Categories

اعلان

Loading…

“پلاټو” د خبریال د پای لاسلیک | زاهد صدیقي

د ژورنالېزم په نړۍ کې داسې ډیر نوي او پخواني مفاهیم، موضوعات او ژانرونه ترسترګو کېږي چې، په وروسته پاتې هېوادونو کې د ډیری ژورنالیستانو او خبریالانو له لوري په رسنیز ډګر کې په اکاډمیک او علمي بڼه نه کارېږي.

د ژورنالیزم ډیری معیارونه د خبریالانو او ژورنالیستانو له لوري وژل کېږې او په هغه سبک خپل رسنیز فعالیتونه پرمخ وړي، کوم چې یي په ناسمه بڼه او پرته له مطالعې له نورو انځور کړې وي. په دې لیکنه کې هغه موضوع راسپړل شوې ده، چې د افغانستان ډیری خبریالان یي هر ورځ په انځوریزو رسنیو کې په غیرې اکاډمیکه توګه په خپلو خبري رېپوټونو کې کاروي او په ناسمه توګه د ریپوټ تشه پرې ډکه کوي.

دا به د انځوریز ریپوټ کومه برخه وي؟  “پلاټو”.

د یادي کلیمي په اړه څومره پوهېږئ؟

که څه هم خبریالان د خبریالۍ پرمهال د “پلاټو” چاره ډیره ترسره کوي خو بیا هم ښایي ځینې له یادې کلیمې سره نااشنا وي.

پلاټو، سټنډپ ((Stand up او یا(P.T.C)  PIECE TO CAMERA مترادفې کلیمې دي.

پلاټو یا سټنډپ د ټلویزیوني ریپوټ هغه سیکونس یا برخه ده، چې خبریال کمرې ته مخامخ په مستقیمه توګه له لیدوونکو سره خبرې کوي. پلاټو یا اسټنډپ کیدای شي په انځوریز ریپوټ کې د خبریال د پای لاسلیک وبلل شي.

پلاټو معمولا د خبري ریپوټ په پیل، منځ او یا هم د ریپوټ په پای کې ځای پرځای کېږي. پلاټو یا سټنډپ په حقیقت کې هغه وروستی چانس دی چې خبریال یي د ریپوټ د ایډیټ پرمهال د پیغام د لېږدولو په موخه ترې ګټه اخلي. نو له دې امله د خبرې ریپوت اړینه او مهمه برخه باید په کې ځای پرځای شي.

پلاټو کې معمولا درې لنډې او مهمې جملې ویل کېږي او هغه ټکې باید په کې وویل شي، چې په تصویر کې له سترګو پناه وي. په خبري ریپوټ کې د پلاټو وخت کابو ۲۰ ثانیې وي خو هیره دې نه وي چې د وخت له ډیریدو څخه یي باید په کلکه ډډه وشي. پلاټو په هغه ځای کې ترسره کېږي، چې په ریپوټ کې مهمه ونډه ولري، یعني لیدوونکي د ریپوټ د لیدو پرمهال له هغه ځای او مکان سره اشنا شوي وي.

د بېلګې په توګه: “د مجلس له لوري وزیرانو ته د باور رای ورکول.” له یاد ځای (مجلس) سره ټول لیدوونکي او مخاطبین اشنا دي، چې یوازې مجلس وزیرانو ته د باور رای ورکوي نو دلته باید د پلاټو چاره ترسره او په خبرې ریپوټ کې ورته ځای ورکړل شي.

او یا هم که کوم خبریال غواړي، چې له یوې مطبوعاتي غونډې ریپوټ جوړ کړي، نو د غونډې د پای ته رسیدو څخه وړاندې یعني (مخکې له دې چې میکروفونونه ټول شي یا خبریالان له هغه ځایه ولاړ شي) نو باید د پلاټو چاره ترسره کړي.

له بلې خوا ډیری افغان خبریالان به مو لیدلي وي، چې پلاټو کې د پېښې د بیانولو څخه وروسته د خپل نوم، تخلص، د ټلویزیوني چینل نوم او د پېښې د ځای یادونه کوي. د بېلګې په توګه: (پلانی خان، اي بي سي ټلویزیون، کابل). پلاټو کې د ورته ټکو یادول له یوې خوا د لیدوونکو پام بل لورې ته اړوي او له بلې خوا د خبري ریپوټ رنګ او خوند له منځه وړي. په پلاټو کې باید یوازې او یوازې د پېښې مهمه او اړینه برخه په دریو جملو کې وویل شي او بس.

دې ټکي ته باید ډیر پام وشي چې لیدونکي د خبرې ریپوټ د لیدو پرمهال غواړي، پېښه د خبریال له لاسوهنې څخه پرته وګوري. په بله وینا، په خبري ریپوټ کې د لیدوونکو ټول پام د پېښې پر چاپیریال ورټول وي نو، دلته د خبریال موجودیت نه خوښوي، چې په اړه یي مالومات ورکړي. که په خبري ریپوټ کې هرڅومره د خبریال شتون لږ او سونډ افیکټونه (Sound effects) ډیر وي نو په هماغه اندازه د لیدوونکو د پام وړ ګرځي.

خبریال د پلاټو د ترسره کولو پرمهال د ټلویزیوني شبکې اړوند مایک چې پرې د اړوندې شبکې لوګو وي پر لاس ولاړ وي. د پلاټو د ترسره کولو پرمهال باید مایک له اوږې ښکته وي. د خبریال د بدن د زاویي او کمرې ترمنځ واټن باید (۴۵) درجې وي. دا چاره مرسته کوي چې لیدوونکي په اسانۍ سره د خبریال ترشا هغه ټول چاپیریال (بګروند) وګوري چیرې چې خبریال ولاړ وي.

پلاټو یا اسټنډپ د لاندې موخو لپاره درسره کېږي:

  • د پېښې د ځای یا مکان څخه حقیقي او مستند انځور وړاندې کول.
  • د ټلویزیوني چینل یا شبکې پیژندنه.
  • د خبریال مشهوریدل.
  • د تصویري موادو کموالی.
  • د مسئول کس نه حاضریدل.
  • د ارقامو وړاندې کول.
  • خبري ریپوټ ته د پای ټکی.

لیکوال: زاهد “صدیقي”

280 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2