Categories

اعلان

Loading…

د اندونیزیا وړاندیز؛ د افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني عالمانو کمېټه دې جوړه شي

تاند- د اندونیزیا ولسمشر په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګښت لپاره د اندونیزیا، افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو وړاندیز کړی دی.

اندونیزیا، چې د وګړو د شمېر له نظره تر ټولو ستر اسلامي هیواد دی، په وروستیو کې د افغانستان په سوله کې لېوالتیا زیاته کړې ده.

ولسمشر جوکو ویدودو پرون/جمعه/ په اسلام اباد کې له ولسمشر ممنون حسین او نورو پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

ده وویل، اندونیزیا د افغانستان د سولې په پروسه کې مثبت رول لوبولی شي.

د اندونیزیا ولسمشر د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین سره په خبرو کې د درو هیوادونو د دیني عالمانو د کمېټې وړاندیز وکړ.

د پاکستان ولسمشر د ښاغلي ویدودو د وړاندیز په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې سوله د سیمې د پرمختګ لپاره ضروري ده.

22 total views, 1 views today

3 comments

  1. ببرک Reply

    د اندونیزیا له ولسمشر مننه!خدای دی اجر ورکړی خو نوموړی بیچاره د پاکستان له سحر او جادوګری لا تر اوسه خبر نه دی!!!!!!!!!!!!!!!!ا که داسلام بنیاد ته وګورو نو په پاکستان کی خو عالم لا شته نه!ا

  2. Akin Janl Reply

    د اندونیزیا ولسمشر ته مونږ یوه امید درلوده چی دوی به په سوله راوستلو کی یوه ښه طرحه وړاندی کړی مګر معلومات یی ناقص دی
    افغانستان د پاکستانی ای ایس ای چړیانو له خوا څو لسیزی کیږی تبا شو
    افغانان د هغه سوری څخه چی څو ځلی مار چیچلی بیا ځان نه چیچی

  3. Dr.M.Musafir Reply

    . ببرک جانه ښکلی تبصره دلیکلی خو په یهودو، نصارا او منافقینو کی هم علما شته خیرده که مسلمان علما نشته منافق علما خو په پکی ستان که خورا ډیردی.

Leave a Reply to Dr.M.Musafir Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *