتمان مخامخ بلاک کې ژوند کوي. اونۍ وشوه چې د شپې ویدیږم یوځل له کړکۍ سر ورښکاره کړم، ګورم چې د کوټې څراغ یې بل دی.

له یوې تیرې وې، خوب نه راته، پرده مې پورته کړه د رابرت د کوټې څراغ لا لګیده. په زړه راوګرځیدل چې سړی په عذاب نه وي، حال یې واخله.

د دیارلسم اپارتمان ور مې ورو ورو وټکاوه. غږ نه و. ورغږ مې کړل. بیا هم غلی و، ور مې کلک کلک وواهه. بیایې هم راخلاص نه کړ. ورنارې مې کړې. ګاونډی یې خوبولی راووت. سترګې یې موښلې:

-څه خبره ده؟

-رابرت ته مې سودا شوه، وبښئ تاسو مې له خوبه وایستئ

-نن یې پنځمه ده چې مړ شوی

-خو څراغ یې لګیږي

سړي پر خپلو ببرو ویښتو لاس تیر کړ:

-وصیت یې کړی و چې د خوب څراغ مې میرمنې راته اخیستی ترڅو چې دا څراغ په خپله مري تر هغوی پورې یې مه مړ کوئ.

پراګ

15 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *