Categories

اعلان

Loading…

پر کانټینینټل برید چا وکړ او پایلې یې څه دي؟

د کانټینینټل برید عاملین

د کانټینینټل پيښې داخلي عاملین نه افشا کوي؟

په ډې پوښتنو بحث کیږي.

د افغانستان دولت د دې پیښې وروسته څیړنه پیل کړه او له رسنیو سره یې په خبرو کې وویل چې ژر به ددې پیښې عاملین په ګوته کړي.

پوښتنه دا ده چې دولت ولې د دا ډول پیښو مخنوی نه شي کولای؟ که دوی دا خبره کوي چې موږ د دې هوټل د امنیت ساتلو مسوولیت نه درلود نو فکر کوم دا به یوه اشتبا وي.

ځکه کوم دولت پورې چې خلک، خاوره، ګټه او تاوان حسابیږي، اړتیا ده چې د هغې سیمې ساتنه په خپله دولت وکړي. کانټینینټل هوټل د افغانستان له مهمو ځایونو څخه شمیرل کیږي. کله چې دولت په دغسې سختو شرایطو کې د خپلو مهمو ځایونو ساتنه ونه شي کړای؛ دا مانا لري چې دولت مو کمزوری دی. د کورنیو چارو وزارت په داسې مهه مسله کې ځان نا خبره اچوي. په داسې حال کې چې د نوموړي وزارت عمده دنده د کورنیو ستونزو او بې امنۍ له منځه وړل دي. زه دا وایم : که پولیس مو کورنۍ امنیت ونه نیسي او د نه نیولو دلیل یې د موسسې مسوولیت اخیستل وبولي نو ایا پولیس به نور څه کارونه ترسره کوي؟؟

دا د کورنیو چارو وزارت مسوولیت و چې له داسې مسلو ځان خبر او تعقیب یې کړي. اړینه نه ده چې زموږ عسکر دې هلته نه وي، خو د نوموړي وزارت استخبارتي بورډ ته په کار ده چې د ښارونو له داخلي وضعیت ځان اګاه کړي او د مخنوي لپاره یې نورو ارګانونو ته خبر ورکړي.

بل خوا ملي امنیت د هیواد له مهمو ارګانونو څخه دی؛ د ملي امنیت له نامه په ډاګه کیږي چې د هیواد ټول امنیت د دوی مسولیت دی او په کار ده چې د هرې پیښې د تعقیب لپاره له نویو او عمیقو لارو کار واخلي. که ملي امنیت په دې ځای کې ځان ګوښه بولي نو د نورو مسلو په تعقیب کې دې هم ځان ګوښه وبولي. ځکه ملی امنیت نوم خپل ارزښت او مانا له لاسه ورکوي، نو بیا اړینه نه ده چې ناکه ځان ستړی کوي. زه دلته یو کوچنی مثال وړاندې کوم؛ کله چې د کابل په ښار په کوم کلي کې یوه کورنۍ نوې کډه کیږي نو د ملي امنیت مربوطه ریاست ورته د ثبت فورمې استوي. چې د پیښو مخنوی او د ناپیژانده خلکو اوسیدل په ډاکه شي. زه وایم دا د امنیت ډیر ښه کار دی. راځو دې ته چې ولې د  هوټل په مسله کې امنیت درک نه دی کړی، څه ستونزه وه؟ که کړی یې دی نو پایله یې ولې منفي وه؟ ولې خلکو ته د داسې لویو پیښو وضاحت نه ورکول کیږي؟ ځکه چې دولت کې ځینو مهمو خایینینو ته زیان نه دی رسیدلای؟

اوس خبره د څیړنې پایله ده، دولت د خپلو کره څیړنو په پایله کې ادعا کوي دا کار د پاکستان دی او هلته پلان شوی.

ښه دا خو سمه ده چې هلته پلان شوی، کله چې دلته هر کار کیږي هلته پلانیږي؛ دا به درسره ومنو. خو دا خبره مو ولې ګونګه کړه چې دلته په داخل کې د چا لاس دی؟ زه ټولو خلکو ته چلنج ورکوم چې زما کورته دې زما د رضا پرته را دننه شي! دا ممکنه نه ده چې زه ونه غواړم او زما کور ته بل څوک را دننه شي. هوټل هم داسې واز نه و پروت چې دومره وسله پرته له کومې پوښتنې ننه ایستل شي. بیا دا موسسه هم داسې عادي ادرس نه دی. بیا د امریکا دولت د پیښې څخه مخکې احتمالي وړاندوینه هم کوي. په دې ټولو قراینو سره دولت د دې پیښې مخنوي نشي کولای او د پیښې پړه په پاکستان اچوي او بس.

یوه ورځ د پاکستان یو ژورنالیست په افغاني رسنۍ کې میلمه و، زموږ چارواکي هم په همدغه بحث کې ناست ول. زموږ چارواکو په پاکستان پړه اچوله او ویل یې دا ټولې پیښې د پاکستان کار دی. هغه پاکستاني ژورنالیست یې په ځواب کې ویل: ښه سمه ده چې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي نو ته څه کوې؟؟؟ ته یوازې نارې وهې؟ ته یې دفاع وکړه!!

نو دلته هم ویلی شو؛ چې ښه پاکستان داسې ډیرې نورې لاسوهنې دلته کړي او کوي یې نو موږ ته څه په کار دي؟؟ ایا همدومره ویلی شو چې دا کار د پاکستان دی!؟ دا شرم دی!

راځو دې ته چې دولت ولې د کانټینینټل پيښې داخلي عاملین نه افشا کوي؟؟؟

دلته څو پوښتنو سره مخ کیږو؛ لومړی دا چې، ایا په دې پیښه کې د کومو خارجي زورورو لاس دی چې افغان دولت یې د افشا کولو جرات نه لري؟

یا د افغانستان دولت دومره کمزوی دی چې د پيښې کره تحقیق نه شي کولای؟

که د افغانستان دولت ځینې سیاسيي مغریزې کړۍ ښکیلې دي چې دولت یې په څرګندولو له نوي ناورینه یریږي!؟

او که دا پیښه یو خدایي کار و، دې خلکو غفلت نه دی کړي، بس وشو، نصیب و. جالبه ده!

په پایله کې ویلای شو چې د خارجي لاسونو د لاسپوڅو چې عملا په دولت کې دندې لري او په فرصت سره ځینو سیاسي مخالفینو دا کار کړی. چې اوس یې دولت په محاکمه کولو څه چې په افشا کولو هم تر دې دمه ناتوانه پاتې شوی.

محمود تکل

کابل – کارته سه

۱۳۹۶/۱۱/۴

11 total views, 1 views today

2 comments

  1. غ.حضرت Reply

    آشنایانو! راسی یو څو شېبې یو بل ښکلی او ستر مخلوق یعنی تعقل ته غوږ ونیسو
    د دعوت په وبسایټ کی کوم باتُر ځوان د هوټل د تروریسټی پېښی په هکله کومه لیکنه کړېده او د مرحوم پویان او د هغه د فکری او ملی دریځ په هکله ئې دقیق غوندی معلومات راغونډ کړی او لیکلی دی
    زما په نظر دا لیکنه تر ډېره د عقل او واقعیت پر مدار د راڅرخېدو وړتیا لری
    زما مسکین، البته ډېر مسکین هم نه یم، پیشنهاد دادی چه نوموړې لیکنه په غور ولوستله شی چه ممکن کومه مثبته پایله ولری
    که څه هم عینکی می پر پزه پرتې وې خو د مقالې د لیکونکی نوم می تر سترګو نه شو
    دا مقاله باید نه یوازی په دعوت بلکه په برېښنا پاڼو کی خپره شوې وای.
    مننه

  2. وحیدالله محمود تکل Reply

    سلام وروره
    هیله ده روغ حوړ به وې
    ستا په هدف سم پوه نشوم، په دعوت ویبپاڼه کې زما همدغه لیکنه پرته له کومې پوښتنې خپره شوې، بل دا چې که ستاسو هدف بله لیکنه وي نو کمینټ مو څنګه دلته راغلی؟
    مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *