Categories

اعلان

Loading…

پاکستان د افغان مهاجرو د ښوونځیو تعلیمي نصاب د خپلو ملي ګټو خلاف بللی

تاند- پاکستان په خپله خاوره کې د افغان کډوالو د ماشومانو پر درسي کتابونو اعتراض کړی او هغه یې د خپلو ملي ګټو خلاف بللي دي.

پاکستان، چې د امریکا د مرستو له قطع کېدو وروسته له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو د اعلان ترڅنګ پر افغان کډوالو د فشار راوړلو هڅې کوي، ویلي چې د افغان کډوالو د ښوونځیو په درسي کتابونو کې پاکستاني ضد مطالب شته او باید دا مطالب ورڅخه فوراً وایستل شي.

د پاکستاني چارواکو د اعتراض په موضوعاتو کې دا موارد یاد شوي دي:

د افغانانو په درسي کتابونو کې له چاپ شوې نقشې داسې ښکاري چې د ګیلګت، کشمیر او بولتیستان (بلتستان) سیمې د هند برخه دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ نړیوالې پولې ته د ډیورنډ کرښه لیکل شوي.

د کتابونو په ټولو پاڼو کې د افغانستان بیرغ چاپ شوی دی.

پاکستان دا اعتراض ملګروملتو ته کړی دی.

خو په خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو ادارې د پاکستان د اعتراضونو په ځواب کې ویلي «څه چې افغان زده کوونکو ته ورښودل کېږي، د هغو درسي موادو په شان دي چې دننه په افغانستان کې نورو افغان ماشومانو ته تدریس کېږي.»

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې له ترینګلتیا وروسته د افغانستان چارواکي لا ډېر هند ته لېواله شوي دي.

په تېرو کلونو کې پاکستاني چارواکو د افغان ښوونځیو د تدریس پر نصاب اعتراض نه درلود.

424 total views, 1 views today

2 comments

  1. Mohammad Arif Haleemy Reply

    Salamooona
    Bayad Afghanistan nor de khijalat zhwand pregdi soomra che zar we da fakistan na khpal ba nanga afghanan wabasi zaka de ter so da de kaseef hewad na khlas she motlaq de yahoodo na badater de.
    Manana

  2. سلیم Reply

    پاکستان به حتماً د مجاهدینو نصاب غواړي، هغه نصاب کې د افغانستان تاریخ ایستلی شوی وه، په هره پانه یې د پاکستان بیرغ، اتل امان الله خان په کې کافر، انګریزی شرابي علی جناح د اسلام سپه سالار، افغانستان دارلکفر، هیرامنډه یی د اسلام کلا وه، پاک سرزمین شاد باد یې هره ورځ غږوله

    نو:

    ای د وطن مورې
    پرما ګرانې په زړه پورې
    ځار قربان دې د میرو شه
    د سپېرو شړو دشتو شه
    خو لعنت دې په بچو شه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2