Categories

اعلان

Loading…

په جلال اباد کې تروریستان د سیف دي چلدرن دفتر ته ننوتي

تاند- په جلال اباد کې د سیف دي چلدرن موسسې د دفتر مخته له چاودنې وروسته انتحاریانو ډزې پیل کړې.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼی وايي، د حملې هدف سیف دي چلدرن موسسه ده.

دا موسسه له څو لسیزو راهیسې له افغان ماشومانو، په تېره بیا یتیمانو سره مرسته کوي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي چې روغتون ته ۱۱ ټپیان وروړل شوي دي.

وسله والو طالبانو چې د شنبې په شپه یې پر انترکانتینینټل هوټل تروریستي برید کړی و، د جلال اباد په نننۍ حمله کې لاس لرل، ردوي.

غالباً به دا برید داعش په نوم ختم شي.

تاند ته رسېدلي راپورونه وايي چې ۳ تروریستان د سیف دي چلدرن دفتر ته ننوتي دي.

رویټرز خبري اژانس بیا وايي چې لومړی د سیف دي چلدرن دفتر مخته لومړی موټر بمي چاودنه شوې ده.

13 total views, 1 views today

1 comment

  1. سلیم Reply

    محترمو تاندوالو، حمله کوونکي تروریستان مه بولئ، دوی مجاهدین دي، حمله یې جهاد ده، دین یې اسلام دی. بیاهم که تروریستان ورته وایئ، وې وایئ، خو په کابل کې د شیطاني تنظیمونو رهبرانواو لارویانو ته هم «جهادي مشران، پخواني مجاهدین او…» مه وایئ، ترهګرو تنظیمو مشران، یا پخواني ترهګر یې یاده وئ، یوبام و دو هوا خو ولاکه خوند کي. دوی په خلکو ګلان نه شیندل، همدا پیرې یې کولې….

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *