Categories

اعلان

Loading…

مړیتا  | لیکوال: اسدالله بلهار جلالزی

په لړزیدونکي ښي لاس کې يې امسا باندې تکیه وکړه ـ بیا يي دلمرـ دټیکۍ په لورې، سترګه چڼه کړه. له ځانه سره يي وویل: اوس به نوـ کابو یوولس نیمې بجې وي. په پښو کې یی د دریدو، وس او سیک نه و، پاته.کینوست، دیواله ته يي ډډه ووهله. اوبیا يي پښې پسي وغځولې. په تندي اوسترګو يي دشملې سیوری جوړ کړ. په کمزورو ګوتو يي سپین بریتونه تاووکړل.له دې سره يي له جیبه وړوکي خوپه مریو کې تاوو. ګنډل شوي هینداره،اودتیروڅوکوبیاتي راویاسته،دخپلوشخو بریتونودڅوکو، په غوڅیدو يي پیل وکړ. په ورو او نریو غاړو- یې لکه دځوانۍ دشپو او ورځو په څیر،  له ځانه سره دا لنډۍ زمزمه کړه

تر تورو غرونو را پناه شومه

وۍ ـ جار

بیرته به کله دخپل یارکلی ته ځمه

وۍ.کاشکي یار، راغلی وای.

ډک زړه به مې ټول ورته تش کړی وای

کاشکی یار راغلی وای.

خوناڅاپه یی هالته وړاندې دماشومانو شور،ماشور واوریده.یوه یی چیغه کړه،ای بخدا او بابا دیوانه شده، باخود،مه چم که چه میگه؟ او بیا یی دده په لوري رو منډه کړه.محراب الدین اکا ته نږدې ودریدل اوـ اوتر،اوتر یی ورته کتل، ده ـ هم ځان راټول کړ.په بریتو کې موسکی شو.له ځایه راپورته شو.همداچې پښه يي د دروازې په لیخکې ايښوده، له شا يي دریکشاه غرهاری واوریده.یوشیبه ورته تم شو.مشر لمسی يي ترې راکوز شو.خوشاله بریښده، په لوړ اوازیې ناره کړه:بابا جانه!! نن مې بیا دلږروپو په مقابل کې مرسته واخیسته؛ ولجه وه، ولجه،او موږ خو مستحق  هم یوو.له خپله کوره اوکلي را بی ځایه شوي یوو. بابا ته ووایه! دمیړه کارمې کړی که یه؟

ـ زوی ګله که په دې مرستو پسي ګرځیدي. سخته بی غیرته او… به درڅخه جوړشي. کار وکړه، کار، دا دخارجیانو مرستي دي .دومره به دې مړیتا کړي لکه په پاکستان کې مهاجر.اوس يي پاکستان په زوره راشړي.خو دوئ ورته سترګي ټیټې اچولي.

ـ اوۍ، بابا جانه!

ـ زه ، خو- وایم کارکوه. کار عبادت دی. له ځانه دپردو ځیره خور مه جوړوه.

کرار، کراردخپلې خونې په لور روان شو.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *