Categories

اعلان

Loading…

سپینه ماڼۍ وايي، باید د بلخ نوي والي ته ژر او په سوله ییز ډول واک وسپارل شي

تاند- سپینه ماڼۍ وايي، د افغانستان د بلخ د والي د چوکۍ پر سر روانه لانجه له نژدې څاري.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې په دې اړه ویل شوي، امریکا له ټولو خواوو غواړي چې نوي والي ته د واک سپارلو په اړه جنجال ژر او په سوله ییز ډول حل کړي.

سپینې ماڼۍ په دې برخه کې ځنډ د افغانستان د دښمنانو او تروریستانو په ګټه بللی دی.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي ، دا لانجه باید په داسې ډول حل شي چې افغانان مطمین شي چې نوی والي امنیت ټینګوي د ملي یووالي حکومت د دوی په وړاندې پر خپلو ژمنو عمل کوي.

د سپینې ماڼۍ په وینا د دې مسلې په حل کولو کې تاوتریخوالي ته ځای نشته او هره خوا چې د دې مسلې حل ځنډوي، خپلې ګټې د افغانستان د خلکو تر ګټو غوره ګڼي.

په همدې حال کې عطا محمد نور د خپلې استعفا په اړه د مرکزي حکومت پرېکړه نه مني او وايي چې لا هم د بلخ د والي په توګه کار ته دوام ورکوي.

سپینه ماڼۍ همداراز وايي چې دا مسله باید د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې حل شي.

417 total views, 1 views today

3 comments

  1. عبداله Reply

    نړیوال وای عطامحمد نور یو ټوپک سالار او جنګی مجرم دی، بس دی دکولاب څخه مو راوست او والی مو تری جوړ کړه، په ولایت کی یی میلیاردونه ډالره هم غلا کړل، نور دغه سړی نه نړیوالو ته او نه نور افغانانو ته د زغم وړ دی.
    فکر کووم چه عطآ نور څارنوالی او محکمی ته هم معرفی شی.

  2. سلیم Reply

    سپینه ماڼۍ ګوره او عطانور غوندې شغال، د پشکې نه پړانګ جوړوی، اوس به یی ټیز په تبر نه غوڅیږي چې خبره مې تر سپينې ماڼۍ ورسېده، او دا دی د ټرامپ سره یی هم ډغرې وهم – اوس یې که لرې هم کي، د هیڅ نه یې شخصیت جوړ کړ راتلونکو انتخاباتو ته

  3. حسن Reply

    پداسې حال کې چې د وطن دښمنان هره ورځ په مختلفو بانو سره زمونږ د هېوادوالو ژوند ترې اخلي ، مضره ګاونډیان د هېواد د ستونزو نه په استفادې سره تروریستان زمونږ خاورې ته را ليږې ، د بلخ پخواني والي ښاغلي عطا محمد نور یو اضافي مشکل خپلو خلکو او دولت ته جوړوي.
    د داسې یو مبهم حالت دوام هره ورځ په زرګونو افغانۍ دولت او ولس ته تاوان وراړوي ، سیاسي زعامت او د افغانستان د ورونو خلکو ترمنځ د بې اتفاقي سبب کيږي او د هغه وروستۍ ویناوې د ځوانانو د غوسې او کرکې سبب ګرځي . بنا دولت ته لازمه ده چې هغه ته جدي اخطار ورکړل شي او که نور هم خپل لجاجت ته دوام ورکوي ، باید د عدلي او حقوقي ارګانونو له خوا تر مواخذې او تحقیق لاندې ونیول شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2