Categories

اعلان

Loading…

د زوى غم | توفیق عثماني

خدای (ج) به یې رالوی اوغټ سړی کړي…!

په خپلو کارونو به په خپله  پوه شي…!

بس همدا د خلکوخبرې اوخنداګانې به ورته ښې شي…!

هو! دا به د خدای رضا وه چې زه یې همدغسې کونډه او دا راته یتیم او بې پلاره پاتې شو، خو که زه ژوندۍ ومه دا خو به رانه  بې  تعلیمه  پاتې نشي…!

د شمس د کونډې او زړې مور په پاړو او وچو شونډو به هر وخت همدا خبرې وې، تل به یې خپل قسمت ته ژړل، خو څه به یې کړی  وای دا به د الله  رضا وه.

د شمس مور به د خپل وړوکي تنکي ماشوم زوی د ښه راتلوونکي لپاره خپل لاسونه  تڼاکې کول، که د ورځې په جریان  کې به  ورته د نږدې کورونو نه کومې کلیوالې ښځې د خپل کور د ښځو کومه جوړه جامې د کنډلو لپاره راوړې، نو د شمس خوراکۍ مور صابرې به په ټوله ورځ کې یوه جوړه جامعې د دې لپاره  ښې په شوق  وګنډلې چې ښې راشي داسې نه چې خرابې  شي او بیا راته نورې جامې د ګنډلو لپاره  را نه وړي.

صابرې ترورهم په ټول کلي کې د جامو په ګنډولو کې خپل نوم ایستلې او ګټلی و، په خپل کلي کې ښه مشهوره وه، د ښځو جامو تر څنګ یې د کلي د وړو او تنکیو ماشومانو جامې هم ښې او ښایسته ګنډلې.

همدا د صابرې ترور د ګټې وټې لاره وه چې په پيسو به  یې د خپل کورد کړو وړو ترڅنګ د خپل یتیم زوی لپاره د ښوونځي قلمونه، کتابونه اوکتابچې هم اخیستلې او که کومه ورځ به ورته چاجامې را نه وړې نو هغه ورځ خوبه بیا پرې توره شپه وه.

 شمس خوراکی هم ورځ تر بلې زیرک او تکړه کېده، سهاربه یی له شنې ترخې چای له خولي او ستونې تیرې کړې نه وې چي د مکتب غم به ورسره و او مازیګر به لا اذان نه و شوی چې خوراکي به خپل قرانکریم په څنګ کې واخیست او مدرسې  ته  به روان  شو.

  کله به چې د مکتب نه ستړی ستومانه راغی، ډوډۍ  به  یې لا خولې ته کړې نه  وه چې مور سر تړلې  به  یې د ماشوم ګنډل شوې کمیس په غږ کې ور واـچوه، چې هله! زما یتیم زوی د اټڼۍ خو ورته ته وګنډه.

شمس خوراکي به هم ژر ژر په ستن کې په ډېره سختۍ تار واچوه او کمیس به یې را واخیسته، د کمیس تڼۍ به یې لا ختمې کړې نه وې چې مورـ به یې پرې غږ وکړ…..بس! نورې همدلته پریږده، هر څومره چې دې ګنډلې وي، وي به !…..ځه ته ورځه خپل اودس دې وکړه او مدرسې ته دې لاړشه  چې  ناوخته نه شي، که زه ژر وزګاره شوم نورې تڼۍ به یې زه ورته په خپله وګنډم.

 شمس خوراکی به ژر له خپل ځای نه راپورته شو، اودس به یې وکړ، قرانکریم به یې په څنګ کې ونیوه او د خپل کور د حویلۍ له دروازې به لا وتلی نه و چې د کلي شوخو ماشومانو به یې دروازه لا د مخه نیولې وه، شمس به مخکې و او د کلي شوخ ماشومان به ورپسې و.

اخ د پلانکی ځوی ته وګورئ! نه یې پلار شته  او نه  یې  ورور او په کور کې یې یوازې …!

او مور زړې یې هم ټوله  ورځ سر په سره ټوټه تړلی وي او ټوله ورځ د خلکو جامې ګنډي، د ځان لپاره دم دوا نشي اخیستلی او ده ته ګوره په شلیدلو او خیرنو جامو کې ګرځي، مکتب او مدرسې ته هم په همدې حیرنو او خرابو جامو کې ځي اوف،اوف……!

  ترهغې به د کلي شوخو ماشومانو دشمس خوراکي شاه نیولې وه اونه به یې پریښوده  چې ترڅو به یې هغه خوراکی د مکتب یا د مدرسې په دروازه  نه وسپارلی.

  بس هره ورځ به د دوی همدا کار و، شمس خوراکی به هم د مکتب یا مدرسې د صنف نه نه و راوتلی چې د کلي ټوله کوڅه به یې له خپلو سترګو له هیندارو تیره کړه، اول  به  یې  په  ټوله  کوڅه  کې  وکتل او بیا به یې قرانکریم په څنګ کې ټینګ ونیوه او په یوه منډه  به  په کوڅه کې را روان شو.

د کور په دروازه  به لا راننوتی نه و چې خوراکۍ  سر تړلې مور به پرې غږ وکړ څه خبره  ده زوی!

بیا ولې  دومره  ساه  نیولی او  په منډه راغلې؟

خیرخو به وي  کنه  بیا څوک  درپسې  دي؟

 د شمس خوراکي  شونډې اوخوله به وچه شوه او په  ډیرې وارخطایی به  یې شونډې مور ته ور بوڅې کړې بیا به یې د کور دروازې  ته لاس ونیوه او په لاس به یې اشاره وکړه هغه د پلانکي …هغه د احمد کاکا او د اکبرخان  کاکا زامن بیا راپسې…!

د شمس خوراکي سترګې به له اوښکو ډند ډند شوې او د اوښکو رودونه به یې په ګیله منو اننګو را روان شو،  موربه یی له ماشین نه په زور یو د رز پورته کړ، د سر نه  به یې تړلې سره ټوټه خلاصه  او لرې کړه او له خپل ځای  نه به  پورته  شوه او له همدې ځای نه به یې په ستغو، سپورو پيل وکړ.

 د شمس خوراکۍ عمر خوړلې مور به لا د خپلې حویلۍ  دروازې  ته  نه وه رسیدلې چې د کلي شوخو ماشومانو به په کوڅه کې درز او درزو جوړ کړ او په یوه منډه به په خپلو دروازو ور ننوتل، د شمس خوراکۍ  بیوزلې مور خو به د کلي  ټول ماشومان  نه پیژندل او نه دومره تکړه وه چې  ټولو کورونو ته  په یوه  ساه  خپله  بیوزله د ګیلو ډکه ځولۍ  وړاندې کړي  بس……

د ګوتو په شمار به یې  نږدې د یو څو کورونو دروازې په ملا ماته راماته ورټک ټک کړې او بیرته به لا خپل کورته نه وه راغلې چې د کلي شوخو ماشومانو به یې بیا شاه  نیولې وه او پیښې به یې ورته شروع  کړې، خو بس! څه  به یې کړی وای، د شمس او مور به یې هره ورځ همدا حال و.

 داسې ورځ به یې په ژوند کې نه وه پاتې چې شمس خوراکی دې په خوشحالۍ کورته راشي، د کلي ماشومانو هم ښه ساعت تېر و، که نورې کلیوالې لوبې او مستي به یې نه وه، خو د شمس خوراکي د ازارولو او ځورولو خو یې عادت  ګرځیدلې و او له دې کار نه یې خوند اخیسته،  نوځکه خو یې د دوی دروازه  نه پرېښودله.

ورځې او شپې تېرېدې، شمس هم ورځ تربلې غټ او لوېده ، وخت راغی شمس له  مدرسې او مکتب نه  فارغ  شوی و او په  پوهنتون کې  یې هم اخرې کال و، د مور خوراکۍ  یې هم  اوس یو څه تمه پیدا شوی وه، یو څه لاړې یې له خولې تیرې شوې وې، ځکه چې شمس اوس په طب پوهنځي کې خپلې  زده کړې  ترسره  کولې او پس له  وخته  نه  یې د یو ډاکټر سره په ډیرو کمو پيسو هم کارکاوه.

 د کلی د هغو شوخو ماشومانو هم اوس  کار خراب شوی و، سهار به لا  نغري اورونه  بل و چې شمس  به له کوره ته او ماښام به  په  ټول چم تکه توره تیاره خوره وه چې  کورته به راته، مور خوراکۍ  به  یې  تر هغه خپلې دوه سترګې دروازې ته نیولې وې او ټوله ورځ  به  یې دروازې ته کتل چې ترڅو به یې زوی کورته نه وو راغلی، ځکه صابره خوراکۍ هم اوس په بسترکټ پرته وه، ورځ  تربلې  به  یې حالت  خرابیده  او ناروغي  به  یې  ډېرېدله.

   له ځان  نه یې  یو ساعت  هم  تمه  نه وه، ځکه چې له  یو خوانه  یې عمر خوړلی  و او له  بلې  خوا نه یې په  کلي، ولس او په  ښار کې د ورځينو چاودونو او د ځوانانو د مرګ ژوبلې د خبرونو د اورېدلو او کتلو یې وضعه  نوره هم  خرابه  کړی  وه .

  ټوله ورځ او شپه به یې الله ته خپل لاسونه د دوعا لپاره لپه او پورته  کړی وو او د خپل یتیم شمس زوی لپاره به یې د ښې راتلونکې لپاره دوعاوې کولې.

 سهار به یې په نیمکښې دروازه کې  په خدای سپاره او مازیګر ناوخته به یې ترهغه خپلې دوه سترګې دروازې ته نیولې وې چې خوراکی شمس به کورته  نه و راغلی.

شمس هم د تیر په څیر سهار وختې له  کوره تللی و، مور یې هم دوه سترګې  دروازې  ته  نیولې وې، د ماښام اذانونه لا وختي شوی و، شپې خپله تکه  توره  تیاره خپره کړې وه، په ټول چم هم چوپه چوپتیا وه، په کوڅه کې به چې دوه یا درې کسه ودرېدل  د سهارنۍ چاودنې خبره به یې په خوله وه.

 د کلی حالت هم  بدل و، د صابرې کونډې کور به هم د کلي د ښځو ډک اوخالي کیده، د هر چا په خوله به خدای دې خیر کړي، څه به کیږي! الله دې د دې مل او ملګری شي اوس چې پرې لږ راحت راغې  او زوی یې د خپلې ګټې وټې شو، نو خداى له داسې پېښې سره مخ کړه.

 موږ به څه وکړو، دا به د الله رضا وي او له دوی سره به  یې همدا لیکلي وه، د کلي ټولې راغلې ښځې له کونډې صابرې ترور نه ګرچاپیر ناستې وې، کله کله به  یوې بلې ته  سره خولې ورنږدې کړې او په  خپلو کې  به  سره  وپسیدې  چې الله دې د دې  خوراکۍ  مل او ملګری  شي، دا هم د ګور پرغاړه پرته ده، کټ یي نیولی دی.

 په دې خبرو به د یتیم کونډه صابره مور پوه شوه، یوې  بلې  خوا  ته  به یې غلي غلي وکتل او شونډې به یې بوڅې کړې، څه خبره ده؟ تاسو څنګه نن زموږ کور ته راغلي یاستى؟ اخر څه خبره ده؟ تاسو خو کله داسې زما کورته په جمعه نه وای راغلي؟ ولې  زما  په شمس زوی  خو به څه  نه  وي  شوي؟

ټولو ناستو ښځو به ځواب ورکړ

نه، نه ترورې! داسې کومه خبره نشته!

 د دوی دا خبرې به لا ختمې شوې نه وې چې په کوڅه کې شور ماشورجوړ شو او چیغې شوې.هله پلانکيه زر کوه  ته مخکې شه. نه، نه! ته مخکې شه، ښه  سمه ده، د کلي ملک نسیم ګل ځواب ورکړ، خو دا دروازه ډیره تنګه ده، د کلي یو ځوان دا خبره وکړه او  له دې سره له دروازې  یو درز پورته شو.

 جنازې کټ  په  دروازه را دننه شو، ناستو ټولو ښځو چې د یتیم شمس د جنازې  کټ ولیده، ټولې  په صابرې  ترورور  ور پنډې شوې، شور ماشور یو پر دوه شو، په  ټول کلي او ګاونډ کي چیغي شوي.

  د صابرې په کور باندي د ویر او د تورتم  تور څادر راخور شو، هر خوا غوغا وه، د شمس د جنازې کټ به لا د صابرې کونډې مور کټ ته  نه و را راسیدلی چې صابرې ترور هم له خولې د وینو غړغړې شروع کړې او له پراته  کټ  نه  پر ځمکه را پرېوته.

۱۳۹۴-۱۲-۱۰

احمدشابابا مینه، کابل

66 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *