Categories

طالب مشران او د کانتیننتل حمله | شفیق اندړ

 د کابل په کانتیننتل هوټل باندې له حملې وروسته د دوشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاندې په پاکستان باندې غږ وکړ چې طالب مشران دې سمدستي ونیسي یا دې یې له خپلې خاورې وباسي.

 د پاکستان په اړه د امریکا د نوې پالیسي په رڼا کې ویلای شو چې د امریکا دا غوښتنه صرف یو اواز نه دی، بلکې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ملکي هدفونو بریدونه او جنګي جنایتونه د دې سبب شوي دي چې په پاکستان باندې طالب مشرانو ته د پناه ورکولو په برخه کې هم فشارونه زیات شي.

 طالبان په رسمي بیانیو کې معمولا له دې انکار کوي چې د دوی مشران په پاکستان کې دي. کله چې ملا عمر اخوند په پاکستان کې په خپل مرګ یا د آی، ایس، آی په مرګ ومړ، نو هم طالبانو دا خبره بیا بیا وکړه چې ملا عمر اخوند د مرګ په وخت په پاکستان کې نه و.

کله چې ملا منصور د پاکستان په داخل کې ووژل شو او امریکا اعلان وکړ چې په پلاني ځای کې مو په دومره بجو په پلاني موټر کې وواژه نو طالبانو او آی، ایس، آی ته سخته شوه چې انکار وکړي. پاکستاني مطبوعاتو په پاکستان کې د ملا منصور د استوګنې د حقیقت د کمرنګه کولو لپاره دا خبره بیا بیا وکړه چې ملا منصور د افغانستان سرحد ته نژدې د ډرون په حمله کې ووژل شو. دوی سرحد ته د نژدېوالي خبره ځکه بیا بیا وکړه چې دنیاوالو ته دا ووایي چې ملا منصور په داسې سیمه کې وژل شوی دی چې د پاکستان حکومت ورباندې چندان کنټرول نلري، حال دا چې ملا منصور له افغان سرحده په لسګونو کیلومتره لرې د پاکستان په داخل کې د دیفتان- کوټې په لویه لاره باندې له منځه لاړ.

  که څه هم طالبان په رسمي اعلامیو کې کوښښ کوي چې په پاکستان کې د طالب مشرانو له حضوره انکار وکړي خو د افغانستان په داخل کې طالبان په کوټه، پیښور او ځینو نورو ځایونو کې د طالبانو د کمیسیونونو او شوراګانو شتون نه پټوي او ډیر ځله داسې شوې دي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې وګړي د خپلو مشکلاتو د حل لپاره یا په بل چا باندې د عریضې کولو لپاره کوټې او پیښور ته تللي او له هغه ځایه یې د افغانستان په داخل کې طالب قومندانانو ته امرونه راوړي دي چې کارونه یې اجرا شي.

 پاکستان ته چې په خپله خاوره  کې د طالب مشرانو د شتون پټ ساتل سخته و نو په دیپلماتيکو کړیو کې یې همیشه دا استدلال کړی دی چې په آینده کې د سولې د مذاکراتو لپاره دا لازمه ده چې د طالبانو مشران یو امن ځای ولري. په قطر کې د ځینو طالب مشرانو شتون هم د همدې استدلال په اساس ممکن شول.

 خو اوس چې په کوټه، پیښور، راولپندۍ، کراچۍ، میرانشاه او قطر کې د طالب مشرانو پر استوګنې کلونه تیر شول، تجربو ثابته کړه چې دغه کسان یا د خبرو اختیار نلري او یا په افغانستان کې سوله نه غواړي او په جنګ کې خپل خیر ویني.

 که څه هم د افغانستان د سولې شورا له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو آیندې ته خوشبینه ده او که څه هم په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې تیره اونۍ په نیویارک کې وویل چې افغان حکومت تر بل هر وخت له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته نژدې شوی دی، مګر د کانتیننتل په څیر پیښې ښیي چې طالب مشران کله نا کله د ځینو مجبوریتونو په اساس تفاهم او مذاکراتو ته تمایل ښیي، کنه نو په عمل کې صرف په جنګ او تباهي باندې باور لري.

 له پاکستان څخه د طالب مشرانو د شړلو یا نیولو په اړه د امریکا د حکومت نوې غوښتنه د افغانستان په ګټه ده او له واقعي سولې سره مرسته کولای شي. په پاکستان کې طالب مشران که له پاکستان څخه وایستل شي نو بیا دا امکان زیاتیږي چې  د استخباراتي کړیو له دامه راووځي او په خپل اختیار یوه فیصله وکړي. یقینا که طالب مشرانو اختیار لرلای نو ډیر پخوا به یې له نورو افغانانو سره د ستونزو د اواري لپاره خبرو ته زړه ښه کړی وای او داسې څه به یې نه کول چې په خپله ډله او ځانونو باندې ټولې لارې بندې کړي. د ملکي خلکو وژل او دا منل چې دا کار مو قصدا کړی دی، یوازې او یوازې د هغو ډلو کار وي چې عادي انساني ژوند ته چمتوالی نلري او د داعش او امثالهم غوندې یا ځان وژني یا بل. داسې ډلې نه په سوله باور لري او نه مذاکراتو ته تیارېدای شي، ځکه مذاکراتو کې استدلال پکار وي او له دوی سره استدلال نه وي.

 طالبان دومره د استدلال او منطق له کمبود سره مخامخ دی چې د افغانستان خلک او حکومت ورته وایي چې که د خارجي عسکرو د شتون په خاطر جنګېږئ نو راځئ په همدې اړه خبرو ته سره کښینو! خو دوی په دې اړه چې دوی یې خپل ارمان او اصلي مرام ګڼي، هم خبرو ته تیار نه دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *