Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني د تروریزم د ملاتړکوونکو دولتونو پر ضد د نړیوالې اجماع غوښتنه وکړه

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پر انترکانټینینټل هوټل تروریستي حمله وغندله او د هغو دولتونو پر ضد یې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع غوښتنه وکړه چې د تروریستانو ملاتړ کوي او ترهګرو ته پناه ورکوي.

د ولسمشر غني اشاره پاکستان ته وه چې حقاني شبکه او نورې سختدریځې ډلې یې په خپله خاوره کې ساتلي دي.

په واشنګټن کې د امریکا سفیر عزیز چودري دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د ده حکومت له طالبانو او حقاني شبکې غوښتي چې نور خپل هیواد ته لاړ شي.

په همدې حال کې پاکستان ویلي چې د کابل پر کانتینینټل هوټل دا «بې رحمانه» حمله په کلکه غندي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي«موږ د ارزښتناکو انسانانو پر وژل کېدو ژوره خواشیني او خپګان څرګندوو او له ګڼو نورو سره چې په دې تروریستي برید کې ژوبل شوي دي خواخوږي کوو.»

د ترهګرو د شمېر په د حکومت او طالبانو ادعاوې

طالبانو ویلي چې په دې برید کې د دوی ۵ انتحاریانو برخه لرله.

خو د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وايي چې په اصل کې د حمله کوونکو شمېر ۶ تنه وو.

ده په یوه خبري غونډه کې د کانتینینټل د حملې په اړه خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو په مهال وویل، دوه تنه انتحاري حمله کوونکي د هوټل د شپږم پوړ په تحویلخانه کې پټ شوي ول چې د ماسپښین په یوه بجه ووژل شول.

د تلفاتو د شمېر په اړه ضد و نقیض ادعاوې

د دانش په وینا په دې برید کې یو بهرنی او ۴ افغانان وژل شوي چې ټول ملکیان دي. خو ځینې راپورونه و وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ تنه ښيي.

دانش د ټپیانو شمېر ۶ تنه یاد کړ.

د سولې د شورا غړی احمد فرزان (عکس)، په پاکستان کې افغان دیپلومات او د فراه د مخابراتو رييس په وژل شویو کسانو کې شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا په دې تروریستي پېښه کې ټولټال 5 تنه وژل شوي چې د هغو په منځ کې لیکوال او د سولې د عالي شورا غړی احمد فرزان، د فراه ولایت د مخابراتو رييس او په پاکستان کې افغان دیپلومات ډاکتر وحید پویان هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش نن ناوخته خبریالانو ته وویل چې امنیتي ځواکونو له انترکانټینینټل هوټل څخه د ۴۱ بهرنیانو په ګډون ټولټال ۱۲۶ تنه روغ ایستلي دي.

خو ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې ټولټال ۱۸ تنه وژل شوي چې ۴ یې افغانان او ۱۴ بهرنیان دي. دا راپور افغان چارواکو او بهرنیانو تراوسه تایید کړی نه دی.

د بریتانیا مېل او د کاناډا ګلوب انډ مېل ورځپاڼو د نامعلومو سرچینو په قول د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ تنه ښودلی او ویلي یې دي چې د هغو په منځ کې ۱۴ تنه بهرنیان دي.

خو رویټرز خبري اژانس بیا وايي چې لا هم د تلفاتو دقیق شمېر نه دی معلوم. په ټپیانو کې د کام اییر هوايي شرکت کارکوونکي هم شامل دي.

دا برید وروسته له ډېره وخته د طالبانو په نوم وشو، په وروستیو کې، اکثره بریدونه د داعش په نامه کېدل.

افغان امنیتي چارواکي وايي چې مخکینۍ حملې حقاني شبکې د دې لپاره د داعش په نامه کړې وې چې پاکستان تر فشار لاندې و.

2 comments

  1. سلیم Reply

    نړیواله اجماع همدا ده چې تباه شو، لږ صبر وکړئ، جګړه پخپله دریږي، موږ په خلاصېدو یوو

  2. سلیمان Reply

    اشرف غنی باید دا ډرامه نوره بنده کړي چې کله یو ته ګوته نیسي او کله بل ته. زمونږ مدعي معلوم دی، هسې د سولې او خبرو اترو په نوم دې پيسې نه ټولوي. ترهګر د پاکستانه راځي نو باید هره خبره که جنګ وي او که سوله د پاکستان سره وشي.اشرف غنی دې هسې ملت ته دوکه نه ورکوي، دا ښکاره خبره ده چې پاکستان زمونږ دښمن دی نو په خپل ملت غږ وکړه چې د پاکستان خلاف جنګ ته تیار شي او دنړیوالو دې کومک وغواړي که کومک نه کوي باید د افغانستانه ووځي. دا واضحه ده چې مونږ ډير ضعیف یو مګر تاریخ ګواه دی چې په تش لاس مو د هر ظالم مقابله کړې. که دا کار ونکړي تر څو چې پاکستان وي په افغانستان کې به دا حال وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *