Categories

اعلان

Loading…

په ننګرهار کې ۴۰ متره سړک جوړېږي

تاند- په ننګرهار ولایت کې د یوه پراخ سړک د جوړولو چارې نن /چهارشنبه/ پیل شوې.

دا سړک به، چې لګښت یې اسیايي پرمختیايي بانک ورکوي، ۴۰ متره پلنوالی او ۱۹ کیلومتره اوږدوالی لري او د درونټې سیمه به له ثمرخېل سره ونښلوي.

ټاکل شوې ده چې په بل پړاو کې دا سړک نور هم وغځول شي او اوږدوالی یې ۲۵ کیلومترو ته ورسېږي.

تمه ده چې د دې سړک د جوړېدو له کبله پر اوسني سړک او جلال اباد ښار د موټرو بیروبار لږ شي.

386 total views, 1 views today

4 comments

  1. Shinwari Reply

    Great news

  2. احمد Reply

    د ښار په کومه خوا کی به دا سرک تیریږې

  3. غ.حضرت Reply

    وروره
    سړک اوږد
    که پلَن
    که ژور
    که لوړ
    که څنګه
    له کومه ځایه کوم ځای ته؟

    1. تاند Reply

      لیکل شوي چې له درونټې تر ثمر خېلو پورې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸