Categories

اعلان

Loading…

افغان ځواکونه د راتلونکي جنګي فصل لپاره پلان جوړوي

تاند- د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت اعلان وکړ، افغان امنیتي ځواکونه د راتلونکي جنګي فصل لپاره د جګړې پلان جوړوي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت په وینا افغان ځواکونه غواړي چې په روان ژمي کې د دولت وسله وال مخالفان ترفشار لاندې راولي.

له بلې خوا د امریکا متحدو ایالتونه په دې غور کوي چې افغانستان ته ۱۰۰۰ تنه نور پوځیان راولېږي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس تراوسه پورې نه دي ویلي چې افغانستان ته زر تنه نور پوځیان لېږي، خو پوځي سرچینو ویلي چې دا ځواکونه د دې لپاره استول کېږي چې د طالبانو په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو محاربوي وړتیا زیاته کړي.

په وروستیو دوو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو جنګي مهارتونه زیات شوي، په ځانګړي ډول د خاصو ځواکونو شمېر دوه برابره شوی دی.

د لانګ وار ژورنال ورځپاڼې پر اساس افغان او نړیوال ځواکونه په روان ژمي کې هڅه کوي چې د طالبانو د عوایدو سرچینې له منځه یوسي. طالبان اکثره عواید د مخدرو موادو له درکه ترلاسه کوي. په وروستیو کې د مخدرو موادو د تولید پر مرکزونو یو شمېر حملې شوي چې طالبانو ته د لسګونو ملیون ډالرو معادل تاوان اوښتی دی.

ورځپاڼه د پوځي سرچینو په قول وايي چې په افغانستان کې طالبان ترفشار لاندې راوستل شوي او جګړه اوس په نسبي ډول سمې خوا ته روانه ده خو لا هم هغه پړاو ته نه ده رسېدلې چې د طالبانو د بشپړې ځپنې اټکل وشي.

په همدې منځ کې مېل ورځپاڼې نن /دوشنبه/ لیکلي چې بریتانیا د طالبانو او نورو سختدریځو پر ضد جګړې ته د افغان ځواکونو د روزلو لپاره د ایس اې ایس په شان ضربه قوه افغانستان ته لېږي.

56 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *